د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۳

عبدالله: له ترورېزم سره مبارزې پر نظریاتو دې اساسي غور وشي


د افغان حکومت اجرائیه ریئس وایي، اړتیا ده ترڅو د سېمې هېوادونه له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې پر خپلو نظریاتو له سره غور وکړي.

عبدالله عبدالله وايي، افغانستان له ترورېزم سره د مبارزې لپاره چمتو دی او له نورو هېوادونو هم غواړي چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

عبدالله دغه څرګندونې د جمعې په ورځ په کابل کې د حزب وحدت د پخواني مشر عبدالعلي مزاري د وژل کېدو د ۲۲ تلين په مناسبت په یوې غونډه کې وکړې.

ښاغلي عبدالله په دې برخه کې د کوم ځانګړي هېواد نوم وانه خیست خو وېي ویل چې اړتیا ده ترڅو د سېمې هېوادونه له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې پر خپلو نظریاتو له سره غور وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د دې اړتیا لېدل کېږي چې د سېمې هېوادونه له ترورېزم سره د مبارزې، افراطیت او تاوتریخوالي په برخه کې پر خپلو نظریاتو له سره اساسي غور وکړي، هر هېواد چې د تروریستانو ترمنځ توپیر وکړي او یوه ډله د خپلو ملي ګټو لپاره یوه وسېله وګڼي او له نورو سره مقابله وکړي د دې هېڅ ډول امکان نشته."

دا خبرې وروسته له هغې کېږي چې په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچونه زیات شوي دي.

دغه کړکېچونه وروسته له هغه زیات شول چې د پاکستان په سند او لاهور کې تر مرګونو بریدونو وروسته پاکستان ادعا وکړه چې دغه بریدونه په افغانستان کې طرحه شوي و خو افغان حکومت د پاکستان دا اعا رد کړه.

همدارنګه د پاکستان له دغه ادعا څو ورځې وروسته افغان حکومت د ۳۲ تروریستي مرکزونو او د حقاني د شبکې او یو شمېر نورو تروریستي ډلو په شمول، د طالبانو د ۸۵ مشرانو لېست، پاکستان ته وسپاره.

له دې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د مونشن په امنیتي کنفرانس کې په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه‌ یې وویل چې دا د دوه دولتونو ترمنځ نا اعلان شوې جګړه ده.

​همدارنګه په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت پخواني قوماندان جنرال جان نېکلسن د دې مياشتې په سر کې ویلي وو چې په افغانستان کې د پاکستان، ایران او روسیې مداخلې په دې هېواد کې جګړه پېچلې کړې ده.

په همدې حال کې یو شمېر د چارو کتونکي وایي چې له ترورېزم سره د مبارزې لپاره د سېمې د هېوادونو بشپړې همغږۍ ته اړتیا ده.

خالد سادات په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"هغه هېوادونه چې د ترورېزم ښکار دي، که چېري په ګډه مبارزه وکړي او زه باور لرم چې دا ګډه مبارزه به نتېجه ورکړي او هغه هېوادونه چې له ترورستانو د خپلو ګټو لپاره ملاتړ کوي هغوی بلاخره مجبورېږي چې خپل سیاست ته بدلون ورکړي."

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې افغان ولسمشر هم په کراتو ټینګار کړی چې له ترورېزم سره جدې مبارزې لپاره د سېمې اجماع ته اړتیا ده.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG