د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

شريف: له بده مرغه د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي


د پاکستان صدراعظم نواز شريف وايي، په افغانستان کې د بشپړې سولې غوښتونکى دى چې خاوره يې د پاکستان پر ضد ونه کارول شي، خو وايي له بده مرغه د افغانستان خاوره يې د هېواد پر ضد کارول کېږي او هيله من دى چې افغان حکومت به يې مخه ونيسي.

نوازشريف وايي د «ردالفساد» عمليات يې د حکومت په خوښه اعلان شوي او د ترهګرو وروستي بريدونه به يې له ترهګرۍ ځپلو را ونه ګرځوي.

د پنجشنبې په ماښام له ترکي صدراعظم بن علي يلدریم سره تر ليدو وروسته نوازشريف په انقره کې له رسنيو سره په خبرو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ پر وروستيو پېښو اندېښنه څرګنده کړه، خو وايي حکومت به يې هېڅ کله له ترهګرو ونه ډار شي او تر هغه وخته به د ترهګرۍ په ضد مبارزې ته دوام ورکړي چې تر څو يې وروستى ترهګر نه وي وژلى.

شریف د ترکیې له صدراعظم یلدریم سره.
شریف د ترکیې له صدراعظم یلدریم سره.

نوازشريف وايي، ترهګر که کورني دي که بهرني د پاکستان اقتصادي پرمختګ نه شي ليداى، ځکه يې هېواد ناارامه کول غواړي:

"په ٢٠١٣میلادي کال کې چې موږ حکومت تر لاسه کړ، پرېکړه مو وکړه چې له ترهګرو سره به جنګېږو، موږ په برياليتوب ورسره وجنګېدو او ډېرې ښې نتيجې مو تر لاسه کړې، خو دا يوه نوې څپه ده، زه فکر کوم هغه خلک چې ملا يې ماته شوې ده، تش خپل جوهر ښکاره کوي، خو زه ډاډمن يم چې ډېر ژر به دا څپه هم له منځه يوسو."

د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ترهګرۍ د ځپلو لپاره به يو ځل بيا په ټول پاکستان کې د «ردالفساد» په نامه عمليات کوي.

کاکړ: د پاکستاني پوځ «رَدُّالفَسَاد» عمليات به د پښتنو پر ضد وي

تر اوسه داسې نه ښکاري چې د دغو عملياتو پرېکړه دي د پارلمان په خوښه شوې وي، خو صدراعظم نوازشريف د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د دغو عملياتو په اړه پرېکړه څو ورځې مخکې لا شوې وه:

"دا پرېکړه مو زما په دفتر کې کړې ده، څو ورځې مخکې مو کړې ده، موږ ويل په ټول هېواد کې چې هر ځاى ترهګر دي د هغوى په ضد بايد عمليات وشي او له منځه يووړل شي، په پنجاب کې د رېنجر ځواک د را بللو پرېکړه هم زما په دفتر کې وشوه چې بيا د پنجاب حکومت هغه تائيد کړه."

صدراعظم نوازشريف وويل چې هېواد يې د هند په شمول له هر څنګلوري سره ښه اړيکي غواړي، ده يو ځل بيا په ټينګار سره وويل چې په افغانستان کې بشپړه سوله د دې ټولې سيمې لپاره مهمه ده، خو وايي په پاکستان کې سوله بيا د افغانستان لپاره مهمه ده.

د پاکستان د پوځ تر لوى درستيز وروسته صدراعظم نوازشريف هم تور پورې کړ چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي:

"موږ غواړو چې په افغانستان کې قراري وي، موږ غواړو د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد ونه کارول شي، موږ غواړو په افغانستان کې چې کومې ترهګرې ډلې يا ترهګر دي هغوى له هغې خاورې په استفادې پر پاکستان بريد ونه کړي، خو له بده مرغه داسې کېږي او موږ په دې اړه افغان حکومت ته شکايت کړى، زه ډاډمن يم چې هغوى به يې ضرور محاسبه وکړي او مخه به يې ونيسي."

د افغانستان-پاکستان اړیکې به څنګه ښه کېږي؟

د پاکستان غوندې افغانستان هم له ترکيې سره ښې اړيکې لري، يوه خبريال له صدراعظم نواز شريفه وپوښتل چې ترکيې د پاکستان او افغانستان د خرابو اړيکو د ښه کولو په برخه کې ورته څه وړانديز کړى يا په دې اړه څه رول تر سره کولاى شي که څنګه، ده يې په ځواب کې وويل:

"په تېرو ورځو کې د ترکيې د بهرنيو چارو وزير هم په دې برخه کې خبرې کړې دي او اوس د ترکيې صدراعظم هم له افغانستان سره غږېدلی دى، زه فکر کوم ترکيه يو داسې هېواد دى چې يقيناً په دې برخه کې اغېزمن رول تر سره کولاى شي."

ټاکل شوې ده چې يوه اوونۍ وروسته د مارچ په لومړۍ نېټه د اقتصادي همکاريو د سازمان ديارلسمه غونډه په اسلام اباد کې وشي.

صدراعظم نوازشريف وويل ترهګرۍ او د هغوى تر شا پټ لاسونه غواړي چې پاکستان د دغسې مهمو غونډه کوربه ونه اوسي، خو وايي دا غونډه به پر خپل وخت کېږي او ډاډ يې څرګند کړ چې ټول غړي هېوادونه به يې پکې ګډون کوي.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG