د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

کابل تیار دی چې اسلام اباد سره د وروستي لېستونو په اړه اقدام وکړي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغان حکومت چمتو دی چې د تروریستانو پر لېستونو او د تروریستي ګواښونو په اړه له اسلام اباد سره ګډ بحث او ګډ اقدامات وکړي.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني د پنجشنبې په ورځ کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، یو درېیم هېواد ته هم ضرورت شته چې په دې برخه کې د دواړو حکومتونو اقدامات وڅاري.

نوموړی وايي:

"افغانستان چمتو دی چې له پاکستان سره په ګډه، پر لېستونو او د دواړو لورو پر اندیښنو مسؤلانه بحث او اقدام وکړي او یو دریمګړي هېواد دې، د دواړو خواو اجرآت وڅاري."

ښاغلي مستغني ټینګار وکړ چې که د افغان د خلکو پر وړاندې تاوتریخوالی ادامه ومومي، افغان حکومت به پر تروریستانو او د هغوی پر ملاتړو، د ملګرو ملتونو د سازمان له لارې، د بندېزونو د لګولو هڅې وکړي.

درې ورځې مخکې افغان حکومت د ۳۲ تروریستي مرکزونو او د حقاني د شبکې او یو شمېر نورو تروریستي ډلو په شمول، د طالبانو د ۸۵ مشرانو لېست، پاکستان ته وسپاره.

په دغه لېست کې له پاکستانه غوښتل شوي چې د طالبانو او په لېست کې د شاملو نورو تروریستي ډلو مشران دې ونیسي او افغانستان ته دې وسپاري.

ښاغلي مستغني هیله وښوده چې پاکستان ژر تر ژره په دې برخه کې اقدام وکړي.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې له شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې پاکستان د افغانستان پر سرحدي سیمو راکټي بریدونه کړي او سربېره پردې یې، د تورخم دروازه هم تړلې ده.

بل‎خوا ځینې کارپوهان وايي، دغه اقدامات کیدای شي چې له ترورېزم سره د مبارزې په لاره کې د دواړو لورو د همکاریو پیل واوسي.

افغان کارپوه یونس فکور
افغان کارپوه یونس فکور

افغان کارپوه یونس فکور په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زه فکر کوم دا به د ترورېزم پرضد د مبارزې لپاره او هم د هغې معضلې د اوارولو لپاره چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ موجوده ده، یو ښه پیل وي.که دا پروسه په رښتیني ډول پیل شي او که امریکا يې وڅاري، ښه نتیجه ورکولای شي."

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان ډېر ځله پاکستان د هغو تروریستي ډلو په ملاتړ او تمویولو تورن کړی چې د افغانستان پرضد فعالیت کوي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG