د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

زاخېلوال: ژمنې سره-سره بیا هم پاکستاني چارواکو لارې ندي پرانیستي


په پاکستان کې د افغانستان سفیر او د ولسمشر ځانګړی استازی حضرت عمر زاخېلوال وايي، له ژمنې سره سم بیا هم پاکستاني چارواکو تړلې لارې نه دي پرانیستي.

نوموړی وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم او سپین‎بولدک په شمول د قانوني لارو تړل بې له دې چې عام خلک وځورېږي او ټرانزیټ او سوداګري زیانمنه شي نور څه هدف نه‎شي ترلاسه کولای.

په پاکستان کې افغان سفیر او د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي زاخېلوال د پنجشنبې په ورځ په خپل فیس‎بوک کې ویلي چې همدا نن یې د پاکستان پوځي مقاماتو ته لیک هم استولی او له نور اضافي محدودیت پرته یې د لارو د خلاصولو غوښتنه کړې ده.

زاخېلوال همدا راز ویلي چې تېره شپه یې د پاکستان د صدراعظم د بهرني سیاست له سلاکار سرتاج عزیر سره خبرې کړي دي.

په پاکستان کې افغان سفیر او د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي زاخېلوال
په پاکستان کې افغان سفیر او د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي زاخېلوال

حضرت عمر زاخېلوال زیاته کړه:

"د دغو لارو بندول چې په دواړو خواوو کې ورسره امنیتي څار هم خورا زیات شوی، په عامو خلکو د سختۍ او د ټرانزیټ او سوداګرۍ له زیانمنولو پرته بل هېڅ هدف نه‎شي ترلاسه کولای."

په پاکستان کې د افغانستان سفیر ویلي، لارې باید د شته معاهداتو له مخې نه په هېڅ ډول شرایطو کې نه وای تړل شوې.

پاکستان او افغانستان د ګڼو نورو تړونونو تر څنګ د اپټا په نوم د سوداګرۍ او ټرانزیټ تړون لري او همدا راز سمندرونو ته د لاسرسي نه لرونکو هېوادونو په کنوانسیون کې شامل دی چې له مخې یې د ټرانزیټ او سوداګرۍ لپاره د لارو د ګټې اخیستو حق ورکړل شوی دی.

پاکستان له شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې د تورخم او سپین‎بولدک په شمول له افغانستان سره ټولې قانوني لارې د خلکو په مخ تړلي دي.

اخوا د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدونو معین ننګیالی قلاتوال چې ننګرهار ته تللی وايي، د پنجشنبې ورځې تر ناوخته هم د تورخم لار تړلې پاتې وه.

ښاغلي قلاتوال ازادي راډیو ته وویل، په ټولو لارو کې د تړلیو دروازو تر شاه خلک له سختو ستونزو سره مخ دي او پاکستان د ده په خبره د شته تړونونو نقض ته دوام ورکوي.

د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدونو معین ننګیالی قلاتوال
د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدونو معین ننګیالی قلاتوال

ننګیالي قلاتوال زیاته کړه:

"دروازې تړلې دي. متأسفانه د ډیورند فرضي کرښې دې خوا او هاخوا خلک له سختو ستونزو سره مخ دي. دا زموږ له شته تړونونو څخه د پاکستان یوه ښکاره سرغړونه ده."

پاکستان وروسته له هغه یوه اوونۍ مخکې تر نامعلوم وخته له افغانستان سره ټولې لارې وتړلې چې په سند او لاهور کې چاودنې او حملې وشوې او ګڼو خلکو ته په‎کې مرګ‎ژوبله واوښته.

نه یوازې دا چې له یوې اوونۍ راهیسې دا لارې تړل شوي بلکې د پاکستان امنیتي ځواکونو د هغو افغانانو د نیولو لپاره هم اقدامات کړي چې په خبره یې اسناد نه‎لري.

د پښتونخواه د ملي عوامي ګوند د اسمبلې غړي نصرالله زیري ازادي راډیو سره په خبرو کې د افغانانو نیول ناقانونه عمل وباله او ویې ویل چې پرضد یې غږ پورته کوي.

نصرالله زیري زیاته کړه:

"که د افغان کډوالو د ولس خبره ده. هغوی ته تاسو [پاکستان حکومت] کارټ ورکړی دی. هغوی د ملګرو ملتونو د پرېکړې له مخې د ۲۰۱۸ کال تر ډیسمبره دلته اوسي. دوی دا حق نه‎لري چې هغوی ونیسي خو دا ډېره سخته توهین امیزه رویه ورسره کوي. موږ په قومي اسمبلې او سنا جرګه کې د دې کار په خلاف غږ پورته کوو."

له افغانستان سره د لارو د تړلو او خلاصولو او هم په هغه هېواد کې په اصطلاح د ناقانونه افغان کډوالو د نیولو پرېکړه د پاکستان په پوځي چارواکو پورې تړل شوې؛ خو له زیاتو غبرګونونو سره سره لا هم دغو چارواکو نه لارې پرانیستي او نه یې د افغانانو د نیولو لړۍ بنده کړې ده.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG