د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۰

نړیوالو ورځپاڼو پر افغان خاوره د پاکستان د حملو په اړه تبصرې کړي


ایکونومیست مجلې په خپله وروستۍ ګڼه کې په پاکستان کې له خونړیو تروریستي حملو وروسته د افغانستان پر خاوره د توغندويي حملو او د سرحدي لارو د بندولو په ګډون هغو اقداماتو ته کتنه کړې چې د پاکستان حکومت د افغانستان په وړاندې ترسره کړل.

خپرونه لیکي، په روانه فبروري میاشت کې د پاکستان په واړه څلورو صوبو کې تروریستي حملې وشوې.

ایکونومیست لیکي، دې حملو ځکه خلک وارخطا کړي چې په قبایلي سیمو کې له پوځي عملیاتو وروسته په دې هېواد کې د تروریستي حملو له کبله د تلفاتو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی و.

خپرونه لیکي، د وروستیو حملو مسؤلیت یا د پاکستاني طالبانو تحریک ټي ټي پي منلی او یا داعش ډلې، خو د پاکستان پوځ یې پړه پر دریم اړخ- افغانستان اچوي او وايي، افراطي وسله وال د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد د عملیاتو لپاره کاروي خو د افغانستان حکومت د دې ډلو پرضد لازم اقدامات نه دي کړي.

ایکونومیست لیکي، دا سمه ده چې داعش، ټي ټي پي او نورې ډلې په افغانستان کې مرکزونه لري خو د خپرونې په وینا د کابل بې وسې حکومت چې ډېرې سیمې طالبانو ترې نیولې دي، دا توان نه لري چې د ځانګړو وسله والو د نیولو لپاره د اسلام آباد غوښتنه ومني ځکه د ډې ډلو مرکزونه په هغو سیمو کې دي چې افغان حکومت ولکه نه پرې لري.

خپرونه وړاندې لیکي د افغانستان حکومت د هغو طالبانو له لاسه بې وسې شوی دی چې په پاکستان کې پټنځایونه لري.

ایکونومیست د مطلب په پای کې لیکي، پاکستان د افغان طالبانو دفاع ځکه کوي چې دې ډلې ته په افغانستان کې د خپل یوازیني متحد په سترګه ګوري.

واشنګټن پوست:

واشنګټن پوست ورځپاڼې هم په خپله وروستۍ ګڼه کې د کابل او اسلام اباد په اړیکو کې د وروستي کړکېچ په اړه یو مطلب خپور کړی.

ورځپاڼه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند هغو څرګندونو ته چې وايي، افغانستان ښايي په پاکستان کې د دیره تروریستي ډلو پرضد د ملګرو ملتونو د بندیزونو غوښتنه وکړي اشاره کوي او لیکي، دا پاکستان ته چې کابل د طالب وسله والو، په تېره د حقاني شبکې د ملاتړ تور پرې لګوي غېر مستقیمه اشاره ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني د پنجشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، کابل لاهم سترګې په لاره دی چې اسلام اباد به د هغو وسله والو او افراطي ډلو پرضد اقدام وکړي چې مرکزونه یې په پاکستان کې دي او کابل ورپسې ګرځي.

واشنګټن پوست په پای کې لیکي، پاکستاني چارواکو هم په عین حال کې د هغو ۷۶ مشکوکو تروریستانو لېست افغانستان ته سپارلی دی چې د اسلام اباد د ادعا له مخې په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري.

XS
SM
MD
LG