د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۱

واشنګټن پوسټ: د سیند ایالت حمله هېڅ د زغم وړ نه ده


یو شمېر معتبره لوېدیځو ورځپاڼو او خپرونو د پاکستان په سند ایالت کې د وروستۍ خونړۍ حملې او د دې پېښې د پایلو په اړه مطالب لیکلي دي.

د پنجشنبې په ماښام د سيند ايالت د کراچۍ ښار شمال ختيځ لور ته په ۳۰۰ کېلو مټرۍ کې د مشهور صوفي لعل شهباز قلندر په مزار کې دننه زوروره چاودنه چې انتحاري حمله وه څه باندې اتیا کسان ووژل.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې لیکلي چې د پنجشنبې شپې خونړۍ چاودنه په تېره یوه اوونۍ کې په پاکستان کې ډېر خلک ووژل او له هغې مخکې په کوټې او لاهور ښار کې هم مرګونې حملې وشوې.

د ورځپانې په لیکنه پاکستان په سند ایالت کې تر حملې وروسته د هغه څه لپاره چې امنیتي دلایل یې بولي له افغانستان سره په پوله د تګ راتګ لارې تړلې دي.

وال سټريټ ژورنال دا هم لیکلي چې که څه هم په تېرو درېیو کلونو کې په پاکستان کې حملې کمې شوي او امنیت نسبتاً ښه دی خو بیا هم پاکستاني چارواکي ټینګار کوي چې د ترهګرۍ پر ضد عملیات مخته وړي.

د وال سټریټ ژورنال په خبره پاکستاني چارواکو ویلي د وروستۍ حملې غچ به اخلي.

واشنګټن پوسټ:

واشنګتن پوسټ ورځپاڼې د دې حملې په اړه ویلي چې د پنجشنبې په شپه په سند ایالت کې دا حمله هېڅ د زغم وړ نه ده.

ورځپاڼې همداراز درې میاشتې مخکې د بلوچستان ایالت په یوې بلې خانقا باندې حمله هم یاده کړې چې ۴۵ تنه پکې ووژل شول او تر سلو ډېر ټپیان شول.

له دې مخکې د صوفي مکتب یو سندر غاړی امجدصابري په کراچۍ ښار کې په ډزو وژل شوی و.

خو له دې ټولو سره سره په لال شهباز قلندر خانقا کې چې ۶۵۰ کاله تاریخي زیارت دی وروستۍ حمله تر ټولو خونړۍ بلل شوې ده.

سټراسفور:

د سټراسفور انټرنیټي خپرونې د افغانستان د سولې په هڅو تمرکز کړی دی.

دې خپرونې لیکلي چې د افغان حکومت له لوري تېر کال د سولې د خبرو هڅې وشوې خو ډېر لږ پرمختګ یې وکړ.

سټراسفور په ادامه کې لیکلي چې د افغان حکومت له هڅو سره سره بیا هم وسله والو طالبانو په ټول افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.

خو سټراسفور وايي، د افغان حکومت د سولې هڅې بلآخره د ګلبدین حکمتیار شل کلن تبعید ختم کړ او هغه په مارچ میاشت کې کابل ته راځي.

د دې لیکنې له مخې که څه هم له ګلبدین حکمتیار سره د سولې خبرو ډېر مخالفین هم پیدا کړي دي خو دا سوله کولای شي له طالبانو سره د سولې تړلې لارې هم پرانیزي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG