د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۷ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۰

افغانستان

ریچارډ بنیټ په ایران کې د جنرال سریع د وژنې د څېړلو غوښتنه وکړه

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ، د افغانستان پخواني جمهوري نظام د پولیسو د یوه قومندان اکرام الدین سریع د وژنې په اړه د تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.

ښاغلی سریع د تیرې چهارشنبې په ماښام له خپل دفتر څخه کور ته روان و چې په تهران کې د دوو مخ پټو وسله والو له خوا ووژل شو.

د جنرال سریع سربیره، محمد امین الماس، یو بل پخوانی افغان پوځي هم ووژل شو.

ښاغلي بینټ نن په خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې لیکلي چې د وژنو عاملین باید وپیژندل شي او عدالت ته وسپارل شي.

هیڅ ډلې یا فرد د وژنې مسؤلیت نه دی منلی.

د طالبانو ځینو مخالفینو، له دې ډلې د آزادۍ جبهې مشر یاسین ضیا، ادعا کړې چې طالبان د دوو پخوانیو سرتیرو د وژنې تر شا وو. طالبانو لا د سریع د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
اخوا د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود هم له ایران غوښتي چې د دغسې وژنو مخه ونیسي او د ده په خبره "د ترهګرو لاسونه له ایرانه لنډ کړي".

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د المپیک ملي کمیټې مشر د اسیا المپیک شورا د لیاقت جایزه ګټلي ده

په تعبید کې د افغانستان د المپیک د ملي کمیتې مشر حفیظ الله ولي رحیمي د اسیا د المپیک شورا د "لیاقت"جایزه ګټلي ده.

هغه ته دا جایزه د دوشنبې په ورځ د (جنوري۲۶مه) د ازبکستان په پلازمینه دوشنبې کې د دې شورا په۴۶مه عمومي ناسته کې ورکړه شوه.

رحیمي له ۲۰۱۸ کال راهیسې د افغانستان د المپیک د ملي کمیټې مشري په غاړه لري.

په ۲۰۲۱کال کې د تیر جمهوري نظام له پرځیدو وروسته دې کمیټې په تعبید کې په کار پیل وکړ چې مشري يې ښاغلی رحیمي کوي.

که څه هم د افغانستان دننه د طالبانو حکومت احمد الله وثیق د المپیک د ملي کمیټي د مشر په توګه ټاکلی، خو د المپیک نړیواله کمیټه او د دې شورا د اسیا برخه ښاغلی رحیمي په رسیمت پیژني.

په تعبید کې د افغانستان د المپیک ملي کمیټه نړیوالو لوبو ته افغان لوبغاړي معرفي کوي.

یونیسیف؛ په ښوونځیو کې د هلکانو نوملیکنه د پخوا پرتله کمه شوې ده

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف وايي، په ښوونځیو کې د هلکانو نوملیکنه د پخوا پرتله کمه شوې ده.

یونیسیف د دوشنبې په ورځ د (جنوري۲۶مه) پر خپلې ایکس پاڼې ولیکل، "د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو بندیز، د دوه نیم میلیونو نجونو سربیره په ښوونځيو کې د هلکانو په نوملیکنه هم کمښت راوستی دی".

دې ادارې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې پر زده کړو بندیز د یوه نوي نسل راتلونکی په خطر کې اچولی دی.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو راهیسې له شپږم ټولکي پورته نجونې ښوونځیو ته له تګه محرومه دي.

د نړیوالو له غبرګونونو او شدیدو انتقادونو سربیره د څلورو کلونو په تیریدو سره طالبانو لا هم دغه بندیز لیرې کړی نه دی.

د افغانستان د کرکټ۱۹کلنې لوبډلې له سریلانکا ماتې وخوړه

د افغانستان تر نولس کلنو کم عمره کریکټ لوبډلې د نړېوال جام د دویم پړاو په لومړنۍ لوبه کې له سریلانکا څخه ماتې وخوړه.

د سریلانکا او افغانستان ترمنځ دا لوبه نن دوشنبه ترسره شوه چې لومړی افغان لوبډلې توپ وهنه وکړه او په ۴۹،۵ اورونو کې یې مقابلې لوبډلې ته ۱۹۳ منډې هدف وټاکه.

د سریلانکا لوبډلې وکولی شو چې په ۴۶ م اور کې ټاکل شوی هدف پوره او د ۴ ویکټو په توپیر لوبه په خپل نوم کړي.

په دې پړاو کې د افغانستان دویمه لوبه د جمعې په ورځ له ایرلینډ سره ده.

د افغانستان تر نولس کلنو کم عمره کریکټ ملي لوبډلې د نړېوال جام د لومړي پړاو په څلورم ګروپ کې جنوبي افریقا، ویسټ انډیز، او تانزنیا ته په ماتې ورکولو سره دویم پړاو ته لاره پیدا کړې ده.

د طالبانو له‌خوا د رسنیو ملاتړو بنسټونو د جواز لغوه کیدو غبرګونونه راپارولي

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان د طالبانو له خوا د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو لغوه کول د رسنیو د ازادیو خلاف بللي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دوشنبې په ورځ (د جنوري ۲۶مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، "د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټونو د فعالیت جواز لغوه کول د رسنیو قانون او د رسنیو د ازادۍ له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دي".

یاد سازمان دا اقدام "د واکمنې ادارې د یو غږیز سیاست په چوکاټ کې د بیان د ازادۍ او د رسنیو د ازادۍ د ځپلو د بهیر دوام" بللی دی.

بل پلوه، د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دوشنبې په ورځ ویلي، "دا پرېکړه له حقوقي او مسلکي معیارونو پرته عملي شوې او کولی شي د رسنیو پر ازادۍ، د خبریالانو پر امنیت او د معلوماتو پر ازاد بهیر جدي او زیانمنې پایلې ولري ".

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دوشنبې په ورځ د دلو په شپږمه اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټونه ارزولي، چې له ډلې یې د درې بنسټونو د فعالیت جواز تمدید کړی او د نورو بنسټونو جوازونه یې لغوه کړي دي.

د طالبانو حکومت له درو پرته د خبریالانو او رسنیو د ټولو ملاتړو بنسټونو جوازونه لغوه کړي دي

افغان خبریالان او عکاسان
افغان خبریالان او عکاسان

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دوشنبې په ورځ په دې اړه یوه اعلامیه ورکړې ده.

د دغه وزارت ویاند خبیب غفران رسنیو ته په یوه پیغام کې ویلي چې دوی یواځې «د افغان خبریالانو او رسنیو ملاتړ بنسټ»، «افغان مطبوعاتي مرکز» او «د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې» جوازونه تمدید کړي دي.

له دغو دریو پرته پاتې نور ټول سازمانونه او بنسټونو لغوه شوي.

د طالبانو حکومت د دغو بنسټونو مسوولین په غیر مسلکیتوب تورن کړي او ادعا یې کړې چې په نړیواله کچه یې د افغانستان د رسنیزو بنسټونو باور ته زیان رسولی وو.

د طالبانو دغه اقدام د رسنیزو فعالانو عکس العملونه پارولي.

له دې ډلې رسنیز فعال او افغانستان کې د جنوبي اسیا د رسنیو سفما پخواني مشر ضیا بومیا ازادي راډیو ته وویل چې د ده په خبره له استبدادي نظامونو له دې ډېره تمه نه شي کیدای.

تېر ډسمبر کې ۳۶۶ افغانان د ناروغیو په تېره سینه و بغل په سبب مړه شوي

هرات کې یوه افغان ښځه د خپل ناروغ ماشوم سره
هرات کې یوه افغان ښځه د خپل ناروغ ماشوم سره

د روغتیا نړیوال سازمان وايي تېر ډسمبر میاشت افغانستان کې لږ تر لږه ۳۶۶ کسان اکثر د حاد تنفسي ناروغیو په سبب مړه شوي.

دغه سازمان پرون ناوخته په خپله پاڼه په دې اړه یو تفصیلي راپور خپور کړی.

د راپور په اساس د ۲۰۲۵ کال په وروستۍ میاشت ډسمبر کې یواځې ۳۵۲ کسان د سینه و بغل / نمونیا له لاسه مړه شوي چې دا شمېر د نومبر په پرتله نږدې ۲۵ فیصده زیات دی.

په افغانستان کې د ژمي په سړو میاشتو کې د شدیدو تنفسي ناروغیو پېښې زیاتیږي چې له امله یې اکثر زیانګالي کسان او ماشومان د مرګ له خطر سره مخ وي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د آسیا د فوټسال جام سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ  د سعودي عربستان پر وړاندې ترسره کوي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د آسیا د فوټسال جام سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ د سعودي عربستان پر وړاندې ترسره کړي.

افغانستان په دې سیالیو کې په څلورم ګروپ کې له سعودي عربستان، مالیزیا او ایران سره یو ځای دی.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې د هېواد د فوټسال ملي لوبغاړي په تایلنډ کې له تمریناتو وروسته، د یکشنبې په ورځ اندونیزیا ته د سیالیو د ګډون لپاره ورسېدل.

دغه سیالۍ د دلوې له اومې څخه د دلوې د میاشتې تر ۱۸ پورې د شپاړسو لوبډلو په ګډون ترسره کېږي.

د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو کشره لوبډله نن دوشنبې له سریلانکا سره لوبه کوي

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډله به د نړیوال جام سیالیو په دوهم پړاو کې نن دوشنبه له سریلانکا سره مخامخ شي. دغه لوبه د کابل په وخت د غرمې په دولسو بجو پیلیږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د اعلان له مخې، د دې لوبډلې راتلونکې لوبه به د جمعې په ورځ د ایرلنډ پر وړاندې وي.

سریلانکا او ایرلنډ دواړه په الف ګروپ کې شامل دي.

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو کشرې لوبډلې په ډله‌ ییز پړاو کې جنوبي افریقا، ویسټ انډیز او تانزانیا ته ماتې ورکړه او بل پړاو ته یې لار وموندله.

په راتلونکي پړاو کې به هغه لوبډله چې ډېرې نمرې ترلاسه کړي، د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لاره ومومي.

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیاله روزمري ډیکارلو: پرافغان ښځو لګول شوي محدودیتونه دې سمدستي لیرې شي

په سیاسي او د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمري ډیکارلو، کابل ته خپل سفر پرون یکشنبې پای ته ورساوه.

ملګرو ملتونو د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې اغلې ډیکارلو د خپل سفر پر مهال په افغانستان کې له واکمنو چارواکو، په کابل کې مېشتو د دیپلوماتیکې ټولنې له غړو، همدارنګه له ښځو، د مدني ټولنې له استازو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې له ښځینه کارکوونکو سره لیدنې کتنې ترسره کړې دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د ملګرو ملتونو دې جګپوړې چارواکې له واکمنو چارواکو سره په لیدنو کتنو کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان ښځینه کارکوونکو پر وړاندې محدودیتونواو همدارنګه په افغانستان کې د ښځو پر زده کړو، کار او عامه ژوند کې د لګول شويو پراخو بندیزونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د دغو محدودیتونو د سمدستي لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

اعلامیه زیاتوي چې اغلې ډیکارلو واکمن چارواکي هڅولي چې د دوحې په بهیر کې په بشپړه توګه ښکېل پاتې شي او خپلو نړیوالو ژمنو ته پام وکړي؛ هغه ژمنې چې د ملګرو ملتونو په وینا له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د بیا یوځای کېدو لپاره اړینې دي.

د اعلامیې له مخې، دواړو لورو هوکړه کړې چې خپلو اړیکو او تعامل ته به دوام ورکوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د دوحې بهیر د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې پیل کړ، چې موخه یې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو همغږي کول بلل شوي دي.

روزمري ډیکارلو د شنبې په ورځ کابل ته رسېدلې وه او د طالبانو د بهرنیو او کورنیو چارو له وزیرانو امیرخان متقي او سراج الدین حقاني سره جلا جلا لیدنې کتنې ترسره کړي دي.

د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د درنې واورې او بارانونو د دوام اټکل

د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د واورې او باران د احمتالي ورښت خبرداری ورکړی دی.

دې ریاست د یکشنبې په ورځ د دلوې په پنځمه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نورستان، کنړ، بغلان، پروان، لوګر، پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ، بامیان، غزني، زابل، ارزګان، دایکنډی، غور، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه، هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونه به نن دوشنبه د نسبتاً درنې واورې، سخت باران او تېزو بادونو شاهدان وي.

د باران اندازه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ تر ۴۰ ملي مترو او د واورې اندازه له ۱۰ تر ۴۰ سانتي مترو پورې اټکل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې درنه واوره شوې چې له امله یې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې شمېرې ښيي چې د تېرې چهارشنبې راهیسې د واورې او باران له امله له ۶۰ ډېر کسان مړه شوي او له ۱۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG