د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۶:۵۶

د بلوچستان «جل مګسي» کې ځانوژونکي برید ۲۰ تنه وژلي


د بلوچستان په «جل مګسي» کې د یوه صوفي پر مزار ځانوژونکی برید شوی چې شل تنه یې وژلي او شااوخوا دېرش تنه یې ټپیان کړي دي.

جل مګسي د بلوچستان په جنوب ختیځ کې د شااوخوا درې نیم سوه کېلومتره په فاصله پرته سیمه ده.

پرون د پنجشنبې په ماځیګر د دې سیمې په فتح پور سیمه کې د یوه صوفي پیر رکیل شاه پر مزار سلګونه کسان را غونډ شوي وو چې ناببره د مزار په دروازه کې یوه زوروره چاودنه وشوه او لسګونو کسان یې مړه او ژوبل کړل

د جل مګسي مرستیال کمېشنر اسد کاکړ رسنیو ته وویل چې د مزار په لویه دروازه کې پولیس عسکر د امنیت ساتلو لپاره ولاړ وو او په دې مهال یو مشکوک تن- چې مزار ته د ننوتلو هڅه یې کوله- یوه پولیس افسر د تالاشۍ لپاره و دراوه چې په همدې وخت یوه زوروره چاودنه وشوه.

د جل مګسي د مرکز ګنداوا د روغتیا مسئوله ډاکټره رخسانه مګسۍ وايي، تېر ماښام په چاودنه کې د پنځلسو وژل شویو کسانو جسدونه د مرکز روغتون ته وروړل شوي وو او شااوخوا دېرش تنه ټپیان وو، خو اوس د مړیو شمېر شل تنو ته رسېدلی چې یو پولیس افسر او درې ماشومان هم پکې شامل دي.

تر دامهاله د حملې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
تر دامهاله د حملې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

مګسۍ وايي، د چاودنې شااوخوا شل تنه ټپیان- چې د ځینو حالت مرګونی بلل شوی- د سید لاړکانې او د بلوچستان مرکز کوټې ته وړل شوي دي.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر سرفراز بګټی وایي، دا یو ځانوژونکی برید وو.

وایي د چاودنې له ځایه یې داسې شواهد تر لاسه کړي چې یو تن د مزار په دروازه کې په ځان پورې تړلي چاودېدونکي مواد چاودلي دي، خو د ځانوژونکي د هویت په اړه یې څه نه ونه ویل.

بګټی وایي، که ځانوژونکی مزار ته ننوتی وای، نو د چاودنې تلفات به تر دې څو چنده زیات وای.

له سیمې د تر لاسه شویو مالوماتو په اساس، د پیر سید رکیل شاه په دې مزار کې په کال کې یو لوی عرس جوړېږي او په میاشت کې دوه ځله خلک د مرادونو د غوښتنو لپاره ورباندې را ټولېږي.

د چاودنې مسئولیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی، خو په دې وروستیو کې چې په پاکستان کې د صوفیانو پر مزارونو کوم تروریستي بریدونه شوي، مسئولیت یې اکثر داعش وسله والې ډلې منلی دی.

د صوفیانو پر مزارونو دا دویم برید دی چې په روال کال کې کېږي.

په تېره فبرورۍ میاشت کې ږهم د سیند ایالت په سېوڼ شریف کې د لال شهباز قلندر پر مزار خونړی برید شوی وو چې شاخوا اتیا تنه پکې وژل شوي وو.

په سېوڼ کې پر لعل شهباز قلندر زیارت کې انتحاري حملې لسګونه کسان ووژل.
په سېوڼ کې پر لعل شهباز قلندر زیارت کې انتحاري حملې لسګونه کسان ووژل.

د یادونې وړ ده چې د پیر رکیل شاه پر همدې مزار په ۲۰۰۵مېلادي کال کې هم چاودنه شوې وه چې شااوخوا څلوېښت کسان پکې وژل شوي او تر پینځوسو زیات پکې ټپیان شوی وو.

رپوټ: بارکوال میاخېل

XS
SM
MD
LG