د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۱

مستغني:د افغانستان خاوره د هېڅ چا پرضد نه ده کارول شوې


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د صدراعظم د هغه ادعا په غبرګون کې چې ګواکې د افغانستان خاوره یې پرضد کارول کېږي وايي، افغان حکومت هېڅکله اجازه نه ده ورکړې چې خاوره یې د نورو پرضد وکارول شي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغان حکومت اماده دی چې د کابل او اسلام اباد د ګډو اندېښنو په اړه اقدام وکړي.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان خاوره د هېڅ چا پرضد نه ده کارول شوې او افغان ځواکونه له توپیر پرته له ترهګرو سره مبارزه کوي.

مستغني: موږ له توپیر پرته د تروریستانو په وړاندې مبارزه کوو.
مستغني: موږ له توپیر پرته د تروریستانو په وړاندې مبارزه کوو.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه له توپیر پرته له ټولو ترهګرو ډلو سره قاطع، جدي او عملي مبارزې ته ادامه ورکوي او هېڅ یوې ترهګرې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د کوم ګاونډي هېواد پر ضد استفاده وکړي."

د پاکستان صدراعظم نوازشریف د پنجشنبې په ورځ په ترکیه کې له خپل ترکي سیال سره تر لیدنې وروسته رسنیو ته ویلي چې پاکستان په افغانستان کې د سولې غوښتونکى دى، خو د افغانستان خاوره يې د هېواد پر ضد کارول کېږي او هيله من دى چې افغان حکومت يې مخه ونيسي.

شریف او د ترکیې صداعظم یلدریم.
شریف او د ترکیې صداعظم یلدریم.

نواز شریف همدا راز ویلي چې په دې اړه یې افغان حکومت ته شکایت هم کړی او باوري دی چې افغان حکومت به له خپلې خاورې د پاکستان پرضد د ترسره کېدونکو تروریستي فعالیتو مخه ونیسي.

د پاکستاني چارواکو له لورې دا ډول ادعاوې تازه نه دي، خو په دغه هېواد کې له وروستیو پرله پسې ترهګریزو بریدونه وروسته دا ډول انتقادونه زیات شوي دي.

د نړیوالو چارو یو شمېر کارپوهان بیا د نواز شریف وروستۍ څرګندونې د پاکستان له لورې د هغه منفي تبلیغ دوام بولي چې غواړي افغانستان بدنامه کړي او ځان د نړیوالو له فشاره راوباسي.

د نړیوالو چارو کارپوه حمید عزیزي په دې اړه وویل:

"زه فکر کوم پاکستان د دې لپاره چې د نړۍ ملاتړ ترلاسه کړي دا ډول څرګندونې کوي که نه پاکستان د دې توان لري چې که څوک د دوی پر وړاندې مخالفت وکړي او یاهم دسیسه ورته ولري له منځه یې یوسي."

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړی داود کلکاني بیا وايي، نړیواله ټولنه باید د افغان ځواکونو د تهجیز او سمبال په برخه کې کړي ژمنې عملي کړي څو دغه ځواکونه په بشپړه توګه د خپلې خاورې د دفاع توان پیدا کړي.

ښاغلی کلکاني که څه هم د نواز شریف ادعا بې بنسټه بولي، خو ټینګار کوي چې افغان ځواکونه باید له شته امکاناتو څخه په استفادې اجازه ورنه کړي چې خاوره یې د نورو پرضد وکارول شي.

محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG