د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۹:۳۶

افغانستان غواړي پاکستان د ترورېزم ضد وروستۍ طرحې په اړه عملي اقدام وکړي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ترورېزم پر وړاندې د اسلام‌اباد د ګډې مبارزې د طرحې هرکلی کوي.

د بهرنیو چارو وزارت د سرتاج عزیز د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وايي چې که پاکستان رښتیا هم د ترورېزم پر وړاندې مبارزې ته لېواله وي باید د خبرو تر څنګ چټک عملي اقدامات هم پیل کړي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال خیرالله ازاد د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دواړو هېوادونو تر منځ پر تبادله شویو لېستونو د افغانستان موقف دا دی چې که پاکستان عملي همکاریو ته چمتو وي افغانستان هم خبرو او مرستو ته چمتو دی.

هغه وویل افغانستان په وروستیو کې پاکستان ته دا پیغام رسولی خو هغه د پاکستان د ځانګړي طرحې په اړه څه ونه‌ویل.

خیرالله ازاد.
خیرالله ازاد.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان ټينګار پر دې دی چې د خبرو پر ځای د عمل غوښتنه کوو، که پاکستان په رښتیا په سیمه کې د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې ژمنتیا لري باید عملي ګامونه واخلي او که لا څه ویل غواړي یا د ترورېزم پر وړاندې ګډه مبارزه وي باید دا مبارزه ګډه او همغږې وي."

ښاغلی ازاد وايي، د دې لپاره چې دا خبرې او اخیستونکي ګامونه لازمې نتیجې ولري ښه ده چې یو درېیم هېواد د کابل او اسلام‌اباد پر کړنو څارنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز په خپلو تازه څرګندونو کې ترورېزم د کابل او اسلام‌اباد لپاره ګډ ګواښ بللی ویلي یې دي چې د دغه ګواښ پر وړاندې د کابل سره پر ګډو هڅو خبرې کوي.

هغه هیله ښودلې چې په دې برخه کې به دواړه لوري یوې موافقې ته ورسېږي.

دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې په دې وروستیو کې پاکستان هم د پرله‌پسې څو حملو شاهد و او اوس بیا د هغه هېواد څخه د افغانستان په سرحدي ولایتونو د راکټونو بریدونه کېږي.

سېند کې د لعل شهباز قلندر زیارت تر برید وروسته.
سېند کې د لعل شهباز قلندر زیارت تر برید وروسته.

له دې سره د سیاسي چارو کارپوهان وايي چې پاکستان د تېرو ۱۵ کالونو راهیسې ورته ډېرې ژمنې کړي خو تر اوسه‌یې هېڅ یوه نه‌ده عملي کړې.

میاګل خالد ازادي راډيو ته وویل پاکستان ازمویل شوې نسخه ده او افغانان پرې اسانه باور نه‌کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"د هغوی پر ژمنو او خبرو موږ چندانې باور نه‌لرو، ښه دا ده چې که دوی دا خبرې کوي چې موږ په پاکستان کې ترورېزم نه‌منو باید اول شرایط ومني هغه دا چې په خپل هېواد کې دې د ترورېستانو ځالې او نظامي مرکزونه له‌منځه یوسي یعنې ژمنه باید داسې وي چې عملي بڼه ولري چې زموږ ډاډ هم حاصل وي له هغې پرته د ازمایل شوي بیا ازمایل غلط کار دی."

ښاغلی خالد وايي، چې که پاکستان رښتیا غواړي د ترورېزم پر وړاندې اقدمات تر سره کړي باید په خپل هېواد کې د ترورېزم ځالې ورانې او د افغان حکومت د مخالفینو له ملاتړه لاس واخلي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG