د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

"نی": ۶۰ سلنه خبریالان د دوی په اړه د تاوتریخوالي د دوسیو څېړل نه‌غواړي


د "نی" یا د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یوه سروې ښيي چې ۶۰ فیصده خبریالان د دوی په اړه د تاوتریخوالي د دوسیو څېړل نه‌غواړي.

د حکومت له دغه تصمیم وروسته چې د خبریالانو پر وړاندې دې د تاوتریخوالي قضیې وڅېړل شي، ځیني خبریالان حاضر نه‎دي چې دغه کار وشي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا "نی" وايي، د دوی یوه ارزونه ښيي چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د دوسیو له څېړنو وروسته خبریالان له ډېر ګواښونو سره مخ شوي او اوس په ۱۰۰ کې ۶۰ نه‌غواړي چې د دغو دوسیو د څېړلو له امله، له نورو سرخوږیو سره مخ شي.

د نی اجرائیه رئیس مجیب خلوتګر
د نی اجرائیه رئیس مجیب خلوتګر

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې اجرائیه رئیس مجیب خلوتګر وايي:

"په دې ورځو کې موږ شاهدان یو چې خبریالان د کابل ښار زړه کې د ناپېژاندو کسانو له‎خوا وهل او ټکول کېږي. له حکومته غواړو چې لږ تر لږه د خبریالانو د امنیت او خوندیتوب لپاره، زموږ له اړتیاوو سره سم، تضمین ورکړي."

د روان لمریز کال د وږې په میاشت کې چې حکومت د رسنیو د ملاتړو بنسټونو د اوږدې مودې ټینګار وروسته، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د دوسیو د څېړلو اقدام وکړ، دغو بنسټونو وستایه او ويې‌ویل چې د دغه کال له پیله د سنبلې تر میاشتې پورې حکومت له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۱۷۰ دوسیې څېړلې دي.

خلک: خبریالان واقعیتونه وايي امنیت یې باید خوندي شي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:15 0:00

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړې ادارې یا "نی" ویلي و چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په دوسیو کې وسله‎وال طالبان، ځیني سیمه‎ییز چارواکي، د حکومت یو شمېر کارکوونکي، ځیني امنیتي مسؤلین او د ولسي جرګې ځیني غړي شامل دي.

ښاغلی خلوتګر وایي، دا چې خبریالان د ځانونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د عاملینو له وېرې، د خپلو دوسیو له څېړلو په شا شوي، دغه کار د خبریالانو پر ټولو ملاتړو بنسټونو سیوری کړی دی.

د ازادو رسنیو ملاتړې ادارې یا "نی" په خپلو ارزونو کې موندلې چې ۵۶ فیصده خبریالان، پر قضايي ارګانونو د بې‌باورۍ له امله، د خپلو قضیو له څېړلو په شا شوي، خو ۴۴ فیصده‌یې غواړي چې د دوی پر وړاندې دې د تاوتریخوالي قضیې وڅېړل شي.

دغه اداره له حکومته غواړي چې د خبریالانو خوندیتوب دې تضمین کړي چې دوی دا ډول دوسیې له خپله اړخه وڅېړي.

د جمهور رئيس د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال
د جمهور رئيس د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال

د افغانستان د جمهور رئيس د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال په دې اړه وايي:

"د افغانستان حکومت د ولسمشر د دوهم مرستیال استاد دانش په مشرۍ د رسنیو او خبریالانو د خوندیتوب لپاره یوه کمېټه جوړه کړې چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ټولې قضیې په‌کې تعقیبېږي او د دوی خوندیتوب ته بشپړه پاملرنه کېږي."

په ورته وخت کې د افغان خبریالانو له ډلې فواد نصیري وايي، که د حکومت له‎خوا د دوی خوندیتوب تضمین نه‌شي او هغوی چې اوس هم خبریالان ګواښي، محاکمه نه‎شي، دغه تاوتریخوالی به دود او د بیان ازادي به زندۍ شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG