د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۶

دې ډېلي بیست:د پاکستاني طالبانو بیا ظهور


ډیپلومات خپرونه د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د وروستي کړکېچ په اړه لیکي، په روانه میاشت کې په دې دوو هېوادونو کې خونړۍ حملې باید د دواړو ترمنځ امنیتي همکاري وهڅوي.

خپرونه په خپله وروستۍ ګڼه کې، د سند ایالت په سېوڼ شریف سیمه کې د تروریستي حملې په دوام د پاکستان د پوځ اقداماتو ته چې د افراطي ډلو د ځپلو په پلمه یې د افغانستان پر خاوره د توغندیو حملې وکړې، د تورخم او چمن په ګډون ټولې سرحدي لارې یې بندې کړې او په پاکستان کې افغان ډیپلوماټان یې د ډیپلوماتیکو اصولو خلاف د اعتراض لپاره د پوځ قرارګاه ته احضار کړل د مثال په توګه یادوي او لیکي، دا کارونه ټول د درک وړ دي ځکه د پاکستان امنیتي ادارې د تروریستي حملو د خونړۍ څپې په دوام د خلکو ارامولو ته اړتیا لري خو خپرونه لیکي چې دا اقدامات هغه ستونزې د تل لپاره نشي حلولای چې سیمه ورسره لاس او ګرېوان ده.

ډيپلومات لیکي، د لنډې مودې تدابیر او په خاص ډول د ملامتۍ لوبه ښايي په رسنیو کې بحثونه وپاروي او عوام د لنډ وخت لپاره غلي کړي خو دا خطر له منځه وړلای نشي.

خپرونه په ۲۰۱۴ کال کې د پېښور پر یوه ښوونځي له وسله وال برید وروسته د پاکستان د پوځ ورته اقداماتو ته اشاره کوي او لیکي چې له دې سره سره په پاکستان کې لاهم تروریستي حملې دوام لري.

ډیپلومات د مطلب په وروستۍ برخه کې لیکي چې د ترورېزم د ماتولو لپاره افغانستان او پاکستان باید یو ګډ اتحاد رامنځ ته کړي.

خپرونه زیاتوي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستراتیژیک او صادقانه شراکت کولای شي ترورېزم له سیمې ورک کړي.

خپرونه زیاتوي، د ۲۰۱۴ کال په څېر چې ولسمشر اشرف غني د ښه نیت لپاره پاکستان ته د سفر نوښت وکړ، دواړه هېوادونه باید دا لړۍ بیا پیل کړي.

دې ډېلي بیست:

دې ډېلي بیست The Daily Beast ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په یوه مطلب کې چې سرلیک یې دی، "د پاکستاني طالبانو بیا ظهور" هغه ستونزې یادې کړي چې د امریکا د ملي امنیت نوی سلاکار جنرال ايچ- آر مک ماسټر H.R. McMaster به د افغانستان او پاکستان په مسئله کې ورسره مخامخ وي.

مک ماسټر په ۲۰۱۰ کال کې د امریکا د پوځ په لیکو کې په افغانستان کې و، او دنده یې دا وه چې په افغان حکومت کې د فساد مخنیوی وکړي.

ډېلي بیست د مک ماسټر هغه وینا رااخیستې چې په افغانستان کې د فساد د کچې په اړه یې یوه خبریال ته وکړه.

نوموړي خبریال پرې نه ښود چې خپله پوښتنه بشپړه کړي او ویې ویل طبعاً فساد لاهم دوام لري.

ورځپاڼه د مطلب په دوام لیکي، یوازې مالي فساد، فساد نه دی بلکې د افغانستان او پاکستان د روان کړکېچ ټول جریان له فساده ډک دی.

ورځپاڼه لیکي، پر هغو حکومتونو چې امریکا یې ملاتړ کوي اعتبار نشي کېدای او دا نه یوازې د پیسو په مسئله کې، بلکې حتی کله ناکله چې د دوی چارواکي د سولې یا بریا په اړه خبرې کوي هم اعتبار نشئ پرې کولای.

ډېلي بیسټ په وروستیو څو اونیو کې په پاکستان کې د څو خونړیو حملو یادونه کوي او لیکي، ټولې دا حملې د پاکستاني طالبانو او نورو جهادي ډلو پرضد د پاکستان د پوځ له پراخو پوځي عملیاتو وروسته کېږي.

ورځپاڼه زیاتوي، د پاکستان پوځ هرځل وايي چې د افراطي ډلو د ملا تېر یې مات کړی خو له وروستیو حملو ښکاري چې د پاکستاني طالبانو تحریک ښايي زخمي شوی وي خو مرګ ته یې تراوسه ډېر لېرې دی.

XS
SM
MD
LG