د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۳

ایا پر پاکستان فشار راوړل افغانستان ژغورلای شي؟


پر پاکستان فشار راوړل به د امریکا په نوې تګلاره کې افغانستان وژغوري؟

په امریکا متحده ایالتونو کې یوه کارپوه جاوېد احمد په خپله تازه تبصره کې دا دواړه مرتبط بللي او هم یې د افغانستان په وړاندې د پاکستان د سیاست ځینې بدلوونکي ټکي د ډونالد ټرمپ ادارې ته وړاندیز کړي دي.

د افغانستان د ژغورنې لپاره پر پاکستان فشار راوړئ د هغې تبصرې عنوان دی چې د وال سټریټ ژورنال په امریکايي ورځپاڼه کې خپره شوې ده.

دا تبصره په واشنګتن کې د اتلانتیک شورا څېړندوی مرکز او د وېسټ پاینټ د عصري جګړې انسټیتوټ همکار جاوېد احمد کړې ده.

هغه ویلي چې د پاکستان دوه مخی سیاست د افغانستان د بې ثباتې تر ټولو لوی عامل دی.

د تبصرې لیکوال ټینګار کړی دی چې د پاکستان همدې دوه مخي سیاست طالبانو ته نوی قوت ورکړی او د افغان او امریکایي ځواکونو مبارزه یې له ترهګرۍ سره ستونزمنه کړې ده.

په دوام کې راغلي چې د پاکستان په خاوره کې د طالبانو شاتګ او هم په دغه هېواد کې د دې ډلو روزل کېدو د ترهګرو په وړاندې د مبارزې قاطع بریا له خنډ سره مخ کړې ده.

لوړپوړو افغان چارواکو هم په وار وار پاکستان تورن کړی چې له ترهګرۍ ملاتړ کوي او د افغان سولې په برخه کې له زړه همکاري نه کوي.

افغان ولسمشر تېره اوونۍ د مونشن امنیتي کنفرانس ته په وینا کې د افغانستان جګړه یوه پېچلې او له دولت سره د دولت جګړه وبلله.

"دا یوه کورنۍ جګړه نه‌ده، دا د مخدره موادو جګړه، د ترورېزم جګړه او همداراز له دولت سره د دولت نا اعلان شوې جګړه ده."

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني دا هم وویل چې په هلمند، کابل او کندهار کې د وروستیو حملو عامین په پاکستان کې ازادانه فعالیت کوي او پاکستان د ده په خبره د دې ډلو په وړاندې کوم اقدام نه دی کړی.

غني: د کندهار او کابل پېښو عاملین پاکستان کې ازاد ګرځي

خو د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف هم د مونشن کنفرانس په یوه بحث کې ټینګار وکړ چې پاکستاني پوځیانو د ۲۰۱۴ کال په جون میاشت کې په شمالي وزیرستان کې د ترهګر وځپل او پټنځایونه یې ورته وران کړل.

د افغان حکومت له لوري پر پاکستان د نه همکارۍ له تورونو سره سره خواجه اصف ټینګار وکړ چې:

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف.

​"زه له افغان ولسمشر سره موافق یم چې ښه او بد طالبان نه‌شته، ټول‌یې بد دي، ترورېست که په هر نوم وي بد دی، پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات د تأمین لپاره له روانو هڅو بشپړ ملاتړ کوي."

خو جاوېد احمد په وال سټریټ ژورنال کې په خپله مقاله کې بل بحث کوي.

هغه په افغانستان کې د قاطع ملاتړ د ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن خبرو ته اشاره کړې چې ویلي یې دي: "کله چې دښمن له بهرني ملاتړ او امن ځالو برخمن وي، بریا به سخته وي."

جاوېد احمد وايي کله چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان جګړه یوه "بشپړه فاجعه" یاده کړې وه کولای شي ماته په بریا بدله کړي.

هغه وايي امریکا باید له پاکستان سره رښتیا سیاست وکړي او روښانه دې کړي چې پاکستان "یو نیمګړی ملګری دی که هوښیار دښمن"

په وال سټریټ ژورنال لیکنه کې لیکوال ټرمپ ته دوه وړاندیزونه کړي دي.

لومړی وړاندیز:

"د یوه نوي سفیر او د جمهور رئیس د خاص استازي عاجله مقرري چې په معاملو، سیاسي جوړجاړیو او نړیوالو ته د سختو پیغامونو په رسولو کې د سپينې ماڼې له بشپړ ملاتړ برخمن وي."

دوهم وړاندیز:

"ولسمشر ټرمپ باید د افغان پوځیانو یرغلیزې کمزورتیاوې رفع کړي او د ښه والي لپاره یې ګام پورته کړي."

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د یادې لیکنې لیکوال جاوېد احمد د افغانستان د ژغورنې په هدف پر پاکستان د فشار راوړلو څرنګوالی سم نه دی روښانه کړی.

د کابل پوهنتون استاد سیدخالد سعادت بیا د امریکا فشار مهم بولي خو وايي په افغانستان کې هم د پاکستان په وړاندې فعاله ډپلوماسي په کار ده او که دا کار ونه شي پاکستان به د سیاسي چانه زنیو میدان ګټلی وي:

"د امریکا فشار یوازې بسنه نه کوي، زه فکر کوم د فشار تر څنګ د افغانستان خپل داخلي ظرفیت او د افغانستان خپله فعال رول ډېر مهم دی، خصوصاً د افغانستان د داخلي منابعو په چوکاټ کې د پاکستان د ګټو ننګول ډېره مهمه خبره ده، تر اوسه پورې د پاکستان په وړاندې زموږ بهرنی سیاست منفعل دی فاعل نه دی، که چېرته اوسنۍ ډپلوماسي باندې مخته ولاړ شو فکر نه کوم چې موږ خپلې لاسته راوړنې حفظ کړو."

سعادت د افغانستان له خوا په مستقیمه توګه له پاکستان سره سیاست کول مهم بولي او وايي چې باید د دې کار لپاره د امریکا متحده ایالتونو په څېره د یوه قوي هېواد تضمین هم موجود وي.

په پای کې د وال سټریټ ژورنال ورځپانې د یادې تبصرې لېکوال وايي چې د پاکستان پر پوځ د امریکا زیات فشار به د افغانستان په وړاندې د دغه هېواد سیاست بدل نه کړي خو بې تاثیره هم نه شي پاتې کېدلای.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG