د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

افضلي: اطلاعاتو ته د لاس رسي په قانون کې باید تعدیلات راشي


د افغانستان د شفافیت د څار اداره وايي چې تر توشیح مخکې اطلاعاتو ته د لاس رسي په قانون کې باید یو لړمهم تعدیلات راشي.

د دې ادارې مشرد چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، که چېرې په دې قانون کې تغیرات او وضاحت را نه شي نو خبریالان به له ستونزو سره مخامخ شي.

خو د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دې ادارې له غوښتنې سره موافق نه دی او وایې چې دا قانون د ملي شورا له خوا مخکې تصویب شوی او باید ژر توشیح شي.

د افغانستان د شفافیت د څار اداره وايي، چې تر توشیح وړاندې اطلاعاتو ته د لاس رسي په قانون کې باید یو خپلواک کمیسیون رامنځ ته او هغو ادارو ته جریمه وټاکل شي چې خبریالانو ته په وخت معلومات نه ورکوي.

د دې ادارې اجرایوي رییس سید اکرام افضلي د چهار شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې په دې قانون کې راغلي اصطلاحات باید تعریف شي ترڅو ورڅخه ناوړه ګټه پورته نه شي.

نوموړي وویل،ؤ که چېرې اطلاعاتوته د لاس رسي په قانون کې لازم اصلاحات او تعدیلات رانه شي نو د جمهوررییس غنی له خوا به یې توشیح ګټه ونه لري:

″موږ باید دا ونه وایو چې ژرترژره یو قانون ولرو، موږ باید دا ووایو چې ژرترژره یو ښه قانون ولرو، زموږ غوښتني واضع دي، په دې قانون کې باید مستقل کمیسیون په نظر کې ونیول شي، که کومه اداره اطلاعات نه شریکوي پرته له دې چې خلک يې وغواړي، نو هغوي باندې باید جریمه وضع شي، دریمه مسله د هغو کلماتو استفاده ده چې باید ترې واضع تعریف وشي.″

دا په داسې حال کې ده چې د سې شنبې په ورځ د افغانستان له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې یا نۍ له افغان حکومته وغوښتل چې باید د دې قانون په توشیح کې بیړه وکړي.

د دې ادارې مسوولانو وویل چې اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون بشپړ او د ملي شورا له خوا تصویب شوی او باید پرته له ځنډ او نظرپوښتنې د ولسمشر احمدزي له خوا توشیح شي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم په دې قانون کې د تعدیل راوستلو خبره ناسمه او بې وخته بولي اوله ولسمشره غواړي چې ژرباید دا قانون توشیح کړي.

د دې وزارت سلاکار جلال نوراني د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته په دې اړه وویل:

″اوس مهال د تعدیل خبره نه سمه ده او نه هم ممکن ده، اوس چې دا قانون د توشیح انتظار باسي، دا خبره هیڅ امکان نه لري، چې موږ د تغیر خبره وکړو، نو موږ انتظارلرو چې دا قانون ژرترژره توشیح شي.″

په همدې حال کې د ځینو رسنیو مسوولین وایې چې دوی تیره اونۍ له ولسمشراشرف غني احمدزي سره په کتنه کې له هغه غوښتي چې اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون تر هغې توشیح نه کړي چې په اړه یې د خبریالانو نظرونه وانه خیستل شي.

اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون د پخواني جمهور رییس حامد کرزي په دوره کې د ملي شورا له خوا تصویب شوی خو تر اوسه لانه دی توشیح شوی.

په افغانستان د رسنیو ملاتړي ادارې تمه لري چې اطلاعاتو ته د لاس رسي د قانون له توشیح او نافذیدو سره به د رسینو او خبریالانو په کارونو او فعالیتونو کې ښه والی راشي او د هغوی پر وړاندې به تاوتریخوالی تریوه حده را کم شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG