د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

نی: حکومت باید اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون مادې عملي کړي


نی یا په افغانستان کې له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره وايي چې د ملي وحدت حکومت د معلوماتو ته د لاس رسی د اسانتیا او د پوهېدو حق د تامین لپاره لازم اقدامات نه دي کړي.

په افغانستان کې له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره یا نی وايي چې حکومت دې په خبرو بسنه نه کوي؛ بلکې د خلکو پوهېدو لپاره باید اساسي اقدامات ترسره او اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون عملي کړي.

دغې ادارې له هغې وروسته چې په هېواد کې اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون توشیح شوی؛ د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د پوهېدو حق نړېواله ورځ ونمانځله.

د نی ادارې مشر مجیب خلوتګر په دې اړه جوړه شوي غونډه کې وویل چې دولت باید افغانانو ته د پوهې او معلوماتو ورکولو حق په اساسي ډول تامین کړي.

((لږ تر لږه په یوه تېر کال کې چې د ملي وحدت حکومت جوړ شوی؛ معلوماتو ته د لاس رسي قانون خبریالانو او عامو خلکو ته یوه اساسي ستونزه جوړه کړې ده؛ په ځينو مواردو کې چې خبریالانو ته تاوتریخوالی هم جوړ شوی؛ دلیل یې معلوماتو ته د لاس رسي قانون د نه عملي کېدو له امله و.))

د ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې د سپټمبر ۲۸مه د خلکو پوهې د لوړولو او د ښې حکومتدارۍ او ولسوالکۍ په خاطر د دولتي بنسټونو څخه خلکو ته د پر وخت معلوماتو ورکولو د عامولو لپاره په بېلابېلو هېوادونو کې نمانځل کیږي.

په افغانستان کې له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره په دې باور ده چې افغان خبریالان؛ هغو معلوماتو ته په وخت یا بیخي لاس رسی نه لري چې عام افغان ورته اړتیا لري.

افغان حکومت د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون له یوه اوږده ځنډ وروسته توشیح کړ؛ خو د هغې نه عملي کېدل ډېر وخت انتقادونه راپارولي دي.

یو شمېر افغانان وايي، په هېواد کې د رسنیو فعالیت له ډېر څه خبر کړي؛ خو دوی دا هم احساسوي چې ډير وخت رسنۍ په وخت او کره معلوماتو رسولو کې پاتې راځي.

د دولسم صنف زده کونکی رفیع الله وايي؛ له روانو حالاتو څخه پوهیږي چې د پردې تر شا ډېر څه دي؛ خو حکومت یې له بیانولو ډډه کوي.

((موږ ټلویزیون ګورو او راډيو اورو هغه معلومات چې دوی یې ژورنالستانو ته ورکوي؛ ممکن موږ هم ترې خبر شو، خو له ډېرو نورو خبرو څخه نه خبریږو: که موږ هم وغواړو نه شو کولای شاید هر څوک ووايي چې ستاسو یې په دې څه؟))

د خالد سمیر په نوم خبریال بیا اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون نه عملي کېدل هغه څه ګڼي چې هم ژورنالستان له خپلو حقونو او هم د ده په وینا خلک له پوهاوی لرې ساتل شوي.

((اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون یواځې لاسلیک شوی او بس؛ موږ وینو چې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی ډير شوی او معلومات په خپل وخت نه دي دا هغه څه دي چې ښيي حکومت قانون پاس کوي خو هغه په عمل کې نه ثابتوي.))

له دې سره افغان حکومت تل ژمنه کړي چې په وخت د معلوماتو خپرولو ته ژمن دي او د دې کار لپاره یې اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون د سم عملي کولو لپاره یو کمیسیون جوړ کړی دی.

په همدې ډول جمهور رییس غني د اختر په دویمه ورځ د رسنیو له کارکونکو سره په کتنه کې ژمنه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به له رسنیو او ژورنالیستانو سره د هېواد د وضعیت او شرایطو د ښه والي په موخه له سانسور پرته یو اساسي بحث پیل کړي.

له دې ټولو سره په افغان حکومت دا انتقادونه او نوي غوښتنې داسې مهال کیږي چې د طالبانو له دورې وروسته په هېواد کې د رسنیو رول؛ د معلوماتو خپرول او د بیان ازادي د افغان حکومت له مهمو لاسته راوړنو څخه یاديږي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG