د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۶

چین د افغانستان په خاوره کې د ګزمو راپورونه رد کړي


د چین دفاع وزارت هغه راپورونه رد کړي چې وايي، د چین پوځي وسایط د افغانستان په خاوره کې دننه ګزمې کوي.

د چین د دفاع وزارت ویاند وايي، د دواړو هېوادونو پوځي ځواکونه یوازې په خپل ګډ سرحد کې د ترورېزم پرضد عملیات کوي.

د منځنۍ اسیا- قفقاز په نوم یو تحقیقاتي مرکز څو ورځې مخکې پر خپله ویب‎پاڼه په یوه راپور کې خبر ورکړ چې چینايي او افغان سرتېري د افغانستان په خاوره کې ګډې ګزمې کوي.

دې ته ورته یو راپور په نوامبر میاشت کې یوې هندۍ ورځپاڼې هم خپور کړی و، خو د چین د دفاع وزارت ویاند رین ګوکیانګ Ren Guoqiang وویل، د افغانستان په خاوره کې د چین د پوځي موټرو د ګزمې په اړه د بهرنیو رسنیو راپورونه له حقیقت سره اړخ نه لګوي.

نوموړي په خپله میاشتنۍ خبري غونډه کې تائید کړه چې د چین د عامه امنیت ادارې د افغانستان او چین په ګډ سرحد کې د ترورېزم پرضد د عملیاتو په ترڅ کې له افغانستان سره همکاري کړې، خو زیاته یې کړه چې دا پوځي عملیات د افغانستان او چین د قانون د تنفیذ د ځواکونو له خوا په ګډ سرحد کې د قانون د حاکمیت د پیاوړتیا په مقصد او د دواړو هېوادونو د دوه اړخېزې همکارۍ د موافقې په چوکاټ کې ترسره کېږي.

ښاغلي رین ټینګار وکړ چې د دې پوځي عملیاتو هدف د تروریستانو او د سرحد په اوږدو کې د جنایتکارو ډلو ځپل دي.

افغانستان او چین د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ په لېرې پرته غرنۍ سیمه کې ۷۶ کیلومتره ګډ سرحد لري.

چین له اوږدې مودې راهیسې اندیښنه لري چې ښايي د افغانستان ناامنۍ د دې هېواد ناامنه سینکیانګ ایالت ته چې په وروستیو کلونو کې د اویغور وسله‎والو د فعالیت له کبله سلګونه کسان په‎کې وژل شوي دي د افراطي ډلو د نفوذ باعث شي.

چین همدا راز د افغانستان د ۱۵ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د افغان حکومت او وسله‎والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په هڅولو کې له پاکستان او امریکا سره ګډ کار کوي.

XS
SM
MD
LG