د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

د وژل شوي افغان خبریال هاشمزاده کورنۍ له افغان دولت څخه د مرستې غوښتنه وکړه


افغان خبریال جان الله هاشم زاده څو میاشتې مخکې د تورخم پېښور په لاره نامعلومو کسانو وواژه.
افغان خبریال جان الله هاشم زاده څو میاشتې مخکې د تورخم پېښور په لاره نامعلومو کسانو وواژه.

د یو وژل شوي افغان خبریال جان الله هاشم زاده کورنۍ د افغانستان د حکومت او د خبریالانو د ملاتړ د ادارو نه غوښتنه کوي، چې د هغه د ماشومانو او مېرمنې سره دې مالي مرسته وکړي.

هاشم زاده، چې د افغانستان د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ اوسیدونکی و، د روان میلادي کال د اګست په څلور ویشتمه نېټه د تورخم-پېښور په لاره په سره کمر سیمه کې د ناڅرګندو وسله والو له خوا په ډزو ووژل شو.

د جان الله هاشم زاده کشر ورور عزیز الله هاشم زاده ازادۍ راډیو ته وویل، چې د ورور نه ورته درې لوڼې او یوه مېرمن پاتې دي، چې تر دې دمه ورسره د افغانستان د دولت له خوا هیڅ ډول مرسته نه ده شوې.هغه وايي دی په خپله یو غریب کاریګر دی او په خپله هم شپږ ماشومان او یوه مېرمن لري، اوس، چې ورته د ورور د کورنۍ پالنه هم ورپه غاړه شوې د سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

نوموړی زیاتوي:

"د پاکستان د حکومت نه ګیله نه لرو، ځکه، چې دا پردی حکومت دی، جان الله افغان و او په کارده، چې د افغانستان حکومت د هغه د مېرمنې او ماشومانو سره مرسته وکړي."

د ښاغلي هاشم زاده په مرګ څلور میاشتې واوړېدې خو تراوسه نه د هغه دوژلو مسوولیت چا قبول کړي او نه هم د افغانستان او پاکستان حکومتونو په دې تور څوک نیولي دي.

په پېښور کې د الفت مجلې مسوول چلوونکی اسدالله دانش وايي، دا به د کابل او اسلام اباد نه پوره نه وي، چې د جان الله وژونکې وسله واله ډله معلومه کړي او سزا ورته ورکړي، خو لږ تر لږه هغه کارونه خو دې وکړي کوم، چې یې په وس کې دي:

"د پاکستان نه خو څه معلومات نه لرم، چې د هاشم زاده په اړه یې څه کړي دي.په افغانستان کې هم یوازې په لومړېو ورځو کې اولس مشر حامد کرزي د هغه په مرګ خفګان ښکاره کړی و، له هغې وروسته چا د هغه د کتاب پاڼه اړولې نه ده .په کارده، چې د هغه د مېرمنې او ماشومانو سره مالي مرسته وشي."

په دې وروستیو کې په افغانستان کې یو شمېر خبریالان د وسله والو ډلو له خوا وژل شوي، چې د ځینوسره حکومت او د خبریالانو ټولنو مرستې کړي او د هغوي په نوم ځیني ځایونه منسوب شوي دی،رپه پېښور کې مېشت ازاد خبریال مجیب انګار وايي ښاغلي هاشم زاده هم په دې ارزي، چې ورته درناوی وشي:

"تاسي ویني، چې د ډېرو نورو وژلو شویو افغان خبریالانو د کورنیو سره مرستې شوي دي، یوه نومره ځمکه یا کور ورکړل شوی، د اولادونو د زده کړو او درملنې غم یې خوړل شوی او یوسرک یا لاره د هغوي په نوم نومول شوی خو د افغانستان حکومت او د خبریالانو ټولنو جان الله هاشم زاده ډېر زر هېر کړی، چې دا د ډېر تاسف ځای دی."

جان الله هاشم زاده د خپل اوه دېرش کلن ژوند ډېره برخه په پېښور کې تېره کړې وه او له هم دغه ځایه یې د سیمه ایزو او نړېوالو رسنیو د پاره کار کولو. نوموړی د سیمې په کچه د یاد وړ خبر یالانو څخه ګڼل کېدو، چې په مړینه یې د لر او بر خبر یالان د ویر په ټغر کېښناستلي وو.
XS
SM
MD
LG