د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۵

اطلاعاتو ته د لاس‌رسي د تطبیق په هدف یو میاشتنی کمپاین پيل شو


په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاس‌رسي کمېسیون اطلاعاتو ته د لاس‌رسي په نړیواله ورځ د دغه هدف د تطبیق په خاطر یو میاشتینی کمپاین پیل کړ.

اطلاعاتو ته د لاس‌رسي کمېسیون د افغانستان اکثره ادارې خلکو ته د معلوماتو په ورکولو کې ناکامه بللي او په دې اړه یې د پوهاوي د ورکولو یو میاشتنی کمپاین پیل کړ.

د دغه کمېسیون مشر سید اکرام افضلي د چهارشنبې په ورځ اطلاعاتو ته د لاس رسي د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوي غونډې ته په وینا کې د دغه کمپاین هدف خلکو ته اطلاعاتو ته د لاس رسي د حق او قانون په اړه پوهاوی وباله.

سید اکرام افضلي
سید اکرام افضلي

نوموړي زیاته کړه:

"کله چې قانون جوړېږي نو لازمه ده چې په هره اداره کې یې تطبیقي میکانیزم په پام کې ونیول شي او کله چې تطبیقي میکانیزم په پام کې نیول کېږي د دغه میکانیزم د پیاوړتیا او په عمل کې د کار کولو لپاره باید زمینه برابره شي چې له بده مرغه حکومت په دغې برخه کې پاتې راغلی."

ولسمشر غني د ۲۰۱۴ میلادي کال په پای کې اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون توشیح کړ خو انتقادونه دا دي چې د عملي کېدو لپاره یې ادارو مسؤلیت نه دی اخیستی.

افغان حکومت د دغه قانون د سم تطبیق لپاره اطلاعاتو ته د لاس رسي کمېسیون هم جوړ کړی چې تېره میاشت یې د دغه قانون د تطبیق لپاره خپله ستراتیژي هم اعلان کړه.

د دغه کمېسیون موندنې ښيي چې د چارو اداره، د کار او ټولنیزو چارو او د پوهنې وزارتونه د ۲۴ هغو ادارو له ډلې څخه دي دي چې د قانون د تطبیق موارد یې په نظر کې نه دي نیولي.

په همدې ډول کمېسیون د ماليي، کلیو پراختیا او د عامې روغتیا وزارتونه د معلوماتو ورکولو په برخه کې تر ټولو کامیاب وزارتونه وبلل.

په ورته وخت کې د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ بیا اطلاعاتو ته د لاس‌رسي د قانون د تطبیق کچه د اندېښنې وړ بولي او وايي چې خلک لا هم په دې برخه کې د محرومیت احساس کوي.

د دغه بنسټ وروستۍ څېړنه ښيي چې اکثره افغانان د معلوماتو لرلو ته لېواله دي، خو په وړاندې یې پاملرنه نه کېږي.

د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ د څېړنې د برخې مسؤل عزت ادیب وویل.

"دا سروې ښيي چې دلته اعتماد شته ولې په وړاندې یې سرغړاوی زیات دی ۹۵سلنه خلک لېواله دي خو ۴۵سلنه افغانان یوازې اطلاعاتو ته د لاس رسي له قانون څخه خبر دي."

دا اندېښنې په داسې حال کې ښودلې کېږي چې ارګ وايي، د ولسمشر د دویم مرستیال په مشری یوه کمېټه د دغه هدف او د ژونالستانو د خوندیتوب لپاره بنسټیز کارونه کوي چې زیات وخت ته اړتیا لري.

له دې سره د چارو کتونکی احسان الله ځدراڼ په دې باور دی چې که حکومت د قانون په تطبیق کې پاتې ادارې مجازات نه کړي دا وضعیت نه بدلېږي او خلک به همداسې د محرومیت احساس کوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG