د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

په خوست او لوګر کې هم خبریالانو پر شمشاد تلویزیون برید وغانده


د چهارشنبې ورځې ناوخته په خوست او لوګر ولایتونو کې د بېلابېلو رسنیو استازو او یو شمېر خبریالانو د شمشاد پر تلویزیون وسله‎وال برید وغانده او هغه يې د ټولو اسلامي او بشري اصولو خلاف عمل وباله.

د دواړو غونډو ویناوالو وویل، هېڅوک نه‎شي کولای په افغانستان کې د دا ډول بریدونو په واسطه رسنۍ وبیروي او یايې د ولس د فکرونو له روښانولو او د واقعیتونو له انعکاسه راوګرځوي.

په خوست کې د یو شمېر سیمه ییزو، ملي او نړیوالو رسنیو د خبریالانو په ګډون هغه غونډه چې د خپلواکو ژورنالیستانو د ټولنې او د غرغښت د سیمه‎ییز تلوېزیون په بلنه جوړه شوې وه، ویناوالو وویل چې پر شمشاد تلویزیون د وسله‎والو برید رسنۍ یو موټي کړي او د ټولنې د واقعیتونو په انعکاس کې د دوی هوډ نور هم پیاوړی شوی دی.

ویناوالو پر شمشاد وسله‎وال برید د ټولو منل شویو دیني او بشري ارزښتنون خلاف عمل وباله او له افغان حکومته يې وغوښتل چې د خبریالانو او رسنیو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.

ازاد ژورنالېست طالب منګل ازادي راډیو ته د یادې ناستې د هدف په اړه وویل چې دوی د شمشاد پر تلوېزیون برید وغانده، همدارنګه په دې ناسته کې خبریالانو شمشاد سره یووالی په ډاګه کړ او له هر ډول ویرې پرته د خپلو رسنیزو فعالیتونو پر دوام يې ټیګار وکړ.

ازاد ژورنالېست طالب منګل
ازاد ژورنالېست طالب منګل

د چنار د سیمه‎ییزې راډیو د امتیاز خاوند محمدغفور مهیدي وايي چې د شمشاد پر تلویزیون برید د ټولو منل شویو ارزښتونو خلاف یو عمل وو او دا ډول بریدونه خبریالان سره یو موټی کوي او دوی خپل مسلک ته لا ژمن ګرځي.

په خوست کې د غرغښت تلویزیون مشر سخي سرور میاخېل وايي چې دا ډول بریدونه نشي کولای رسنۍ د ولس د خبرونې او د واقعیتونو د انعکاس څخه راوګرځوي، بلکې رسنۍ به لا نورې خپل مسوولیت ته متوجه کېږي او له دې لارې به د خپل ولس خدمت ته دوام ورکوي.

بل لور ته په خوست کې د شمشاد تلوېزیون خبریال رحیم‎ګل نایل د یاد ولایت د رسنیو او خبریالانو له خواخوږي او ملاتړه مننه وکړه او ويې ویل چې له شمشاده د رسنیو ملاتړ او د هغوی له کارکوونکو سره د دوی خواخوږي دا په ډاګه کوي چې ټولې رسنۍ د یوې کورنۍ د غړو په شان دي.

ده وویل، افغاني رسنۍ او خبریالان د خلکو د فکرونو د روښانولو په لاره کې دا ډول نورو قربانیو ته هم تیار دي.

د شمشاد تلوېزیون خبریال رحیم‎ګل نایل
د شمشاد تلوېزیون خبریال رحیم‎ګل نایل

ښاغلي نایل زیاته کړه:

"رسنۍ ټول یو وجود دي، رسنۍ د ټول یو هدف لپاره کار کوي هغه دا چې د ولس اذهان تنویر او روښانه شي، د شمشاد سره د رسنیو او خبریالانو خواخوږي په دې معنی ده چې دوی یو وجود دي او هېڅوک يې له خپلو موخو نشي راګرځولای، خپلو ولسونو ته د مثبت فکر ورکولو لپاره به دا ډول قربانیو ته تیار وو."

بل خوا په لوګر کې هم یو شمېر خبریالانو په یوه ناسته کې پر شمشاد تلویزیون برید غندلی او او ویلي دي چې د یاد تلویزیون ټولې خپرونې د افغاني کلتور او فرهنګ سره برابرې او په نشراتو کې يې د افغانستان ملي ګټې په پام کې نیولي دي.

په لوګر کې یو تن ازاد خبریال حکمت الله واقد وايي:

"شمشاد له هغه تلویزیونو څخه دی چې خپرونې يې د افغانستان د ملي ګټو او کلتوري ارزښتونو سره برابرې دي، موږ پر شمشاد برید په کلکو ټکو غندو او باوري یو چې شمشاد به له دې برید وروسته لا کاري روحیه واخلي او په خپلو خپرونو کې به نور نووښتونه هم راولي."

په لوګر کې پر شمشاد تلویزیون د برید د غندلو غونډه چې د خپلواکو خبریالانو ټولنې وربللې وه، له افغان حکومته يې غوښتي چې د رسنیو او خبریالانو د ژوند د خوندي کولو لازم اقدامات سرته ورسوي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG