د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

پر شمشاد ټلوېزیون له حملې وروسته نوموړې رسنۍ خپلې خپرونې بیا پیل کړې


شمشاد خصوصي ټلوېزیون د حملې د پای ته رسېدو خبر ورکړ.

د شمشاد خصوصي ټلوېزیون د وسله‌والو حمله کوونکو تر برید لاندې راغلی و چې شېبه مخکې د نوموړي ټلوېزیون نشرات بېرته پیل شول او اعلان‌یې وکړ چې پر نوموړې رسنۍ حمله پای ته رسېدلې.

په ورته وخت کې د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنايي څېړنو مشر سالم الماس له غرمې وروسته شااوخوا یوه نیمه بجه ازادي راډیو ته وویل چې لاهم د نوموړې رسنۍ د ودانۍ د تصفيې عملیات روان دي.

د ده په خبره په دې پېښه کې امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې ۲۳ ماشومان د دې ټلوېزیون له وړکتونه وژغوري.

د نوموړي په وینا امنیتي ځواکونو شېبه مخکې ۱۲ تنه نارینه او ۶ مېرمنې (د شمشاد ټلوېزیون کارکوونکي) چې په ودانۍ کې ایسار وو، ژغورلي دي.

د دې پېښې مسؤلیت د داعش وسله‌والې ډلې منلی دی.

  • پخواني معلومات

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال رسنیو ته وویل چې پر شمشاد خصوصي رسنۍ وسله‌واله حمله پای ته رسېدلې.

بل‌خوا ​د شمشاد خصوصي ټلوېزیون د خبر مدیر عابد احساس رسنیو ته ویلي چې په دې پېښه کې دوه تنه وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان دي.

  • پخواني معلومات

د شمشاد خصوصي ټلوېزیون د خبر مدیر عابد احساس رسنیو ته ویلي چې په دې پېښه کې دوه تنه وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان دي.

په ورته وخت کې د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنايي څېړنو مشر سالم الماس وویل چې د شمشاد ټلوېزیون ۹۰ تنه همکاران ژغورل شوي دي.

  • پخواني معلومات

د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنايي څېړنو مشر سالم الماس وايي، د شمشاد ټلوېزیون زیاتې برخې تصفیه شوې ده.

ښاغلي الماس ازادي راډيو ته وویل چې یوه انتحاري حمله کوونکي ځان پورې تړل شویو چاودېدونکو موادو ته چاودنه ورکړې ده او یو بل حمله کوونکی چې ګمان کېږي ژوندی دی افغان ځواکونه‌یې د له‌منځه وړلو هڅه کوي.

هغه وویل چې د شمشاد ټلوېزیون ۹۰ تنه همکاران ژغورل شوي دي.

اوس‌مهال په سیمه کې ډزې بندې شوې دي.

بل‌خوا د افغانستان د ازادو رسنیو نه د ملاتړ ادارې یا د نی مشر صدیق‌الله توحیدي پر شمشاد ټلوېزیون حمله جنګي جنایت ګڼي وايي، وسله‌والې ډلې په دا شان حملو سره یوازې د خلکو کرکه خپلولی شي.

نوموړی ټینګار کوي چې پر رسنیو حمله پر ملکي او بې‌طرفو کسانو حمله ده او په کار ده چې خبریالان او رسنۍ د ښکېلو غاړو له جګړو او هدف ګرځونې خوندي وي.

له ښاغلي توحیدي سره د اجمل تورمان مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:55 0:00
مستقیم لېنک
  • پخواني معلومات

د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو د څېړنې مشر سالم الماس وايي، د شمشاد تلوېزیون پر ودانۍ د وسله والو حمله کوونکو د له منځه وړلو عملیات پیل شوي دي.

ښاغلي الماس چې د پېښې له ځای څخه یې د ازادي راډیو له خبریال نصرت پارسا سره خبرې کولې وویل چې د وسله وال شمېر دوه یا درې تنه دی چې افغان ځواکونو یې په وړاندې جدي عملیات پيل کړي دي.

د نوموړي په خبره چې حمله کوونکو لومړی د شمشاد تلوېزیون په دروازه کې دوه امنیتي ساتونکي وژلي او وروسته تلوېزیون ته داخل شوي دي.

ښاغلي الماس وویل:

"موږ د حملې د مهار کولو په حالت کې یو،حمله کوونکي په داخل کې دي، او زموږ سرتېري هم داخل شوي دي."

بلخوا د عامې ورغتیا وزارت دعامه اړیکو مسؤل محمد اسماعیل کاووسي ازادي راډیو ته وویل چې تر دامهاله د پېښې له ځای څخه یو تن زخمي روغتون انتقال شوی دی.

هغه وویل دا چې په سیمه کې نښته روانه ده نو کابل امبولانسونه د پېښې ځای ته په رسېدلو نه دي توانېدلي.

نوموړي زیاته کړه چې تر دامهاله په دغه حمله کې د شمشاد تلوېزیون دوه امنیتي ساتونکي وژل شوي او د نورې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر سرپرست نجیب دانش وايي چې د لومړنیو معلوماتو پر اساس د دغه تلوېزیون ټول کارکوونکي د پېښې له ځایه وتلي دي.

وسله والو طالبانو په دغه حمله کې خپل لاس لرل رد کري دي.

خو بلې وسله والې ډلې هم تر دامهاله د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

  • پخواني معلومات

په کابل کې د جنايي څېړنو د ریاست چارواکي ازادي راډیو ته دا تائیدوي چې وسله‌والو کسان د شمشاد خصوصي ټلوېزیون پر ودانۍ حمله کړې او ودانۍ ته وردننه شوي دي.

په دې اړه نور جرئیات وروسته ....

XS
SM
MD
LG