د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

پر شمشاد خصوصي ټلوېزیون د وسله‌والې حملې په اړه غبرګونونه


د شمشاد خصوصي ټلوېزیون د وسله‎والو حمله کوونکو له حملې څو ساعته وروسته بېرته خپرونې پیل کړې.

د شمشاد ټلوېزیون مسؤلانو لا تر اوسه د دې حملې د مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات نه‎دي ورکړي.

خو د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنایي تحقیقاتو رئیس سالم الماس ازادي راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې د شمشاد ټلوېزیون یو ساتونکی وژل شوی دی.

ښاغلی الماس وایي چې حمله کوونکي دوه تنه وو چې د افغان امنیتي ځواکونو یونیفورم‌یې اغوستی وو.

دی وايي:

"د شمشاد ټلوېزیون یو ساتونکی یې شهید کړی او ودانۍ ته ننوتي. د ټلوېزیون ساتونکي دوی سره نښتي او یو حمله کوونکی یې وژلی دی. بل حمله کوونکی ودانۍ ته ننوتی چې وروسته د امنیتي ځواکونو له‌خوا ووژل شو."

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح ویلي چې پر شمشاد ټلوېزیون حمله کې درې تنه وژل شوي او ۲۱ تنه ټپیان شوي دي.

د طلوع ټلوېزیون د کارکوونکو پر موټر هم انتحاري حمله شوې وه چې څه باندې ۲۰ تنو ته په‎کې مرګ ژوبله اوښتې.

د شمشاد د خبر د څانګې یوه مسؤل منیر احمد نوري ویلي، د دې ټلوېزیون یو شمېر کارکوونکي چې څو ساعته د شمشاد ټلوېزیون په ودانۍ کې ګېر پاتې وو، ژغورل شوي دي.

کابل کې د شمشاد پر تلویزون وسله واله حمله
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:23 0:00

پر شمشاد ټلوېزیون نن سې شنبه «۱۳۹۶ کال د لړم ۱۶» له غرمې مخکې وسله‎والو مخالفینو حمله وکړه، دا لومړنی خصوصي ټلوېزیون دی چې په کابل کې یې پر دفتر وسله‎واله حمله کېږي.

تېر کال په کابل ښار کې د طلوع ټلوېزیون د کارکوونکو پر موټر هم انتحاري حمله شوې وه چې څه باندې ۲۰ تنو ته په‎کې مرګ ژوبله اوښتې وه.

د شمشاد خصوصي ټلوېزیون د خبر د څانګې مدیر عابد احساس رسنیو ته ویلي چې د شمشاد ډېر شمېر خبریالان او کارکوونکي د ښیښو د ماتېدو له امله ټپیان شوي دي.

د دې حملې مسؤلیت داعش یا د اسلامي دولت نومې ډلې منلی دی.

پر شمشاد خصوصي ټلوېزیون د وسله‎والو مخالفینو حملې د رسنیزو او دولتي ارګانونو غبرګون هم راپارولی دی.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار
د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار د دې جرګې په نننۍ غونډه کې په دې اړه وویل:

"پر شمشاد ټلوېزیون حمله چې یوه رسنۍ ده او د خلکو غږ دی په ټینګه محکوموو، دا د خلکو پر حنجرې، د بیان پر ازادۍ او پر ملکي وګړو حمله ده. دا یو جنګي او بشري جنایت دی او دا د افغانستان د خلکو پر وړاندې د نه‌بخښلو وړ جنایت دی."

د افغانستان جمهوري ریاست هم دا حمله سخته غندلې ده، د جمهوري ریاست له‎خوا په خپره شوې اعلامیه کې په دې اړه راغلي چې د افغانستان دښمنان په دې ډول حملو نه‎شي کولای د بیان د ازادۍ مخه ونیسي او د خبریالانو روحیه کمزورې کړي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني څرګنده کړې چې د رسنیو او خبریالانو د امنیت د خوندي کولو لپاره به جدي تدابیر ونیول شي.

په عین حال کی د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ او امنسټي انټرنشنل یا د عفوې نړیوال سازمان هم پر شمشاد خصوصي ټلوېزیون وسله‎واله حمله غندلې ده.

راپور: نسیم شفق

XS
SM
MD
LG