د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۸

نی: په کندز او هلمند کې خلک یوازې ۱۲ساعته اطلاعاتو ته لاس‌رسی لري


په افغانستان کې د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره یا نی وايي چې د حکومتي ادارو سربېره د مخابراتي شبکو مختلو فعالیتونو، خلکو ته پر خپل وخت د معلوماتو رسولو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

د دې ادارې اجرائیوي رئیس مجیب خلوتګر د پنجشنبې په ورځ په کابل کې اطلاعاتو ته د لاس رسي د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوي غونډې ته وویل، په ځينو ولایتونو کې مخابراتي شبکې د محدودو ساعتونو لپاره کار کوي او دې کار معلوماتو ته د خلکو د لاس رسي پر حق ناوړه اغېز کړی دی.

نوموړي په دې برخه کې کندز او هلمند هغه ولایتونه وبلل چې له جدي ستونزو سره مخ دي.

"موږ حتی د مخابراتي شبکو د مختل کېدو شاهدان یو کله چې موږ د مخابراتي شبکو فعالیتونه ونه لرو نو انټرنټ هم کار نه کوي، په خاص ډول په دغو دوه ولایتونو کې خلک یوازې ۱۲ ساعته معلوماتو ته لاس رسی لري."

ښاغلي خلوتګر دا څرګندونې اطلاعلاتو ته د لاس رسي د یو میاشتنی کمپاین د پیل په دویمه ورځ وکړې.

د افغانستان اطلاعلاتو ته د لاس رسي کمېسیون تېره ورځ اطلاعاتو ته د لاس رسي د نړیوالې ورځې په مناسبت د دغه حق او قانون د تطبیق په هدف یو میاشتنی کمپاین پیل کړ.

نی وايي، څېړنې یې ښيي چې په افغانستان کې اکثره فعاله ادارې د اطلاعاتو ورکولو لپاره یا ځانګړي دفترونه نه لري او که لري یې هم فعالیت نه کوي.

دا بنسټ له ۶۹ دولتي بنسټونو سره د خبرو په پایله کې وايي چې ۷۲٪ یې د راتلونکي کال لپاره اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې حتی بودجه په پام کې نه ده نیولې.

د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ دا وضعیت د اندېښنې وړ بللی.

خو د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې حکومت خلکو ته د معلوماتو په ورکولو کې ځان مکلف ګڼي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال ازادي راډيو ته وویل، حکومت د دغه حق لپاره هر اړخیز کار کوي.

دواخان مینه پال
دواخان مینه پال

نوموړي زیاته کړه:

"معلومات د خلکو حق دی او حکومت دې ته ژمن دی چې غیر محرم معلومات خلکو او رسنیو ته ورکړي."

اطلاعاتو ته د لاس رسي کمېسیون بیا وايي چې د چارو د ادرې په شمول ۲۴ دولتي ادارو د تېر کال راهیسې اطلاعاتو ته د لاس رسي د قانون ډېر موارد په پام کې نه دي نیولي او دا کار په ښکاره ډول له قانون سره په ټکر کې دی.

دا بنسټونه وايي، که حکومت د قانون د پلي کېدو لپاره بنسټونه ونه رغوي او خپلو مسؤلیتونو ته متوجې نه شي، په دې برخه کې به بریالیتوب ستونزمن وي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG