د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

د خبریالانو مرکز: افغان حکومت د "م.م" د یوې قطعنامې ملاتړ نه‌دی کړی


د افغان خبريالانو مرکز وايي، افغان حکومت په هېواد کې د بیان د ازادۍ او د خبریالانو د امنيت په برخه کې د ملګرو ملتونو د هغې قطعنامې ملاتړ نه‎دی کړی چې د خبريالانو پر وړاندې له جرایمو څخه معافیت ته د پای ټکی ايښودو په اړه دی.

دغه مرکز د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۲» يوه اعلاميه خپره کړې ده.

په دې اعلاميه کې راغلي چې په افغانستان کې له ۱۳۷۳ هجري لمریز کال څخه تر ۱۳۹۶ لمريز کال پورې ۷۳ خبريالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي چې ۱۴ يې ښځې دي او پر دې سربېره دوه افغان خبریالان په پاکستان کې وژل شوي دي.

د خبريالانو د ژغورنې کمېټې هم د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۲» یوه کلنۍ سروې خپره کړې او په ټوله نړۍ کې يې د خبریالانو اړوند ورته اندېښنې څرګندې کړي دي.

نيويارک مېشتې د خبریالانو د ژغورنې کمېټې ويلي چې د کلنۍ سروې له مخې يې په نړۍ کې ۲۶۲ خبريالان له خپلې دندې سره په تړاو په زندان کې دي.

د دې سروې له مخې په ۲۰۱۶ میلادي ميلادي کال کې ۲۵۹ خبريالان په زندنانونو کې وو.

دا سروې يوازې هغه خبریالان يادوي چې د حکومتونو له‎خوا د ډېسمبر تر لومړۍ نېټې نيول شوي، هغوی نه يادوي چې د کال په اوږدو کې نیول شوي او خوشې شوي او يا هم د غير دولتي کسانو له‎خوا نیول شوي او یا ورک شوي دي.

دا سروې وايي چې تر نيمايي زیات نيول شوي خبریالان په ترکیه، چین او مصر کې بنديان دي او په دغو هېوادونو کې د ټولو بنديانو شمېر ۱۳۴ دی.

اذربايجان کې۱۰ خبريالان بنديان دي.

د خبريالانو د ژغورنې کمېټې سروې وايي چې امریکا او نور لويديځ هېوادونه پر دغو درېيو هېوادونو په فشار راوړلو کې پاتې راغلی دی چې د رسنیو د ازادۍ په برخه کې وضعیت تغير کړي.

دغه سروې يادونه کوي چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په ترکيه کې د کودتا د هڅو تر ناکامه کېدو وروسته د رسنيو ځپنه زیاته شوې ده او له همدې کبله په دې هېواد کې د نړۍ تر ټولو زیات شمېر خبریالان چې ۷۳ کسان دي، د دوهم کال لپاره په زندان کې دي.

د خبریالانو په زنداني کوونکو هېوادونو کې اذربايجان هم شامل دی چې ۱۰ خبريالان يې بندي کړي دي.

د سروې له مخې همدا راز په پاکستان او قزاقستان کې دوه او په ايران او روسیه کې پنځه خبريالان او په ازبکستان کې څلور خبریالان بنديان دي.

XS
SM
MD
LG