د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

مظاهره چیان: ملګري ملتونه دې د پاکستان د حملو مخنیوي کې اقدام وکړي


د کابل ښار لسګونو اوسېدونکو د پاکستان پرضد مظاهره وکړه.

مظاهره کوونکي د جمعې په ورځ د کابل په شهرنو پارک کې سره را ټول شوي و او د پاکستان پرضد یې شعارونه ورکول.

یاده مظاهره د «وطن د مبارزو ځوانانو سازمان» له خوا پلان شوې وه چې په کې د دغه سازمان په لسګونو پلویانو برخه اخیستې وه.

مظاهره کوونکو په پای کې یو پریکړه لیک هم خپور کړ چې په کې له ملګرو ملتونو، د امریکا متحده ایالتو، نړیوالې ټولنې او د اسلامي هېوادونو کنفرانس څخه غوښتل شوي و چې د پاکستاني ځواکونو د دغو کړنو په وړاندې عملي ګامونه واخلي.

د دغه سازمان مشر امید وطنیار د دغې مظاهرې پرمهال له رسنیو سره په خبرو کې وویل که چېري پاکستاني پوځيان د افغانستان پر سرحدي سېمو خپلې راکټې حملې ونه دروي دوی چمتو دي چې د پاکستان پرخلاف ټوپک په لاس واخلي.

نوموړي زیاته کړه:

"د وطن د مبارزو ځوانانو سازمان د پاکستان د وروستیو راکټې بریدونو په وړاندې خپل احتجاج په څرګندو الفاظو ښکاره کړی، موږ له پاکستان نه غواړو چې نور خپلو نا مشروع کړنو ته او د افغانستان پر خاوره له تېري نه ډډه وکړي، کنه موږ خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوو او حتی دې ته هم چمتو یو چې صفري نقطې ته لاړ شو او د پاکستان پرخلاف ټوپک په لاس واخلو."

د پاکستان پر ضد په تېرو څو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې ورته مظاهرې شوې دي.

دا مظاهرې په داسې حال کې کېږي چې پاکستان له شا اوخوا یوې اوونۍ راهیسې د افغانستان پر سرحدي ولایتونو لکه کونړ او ننګرهار سلګونه توغندي ویشتلي چې خلکو ته‌ یې مرګ ژوبله اړولې ده.

سربېره پر دې یوه اوونۍ کېږي چې پاکستان د تورخم او چمن لارې د خلکو پر مخ تړلې چې عام خلک، ناروغان او سوداګر یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

دغه اقدامات وروسته له هغه کېږي چې د پاکستان په بېلابېلو سېمو کې له خونړيو بریدونو وروسته دغه هېواد وویل چې دغه بریدونه د افغانستان په خاوره کې پلان شوي وو خو افغان دولت دغه ادعا بې اساسه بللې ده.

د سیند سېوڼ کې د لعل شهباز قلندر زیارت.
د سیند سېوڼ کې د لعل شهباز قلندر زیارت.

د مظاهرې ګډونوالو وویل چې افغان حکومت باید د پاکستان پرضد نړیوالې ټولنې ته شکایت وکړي ترڅو پاکستان له خپل دغه دوه مخې سیاست نه لاس واخلي.

د دغې مظاهرې دوو تنو ګډونوالو په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"زموږ د مظاهرې اساسې غوښتنې له افغان حکومت څخه دا دي چې نور د پاکستان په وړاندې خاموشه پاتي نشي بلکې نړیوالې ټولنې ته مراجعه وکړي او د دغه هېواد پرضد شکایت وکړي ترڅو پاکستان له خپل دغه ناوړه سیاست نه پر شا شي."

"زما په نظر افغان حکومت چې کومه پالیسي د پاکستان په برخه کې لري دې ته د پای ټکی کېږدي، نړۍ ته اوس څرګنده شوې ده چې پاکستان د تروریستانو ځاله ده، نړۍ ته باید وویل شي چې د ترورېزم دغه ځاله له منځه یوسي."

مظاهره کوونکو همدارنګه د پاکستان پر مدني ټولنو او عامو خلکو هم غږ وکړ چې د پاکستاني پوځيانو د ناوړو کړنو په وړاندې غږ پورته کړي.

خو تردې وړاندې افغان حکومت ټينګار کړی، که چېري د پاکستان لخوا د افغانانو په وړاندې تاوتریخوالی دوام وکړي افغان حکومت به نړیوالو میکانیزمونو او په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو سازمان له لارې اقدام کوي.

راپور:ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG