د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۵

پاکستاني سوداګر: د پولې تړل کېدو راته ميلينونه کالدارې تاوان اړولى


د افغانستان او پاکستان تر منځ ګډه پوله نن پر نهمه ورځ هم لا تړلې ده، د چمن سوداګر وايي د پولې تړل کېدو ورته ميلينونه کالدارې تاوان اړولى دى.

د بلوچستان د تعليم وزير او د پښتونخوا ګوند يو مشر وايي، پر دې پوله نړيوال تجارت کېږي، بايد ونه تړل شي او دواړه هېوادونه خپلې شخړې بايد د خبرو له لارې حل کړي.

په سيند کې د لعل شهباز قلندر پر مزار تر خونړي بريد وروسته د فبرورۍ پر شپاړسمه د پاکستان حکومت له افغانستان سره خپله پوله د هر ډول تجارت او تګ راتګ لپاره وتړله چې نن پر نهمه ورځ لا هم تړلې ده او حکومت يې د پرانيستل کېدو په اړه يې هيڅ نه دي ويلي.

پاکستاني سرحدي ځواکونو نه يوازې د تورخم او وېش لويې دروازې تړلې دي، بلکې د دغو دواړو هېوادونو تر منځ پر غځېدلې شااوخوا څلرويشت سوه کېلوميټره ډيورنډ کرښه هر ډول تګ راتګ يې منع کړى او خپلو سرتېرو ته يې امر کړى چې که څوک تر پولې د را اوښتو هڅه وکړي، نو بېځنډي دي يې په نښه کړي.

د چمن د تجارانو د اتحاديې يو مشر دادشاه پژواک وايي، د پولې دواړو غاړو ته سلګونه لارې له سامانونو ډکې ولاړې دي چې وايي په هغوى کې مېوې، سبزۍ او کبان د خرابېدو په حال کې دي او تجارانو ته يې د ميلينونو کالدارې د اوښتو ويره ده.

ښاغلى پژواک وايي د چمن د خلکو يوازينى روزګار د وېش منډۍ ده، وايي که پوله همداسې وتړل شي، نو دا به غلاوو او ناامنۍ ته لاره پرانيزي:

"د چمن په لکونو خلکو له غټو ستونزو سره مخامخ دي، پرېشانه دي چې کومې د سبزيو او مېوو په سلګونو ډکې لارۍ ولاړې دي د هغوى د خرابېدو ويره ده او د پولې تړل کېدو له کبله زموږ د خلکو د ورځې په کروړونو تاوان کېږي چې تجارت بند وي، پکار دا ده چې تجارت او سياست جلا وساتل شي."

د بلوچستان د تعليم وزير او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو مشر عبدالرحيم زيارتوال وايي، پاکستان چې هر کله له خپلو نورو څنګلوريو هېوادونو سره په شخړه اخته شوى، نو افغانستان ورته ډاډ ورکړى چې له خپلې غربي پولې دي بېغمه اوسي، وايي اوس چې د دغو دواړو هېوادونو تر منځ اړيکي خراب دي بايد په خبرو يې حل کړي، نه دا چې دغه نړيواله تجارتي لاره وتړل شي:

عبدالرحیم زیارتوال.
عبدالرحیم زیارتوال.

"پکار دا دى چې اوس د پاکستان او افغانستان حکومتونه سره کېني او څه معاملات يې چې تر منځ دي بايد په سوله ييزه فضا کې يې د ګډو ګټو د اصولو له مخې حل کړي، تر څو چې دغه شخړې نه وي حل شوې نو پوله او تجارت بايد ونه تړل شي، که تورخم دى که چمن دى دا په يوه نړيواله تجارتي لاره بدله شوې ده، پکار دى چې پر پوله بنديزونه نه وي."

د يادونې وړ ده چې د افغانستان او پاکستان تر منځ ګډه پوله پخوا هم وخت په وخت د پاکستان له خوا د لنډې مودې لپاره تړل شوې، خو له تېر کاله راهيسې دا دويم ځل دى چې دغه پوله په اوونيو تړل کېږي.

د تېر کال په اګست کې هم پاکستان چمن ته نېږدې د وېش پوله دوې اوونۍ د دې ادعا پر سر تړلې وه چې وايي د افغانستان په خاوره کې د پاکستان بيرغ ته اور اچول شوى وو.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG