د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

افغانستان د یونسکو لخوا د بیان د ازادي په شنه ساحه کې وشمېرل شوو


د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، له رسنیو او د بیان له ازادي نه د حکومت ملاتړ د دې لامل شو چې یونسکو دغه هېواد د بیان د ازادي په شنه ساحه کې وشمېري.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند محمد صابر مهمند د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال لړم۲۱» ازادي راډیو ته وویل، د بیان له ازادۍ نه د حکومت ملاتړ، د حکومت او رسنیو ترمنځ همغږي او د خبریالانو د ملاتړ لپاره د صندق جوړول، هغه موارد دي چې یونسکو یې له امله دغه هېواد د بیان د ازادۍ له سرې ساحې وایست او په شنه ساحه کې وشمېرۍ.

نوموړي زیاته کړه:

"دا چې افغانستان د یونسکو لخوا د بیان د ازادۍ په شنه ساحه کې راغلی د لیلونه لري، یو داچې د حکومت، رسنیو او خبریالانو د سکټورونو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شوې، دوهم د مصئونیت کمېټه چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د دوهم مرستیال دانش صاحب په مشرۍ ده، د دغې کمېټې پایلې ښې وې."

یونسکو یا د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او روزنیز سازمان نن یکشنبه دغه هېواد د بیان د ازادۍ په شنه ساحه کې شامل وګاڼه.

دا په داسې حال کې ده چې د خبریالانو د خوندیتوب یو شمېر بنسټونو ویلي چې په وروستيو څو کلونو کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

عبدالله عبدالله: رسنۍ باید د چارواکو له‌خوا ونه‌ګواښل شي

نی: حکومت باید اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون مادې عملي کړي

ارګ: هېڅ دولتي اداره حق نه لري چې له رسنیو معلومات پټ کړي

وژل، وهل ټکول او ګواښل په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې، د تاوتریخوالي موارد، ښودل شوي دي.

نی: افغانستان کې ۸۳،۲ سلنه خبریالانې تاوتریخوالي سره مخ دي

د دولت پر وسله والو مخالفینو سربېره، رسنیزو بنسټونو د دولت ځینې چارواکي هم له دوی سره په تاوتریخوالي، تورن کړي دي.

د ننګرهار ولایت د ملي راډیو ټلوېزیون پر دفتر او په کابل کې پر شمشاد راډیو ټلوېزیون بریدونه هغه پېښې دي چې په روان کال کې رامنځته شوي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مرستیال سید اقا فاضل سانچارکي ازادي راډیو ته وویل، د یونسکو له مسؤلینو سره یې په وروستې لیدنه کې، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو د څېړنې په اړه، خپل راپور دغه سازمان ته ورکړی چې د ده په خبره، یونسکو د افغان حکومت دغه اقدامات ستایلي دي.

د ښاغلي سانچارکي په خبره، د یونسکو مسؤلینو ورته یو جدول ښودلی چې افغانستان په کې د بیان د ازادۍ له سرې ساحې وتلی او په شنه ساحه کې شامل شوی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره نی وايي، د خبریالانو مسلکي توب هم د بیان د ازادۍ په شنې ساحه کې د افغانستان د شاملېدو په تړاو، بې اغېز نه دی.

د دغې ادارې اجرائیه رئیس مجیب خلوتګر ازادي راډیو ته وویل، خبریالان په روانو شرایطو کې، له ډېرو ناخوالو سره مخ دي.

مجیب خلوتګر
مجیب خلوتګر

نوموړي زیاته کړه:

"کله چې یونسکو معیارونه سنجوي نو، نظري معیارونه سنجوي حال داچې موږ شاهدان یو چې د خبریالانو وضعیت خراب او تاوتریخوالی ډېر شوی، ان دا چې پر یوه خصوصي ټلوېزیون ډله ییز برید شوی او دا ښيي چې وضعیت ښه نه دی او خبریالان حتی په ستډیو ګانو او دفترونو کې هم خوندي نه دی."

سره له دې چې رسنیو او خبریالانو تل د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو په تړاو پر حکومت غږ کړی او ملاتړ یې غوښتی، خو د نی په خبره، د خبریالانو پر وړاندې اوس هم تاوتریخوالی روان دی.

حکومت پخوا تردې ژمنه کړې چې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې به، د تاوتریخوالي ټولې قضیې وڅېړي.

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ویاند هم ټینګار کوي چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره د حکومت او رسنیو ګډه کمېټه، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې ارزوي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG