د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۵

عبدالله: افغانستان له هېڅ تروریستي ډلې ملاتړ نه کوي


د افغان حکومت اجرائیه رئیس وایي، افغانستان له هېڅ ترهګرې ډلې ملاتړ نه کوي.

عبدالله عبدالله وايي، پر افغانستان د تروریستانو د ملاتړ د تورنو لګول او د خلکو د ذهنونو مغشوشول کومه نتېجه نه لري.

ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې د جمعې په ورځ په کابل کې د وحدت ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري د وژل کېدو د ۲۲ تلين په مناسبت په یوې غونډه کې وکړې.

نوموړي زیاته کړه:

"افغانستان له نېکه مرغه، له هېڅ تروریستي ډلې ملاتړ نه دی کړی، که چېري خدای مکړه داسې وای چې موږ یوه تروریستي ډله روزلې وای او سبا د هغوی له ډلې یو یا څو یې زموږ په وړاندې پاڅون کړی وای په هغه صورت کې د ملامتیا ګوته موږ ته وه او د سېمې ټول هېوادونه باید خپل ګرېوان ته سر ټيټ کړي، د خلکو د ذهنونو مغشوشولو او پر افغانستان د تورونو په لګولو نه څه نه جوړېږي."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان صدراعظم نواز شريف د پنجشنبې په ماښام د ترکې صدراعظم بن علي يلدریم سره تر لېدو وروسته په انقره کې له رسنېو سره په خبرو کې ویلي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي او هيله من دى چې افغان حکومت به يې مخه ونيسي.

تردې وړاندې د پاکستان په سند او لاهور کې تر مرګونو بریدونو وروسته پاکستان ادعا کړې وه چې دغه بریدونه په افغانستان کې طرحه شوي و خو افغان حکومت د پاکستان دا اعا رد کړې ده.

پاکستان همدارنګه پر افغانستان د وروستیو تورونو ترڅنګ له شااوخوا یوې اوونۍ راهیسې د افغانستان پر سرحدي سیمو راکټي بریدونه کړي او سربېره پردې یې، د د چمن او تورخم دروازې هم تړلې دې.

په همدې حال کې د چارو یو شمېر کتونکي وایي، پاکستان هڅه کوي پر افغانستان د داسې تورونو په لګولو ځان د ترورېزم قرباني وښيې ترڅو له دې لارې د نړیوالو له فشارونو او انزوا څخه خلاص شي.

د یاد کتونکو له ډلې محب الله شریفي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"کله چې د پاکستان دغه دفاعي سیاست چې تل به یې ردول د پاکستان په خاوره کې تروریستان روزل کېږي، بلاخره پاکستان یو سیاسي انزوا سره مخ شو، بدنامې یې ورته پېښه کړه، پاکستان په دې فکر کې شو چې پر افغانستان باندې د تعرضي پالیسۍ نه کار واخلي، او هر ورنکار فعالیتونه چې په پاکستان کې کېږي، نېغ په نېغه د افغانستان پر حکومت اړ خاورې نسبت ورکړي چې په دې ډول نړۍ ته ثابته کړي چې دوي د ترهګرۍ قرباني دي."

نوموړي وویل چې د دواړو لورو له لوري دا ډول تورونه به د دې لامل شي چې افغانستان او پاکستان د یوه نړیوال څارونکي په حضور کې په دې اړه خپل اسناد او مدارک وړاندې کړي ترڅو له دې لارې د ترورېزم ملاتړی او قرباني څرګند شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG