د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۱

سرور دانش: اداري فساد د اطلاع رسونې په مخ کې لوی خنډ دی


د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال وايي، په ادارو کې د پراخ فساد موجودیت او د افشاء کولو ویره یې اطلاعاتو ته د لاسرسي پروسه له ستونزو سره مخ کړې ده.

سرور دانش چې د شنبې په ورځ یې په سیمه ییزه کچه د اطلاع رسونې د پیاوړي کولو دوهم ملي کنفرانس ته وینا کوله وویل، د اطلاع رسونې په مخ کې د پرتو خنډونو په لرې کېدو سره به د فاسدو کسانو څېرې هم افشاء شي.

نوموړي زیاته کړه:

"په ادارو کې د پراخ فساد موجودیت او له افشاء کولو څخه یې ویره اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې یو خنډ دی چې موږ ټول پدې پوهېږو که چېري اطلاعاتو ته لاسرسی په ځانګړي ډول دولتي اسنادو ته ساده شي ډېر ژر به د فاسدو کسانو څيرې افشا شي، بیا هم په ټينګار سره وایم ترهغې چې موږ خپلې ادارې له فساد څخه پاکې نه کړو، خلک به هم لازمو اطلاعاتو ته لاسرسی پیدا نه کړي."

نوموړي همدارنګه ټينګار وکړ چې د ملي وحدت حکومت ژمن دی ترڅو له فساد سره په هر اړخیزه توګه مبارزه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې یا نی په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې د هېواد ۹۰ فیصده خبریالان معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او حتی د څېړنیزو راپورونو د جوړولو پرمهال له ګواښونو سره مخامخ کېږي.

د افغان خبریالانو مرکز: اطلاعاتو ته نه‌لاسرسی روان وضعیت لا خرابوي

خلوتګر: لا هم افغان خبریالان اطلاعاتو ته لاسرسی نه لري

له هغه وړاندې معلوماتو ته د لاسرسي کمېسیون هم ویلي وو چې د افغانستان په ډېری ادارو کې معلومات محرم ګڼل کېږي او یوازي ځیني خبریالان د خپلو اړیکو او ملګرتیا پر اساس ځينو معلوماتو ته لاسرسی پیدا کوي.

په همدې حال کې د افغانستان د ژورنالېستانو د ملي ټولنې چارواکي وايي، نه یوازې ادارې فساد بلکې یو شمېر نور عوامل هم موجود دي چې اطلاعاتو د لاسرسي په مخ کې له اساسي خنډونو حسابېږي.

د دې ټولنې اجرائیه رئيس فهیم دشتي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

فهیم دشتي
فهیم دشتي

"اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې موږ له څو غټو ستونزو سره مخ یو، له هغې ډلې یو هم د اطلاعاتو کټګوري کول دي تراوسه په افغانستان کې هیڅ څوک په دې نه پوهېږي چې کوم اطلاعات محرم دي او کوم یو هم محرم نه دي، په خواشینۍ سره چې اطلاعاتو د لاسرسي قانون هم خپلې ستونزې لري او د دغو مواردو ترڅنګ پرته له شکه چې ادارې فساد هم یو له مهمو ستونزو څخه دي."

سره له دې چې ولسمشر محمد اشرف غني اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون نېږدې درې کاله مخکې توشېح کړی، خو انتقاد دا دی چې تراوسه هم حکومتي ویاندویان او ډېری ادارې خبریالانو ته پر خپل وخت معلومات نه ‌ورکوي.

د افغانستان جمهوري ریاست هم معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې ځينې ستونزې تائیدوي خو وايي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د پرتو خنډونو د لري کولو لپاره هڅې دوام لري.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG