د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۵

عبدالله عبدالله: رسنۍ باید د چارواکو له‌خوا ونه‌ګواښل شي


د افغان حکومت اجرائیه رئیس د ټولنیز عدالت، متوازنې پرمختیا او ولس واکۍ لپاره معلوماتو ته لاسرسی مهم بولي.

عبدالله عبدالله چې د چهارشنبې په ورځ د «د ۱۳۹۶ کال د لړم ۰۳» اطلاعاتو ته د نړیوال لاسرسي په غونډه کې خبرې کولې ټينګار وکړ چې حکومت د بیان د ازادۍ ملاتړی دی او دا باید د نورو د غوښتنو قرباني نه‌شي.

ښاغلي عبدالله وویل، رسنۍ باید د چارواکو له‌خوا ونه‌ګواښل شي.

ډاکټر عبدالله عبدالله
ډاکټر عبدالله عبدالله

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان تر ټولو مهمه لاسته راوړنه، د بيان ازادي ده چې خلکو یې له امله قربانۍ ورکړې دي، دا باید د شخصي غوښتنو او سلیقو قرباني نه‌شي او هېڅ‌څوک دا حق نه‌لري چې د قانون له چوکاټ څخه بهر داسې عمل وکړي چې د دغې لاسته راوړنې لپاره ګواښونکی واوسي."

ښاغلي عبدالله د حکومت مخې ته پرتو ننګونو ته په اشارې سره وویل، اطلاعاتو ته لاسرسی کولای شي دغه ستونزې کمې کړي.

د نوموړي په وینا که چېرې معلومات د رسنیو په واک کې ورنه‌کړل شي او خلک له مسائلو خبر نه‌وي دا د خلکو او حکومت ترمنځ واټن رامنځته کوي.

د حکومت اجرائیه رئیس اطلاعاتو ته د لاسرسي پر موضوع داسې مهال ټينګار کوي چې تر دې وړاندې د خبریالانو له حقونو نه د ملاتړ یو شمېر ټولنو پر حکومت له دې امله انتقادونه کړې دي.

د افغان خبریالانو مرکز: اطلاعاتو ته نه‌لاسرسی روان وضعیت لا خرابوي

نی: حکومت باید اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون مادې عملي کړي

ارګ: هېڅ دولتي اداره حق نه لري چې له رسنیو معلومات پټ کړي

دغو ټولنو او د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې ویلي، حکومت هڅه کوي چې اطلاعاتو ته لاسرسی محدود کړي.

د ځینو دولتي چارواکو له‌خوا د خبریالانو وهل ټکول او له رسنیو سره پر وخت د اطلاعاتو نه‌شریکول هغه موضوعات دي چې له امله‌یې پر حکومت د یادو ټولنو له‌خوا انتقادونه کېږي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د علمي، فرهنګي او روزنیز سازمان «یونسکو» ډایرکټرې جنرال پاتریشیا مک فلیپس په کابل کې جوړې شوې ناستې ته وویل، له فساد سره د مبارزې، د شفافیت د ټینګښت او د دوامداره پرمختګ لپاره اطلاعاتو ته لاسرسی ډېر مهم دی.

فلیپس: له فساد سره د مبارزې لپاره اطلاعاتو ته لاسرسی ډېر مهم دی.
فلیپس: له فساد سره د مبارزې لپاره اطلاعاتو ته لاسرسی ډېر مهم دی.

نوموړې زیاته کړه:

"زه غواړم ووایم چې د خلکو حقوق او معلوماتو ته د دوی لاسرسی باید پیاوړی شي، موږ باید معلوماتو ته د لاسرسي لپاره پیاوړې پالېسۍ جوړې کړو، موږ د افغان حکومت سره ملګرتیا لرو او حکومت باید په دې برخه کې همکاري وکړي."

دغه کنفرانس د یونسکو له‌خوا د قانون د تنفیذ د کنټرول د کمېټې په همکارۍ جوړ شوی و.

یادو دوو بنسټونو تېره میاشت هم په یو شمېر ولایتونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د څرنګوالي په اړه یو کمپاین پیل کړی و.

په ورته وخت کې په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر استازی حسن الهاد وړاندیز کوي چې باید اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د حکومت له‌خوا قوي او منظمې پالېسۍ جوړې شي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي پر حق د څار د کمېسیون غړې هوا علم نورستانۍ هم وايي چې حکومت باید په یاده برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG