د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

د ننګرهار ملي راډیو ټلوېزیون ته د برید په اړه له مخکې خبر ورکړل شوی و


د ننګرهار ملي راډیو تلوېزیون ودانۍ.
د ننګرهار ملي راډیو تلوېزیون ودانۍ.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د ملي راډيو ټلوېزيون پر ودانۍ جګړه د څلور تنو بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېده.

یادو چارواکو د همدې جګړې د پای ته رسېدو وروسته شااوخوا څلور بجې په خبري ناسته کې وويل یوه بریدګر په پيل کې ځان ته چاودنه ورکړې وه او درې نور د امنيتي ځواکونو په مقاومت کې ووژل شول.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، دغې جګړې درې ساعته دوام وکړ چې په پایله کې د ملي راډيو ټلوېزیون څلور تنه کار کوونکي او دوه امنيتي سرتېري وژل شوي او دارنګه اووه امنيتي سرتېري او ۱۷ تنه عام خلک زخميان شوي دي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي.
د ننګرهار ولایتي چارواکي.

نوموړي زیاته کړه:

"څلور واړه بریدګر په دې جګړه کې ووژل شول متأسفانه زموږ د ملي ټلوېزیون څلور کارکوونکي او دوه امنيتي سرتېري هم شهیدان شوي او اووه تنه نور امنيتي سرتېري ټپیان دي."

که څه هم چارواکي وايي چې جګړې درې ساعته دوام وکړ خو تر درې بجو پورې د ټلوېزیون په ودانۍ کې ډزې روانې وې او د دې ادارې ځيني کارکوونکي د جګړې په پيل کې پر شاتنۍ دروازې وتلي وو خو څلور تنه د جګړې تر پایه په خپلو اطاقونو کې بند پاتې وو.

ننګرهار ملي راډيو تلوېزیون ودانۍ.
ننګرهار ملي راډيو تلوېزیون ودانۍ.

دغه کارکوونکي چې د امنيتي ځواکونو په مرسته له ودانۍ روغ راوويستل شول د خپلو سترګو ليدلی حال‌يې داسې بیان کړ:

ه نور پوه نه‌شوم دا غړز غړوز چې وشو زه هم اطاق نه ونه‌وتم خو دومره خبر شوم چې زما کشری زوی هم لګېدلی دی. اول سرکې دوه کسان راغلل چې دا ما په خپله ولیدل کلاشینکوف ورسره وو دا چې دوی پسې نور څومره وسله‌وال و موږ ونه‌لیدل."

په دې جګړه کې د ننګرهار د ولایتي شورا وکيل ذبیح‌الله زمري هم برخه لرله نوموړي وويل دوی تل خپلو امنيتي سرتېرو سره اوږه پر اوږه جنګېږی.

د ننګرهار ولایتي شورا غړی ذبیح الله زمری.
د ننګرهار ولایتي شورا غړی ذبیح الله زمری.

ښاغلي زمري وویل:

"دا زموږ دنده ده چې د خپلو سرتېرو سره اوږه پر اوږه وجنګېږو او د خپلو ځواکونو مرال لوړ کړو."

د ټلوېزیون کارکوونکي وايي، دوی ته امنيتي ځواکونو له وړاندې نه راپور هم ورکړی وو چې پر دوی د برید پلان دی، خو په خبره‌يې بیا هم ورته جدي تدابير نه‌وو نیول شوي.

ده زیاته کړه:

"زه د ټلوېزیون د تخنیک مدير یم موږ ته دوه ورځې مخکې مکتوب راغلی و چې ستاسې پر دفتر د برید پلان دی، خو له بده مرغه زموږ چارواکي خپل تصویر ته خوشحاله دي چې خپرېږي خو بیا امنيتي تدابير نه‌شي نیولی دوی باید جدي تدابير نیولي وی."

د ننګرهار ولایتي چارواکي دا مني چې دوی ته د ملي راډیو ټلوېزیون او یو شمېر نورو ادارو په اړه راپورونه رسېدلي وو چې داعش وسله‌وال پر یادو ځایونو د برید پلان لري او په همدې خاطر يې د ښار په څلورو واړو دروازو کې جدي تدابير نیولي وو.

د یاد برید مسؤلیت داعش ډلې په غاړه اخیستی.

راپور: شاه‌محمود شینواری

XS
SM
MD
LG