د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

نی: افغانستان کې ۸۳،۲ سلنه خبریالانې تاوتریخوالي سره مخ دي


په افغانستان کې د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره یا نی وایي چې په هېواد کې د ښځینه خبریالانو سره تاوتریخوالی دا څرګندوي چې په هېواد کې وضعیت ښه نه‎دی.

د یادې ادارې یوه نوې موندنه ښیي چې په هېواد کې ۸۳،۲ فیصده ښځینه خبریالانې د تاوتریخوالي له بېلابېلو ډولونو سره مخ دي.

د دغې ادارې اجرائیوي مشر مجیب خلوتګر د پنجشنبې په روځ د نی ادارې د کلني راپور د خپرولو پر مهال وویل چې ۴۳ فیصده تاوتریخوالی د ښځینه خبریالانو په اړوند دی.

د نوموړي په خبره ۱۰ فیصده تاوتریخوالی د رسنیو د بنسټ دننه او له ۸۹ فیصدو څخه زیات له دغو بنسټونو بهر ترسره کېږي.

مجیب خلوتګر
مجیب خلوتګر

ښاغلي خلوتګر زیاته کړه:

"د دغو کسانو له جملې څخه ۸۳،۲ کسان وایي چې تاوتریخوالی ورسره کېږي، ۷،۱ فیصده د رسنیو ښځینه کارکوونکې او خبریالانې د فزیکي تاوتریخوالي سره مخ دي، ۵۵ فیصده د لفظي تاوتریخوالي سره ۲۶ ممیز ۵ فیصده جنسیتي او ۱۱،۳ فیصده د تاوتریخوالي نور ډولونه دي. "

د ښځینه خبریالانو په وړاندې د نی ادارې نظرپوښتنه په ټول افغانستان کې د ۲۸۰ ښځینه خبریالانو سره ترسره شوې چې د ښځینه خبریالانو ۱۴ سلنه جوړوي.

د نی ادارې د معلوماتو له مخې اوس‌مهال په ټول افغانستان کې د ۲۰۰۰ په شاوخوا کې ښځینه خبریالانې فعالیت کوي چې د رسنیو د کارکوونکو له ۲۰ فیصدو څخه زیاته برخه جوړوي.

په دغې نظرپوښتنه کې راغلي هغه خبریالانې چې تاوتریخوالی ورسره کېږي تر ډېره له دې وېرې چې ګواکې د کورنیو له لوري یې د کار مخنیوی ونه‌شي او یا هم له رسنیزو بنسټونو څخه ونه‌اېستل شي له دوی سره شوی تاوتریخوالی نه‌برملا کوي.

خو په ورته وخت کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسؤلین وایي چې د ټولو خبریالانو، په تېره بیا د ښځینه خبریالانو حقونو ته جدي پاملرنه کوي.

د دغه وزارت سرپرست کمال سادات ازادي راډیو ته وویل، که ښځینه خبریالانې دوی سره د شوي تاوتریخوالي په اړه دغه وزارت په جریان کې پرېږدي، رسیدنه به ورته وشي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست کمال سادات
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست کمال سادات

نوموړی وايي:

"د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسؤلین د ټولو خبریالانو، په تېره بیا د ښځینه خبریالانو حقونو ته جدي پاملرنه لري، موږ د ښځینه ژورنالېستانو سره د هغوی د حقونو په اړه ناستې هم کړي دي. "

په افغانستان کې د خبریالانو څخه د ملاتړ کمېټه هم مني چې په هېواد کې د ښځینه خبریالانو سره تاوتریخوالی موجود دی.

د دغې کمېټې رئیس نجیب شریفي ازادي راډیو ته وویل چې دا یوه ستونزه ده او د دغې ستونزې د له‌منځه وړلو لپاره باید ژر تر ژره اقدام وشي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG