د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۸

نی: د ملي وحدت په حکومت کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی


په افغانستان کې له ازادو رسنیو د ملاتړ د ادارې یا نی نوی راپور څرګندوي چې د تېر په پرتله د ملي وحدت په حکومت کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

نی یا په افغانستان کې له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې په دغه راپور کې د ملي وحدت حکومت او د حامد کرزي د مودې پر مهال، د رسنیو د وضعیت او د بیان د ازادۍ په اړه مقایسوي څېړنه کړې ده.

د حامد کرزي د ۱۳ کلنې واکمنۍ پر مهال د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۶۱۰ پېښې او د ملي وحدت حکومت په ۳ کلونو کې ۶۲۰ پېښې له دوی سره ثبت شوې دي.

د دغې ادارې مشر مجیب خلوتګر د دوشنبې په ورځ د یاد راپور د خپرولو پر مهال وویل چې د حامد کرزي د ۱۳ کلنې واکمنۍ پر مهال د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۶۱۰ پېښې او د ملي وحدت حکومت په ۳ کلونو کې ۶۲۰ پېښې له دوی سره ثبت شوې دي.

​نوموړي وویل، له دغو شمېرو په ډاګه کېږي چې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د نی د ادارې مشر مجیب خلوتګر
د نی د ادارې مشر مجیب خلوتګر

ښاغلی خلوتګر وایي:

"زموږ د موندنو پر اساس، وضعیت خراب شوی دی، د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده، محدودیتونه پر رسنیو او د بیان د ازادۍ په ډګر کې ډېر شوي دي، زموږ د څېړنو پر اساس، د حامد کرزي د ۱۳ کلنې واکمنۍ پر مهال د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۶۱۰ پېښې او د ملي وحدت حکومت په ۳ کلونو کې ۶۲۰ پېښې رامنځته شوې دي."

دغه اداره وايي، یاده څېړنه له ۱۳۸۰ لمریز کال څخه پیل شوې وه چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ترسره شوې ده.

د نی ادارې په دغو موندنو کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي عاملین وسله‌وال طالبان، دولتي چارواکي او غیر مسؤله وسله‌والې ډلې ښودل شوې دي.

راپور کې همدارنګه ویل شوي چې د ملي وحدت حکومت پر مهال له ۱۰۰ ډېرې رسنۍ د مالي ستونزو او د دولت له لوري تړل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په نیویارک کې له ژورنالېستانو د ملاتړ ادارې "Committee to Protect Journalists" افغانستان د خبریالانو لپاره د ۲۰ خونړیو هېوادونو په لېست کې شامل کړی دی.

خو د افغانستان جمهوري ریاست د نی دغه راپور بې‌اساسه بولي او وايي چې یاد راپور له لازمو معیارونو برخه‌مند نه‌دی.

د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي
د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي

د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"هغه څه چې نی ادارې د یوه راپور په توګه خپور کړی، له لازمو معیارونو برخه‌مند نه‌دی، د مقایسې په برخه کې موږ له امنیتي پلوه د تېر حکومت په پرتله په جلا شرایطو کې یوو، هغه عملي ګامونه چې اطلاعاتو ته د لاسرسي، همدارنګه د خبریالانو د امنیت او هم د قضیو د څېړلو په برخه کې په تېرو ۳ کلونو کې ترسره شوي دي، په تېرو ۱۴ کلونو کې نه‌دي ترسره شوي."

ښاغلی مرتضوي اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون توشېح، خبریالانو ته د معلوماتو د ورکولو په اړه د ولسمشر غني ځانګړی حکم او یو شمېر نور اقدامات د رسنیو په برخه کې د ملي وحدت حکومت له مهمو اقداماتو یادوي.

په همدې حال کې د کابل د رسنیز مرکز رئیس عزیز احمد تسل وايي، د حکومت له دغو اقداماتو سره سره باید د خبریالانو د روانو ستونزو د هواري لپاره جدي ګامونه واخیستل شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG