د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۸:۲۰

اتمر: موږ د پاکستان پر لېست غور او دوی دې زموږ د لېستونو په اړه اقدام وکړي


د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر وايي، دوی به د پاکستان له لورې د مشکوکو کسانو د ورسپارل شوي لېست په اړه غور او پلټنه وکړي خو له پاکستان هم غواړي چې د دوی له خوا د ورسپارل شوي ګڼو لېستونو او هغو مشهورو کسانو پر ضد اقدامات وکړي چې پاکستان کې خوندي ځالې لرې او افغانستان کې بریدونه پلانوي.

حنیف اتمر وايي، افغانستان هېڅ چا ته اجازه نه ورکوي چې د دوی له خاورې څخه په ګاونډیو هېوادونو کې د بریدونو لپاره کار واخلي.

ښاغلي اتمر دا خبره له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وکړه.

تر دې مخکې د پاکستان پوځي او ملکي چارواکو د سند ایالت په لعل شهباز قلندر زیارت کې تر خونړۍ چاودنې وروسته ادعا کړې وه چې"دښمن قونونه د داسې بریدونه لپاره د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي"

په لعل شهباز قلندر زیارت کې انتحاري حمله کې لسګونه کسان ووژل شول.
په لعل شهباز قلندر زیارت کې انتحاري حمله کې لسګونه کسان ووژل شول.

پاکستان د سند ایالت په دې چاودنه کې له برید وروسته افغانستان ته د ۷۶ مشکوکو ترهګرو یو لېست سپارلی چې د پاکستاني چارواکو په وینا په افغانستان کې پټ دي او له هغه ځایه پاکستان کې بریدونه کوي.

ښاغلي اتمر وویل، د جمعې په ورځ یې د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو له سلاکار سرتاج عزیر سره پر دې موضوع خبرې کړي.

اتمر: پاکستان باید زموږ پر ورسپارل شویو لېستونو هم غور وکړي.
اتمر: پاکستان باید زموږ پر ورسپارل شویو لېستونو هم غور وکړي.

ښاغلي اتمر د پاکستان له خوا دوی ته د سپارل شوي لېست په اړه وویل:

"دا سمه ده چې دوی موږ ته د د ۷۶ کسانو یو لېست راکړ او موږ ژمنه وکړه چې دا کسان لټوو، په اړه یې معلومات کوو، خو په عین زمان کې ما له ښاغلي سرتاج عزیر څخه وغوښتل چې پر هغو لېستونو هم غور وکړي چې موږ په ځلونو ور استولي، د هغو مشهورو ترهګرو په اړه چې زموږ د خلکو د عامه وژنې مسؤل دي هم موږ تمه لرو چې پاکستان به اقدام وکړي."

د ښاغلي اتمر په وینا دا خلک د پاکستان په ښارونو او امن سیمو کې چې د حکومت تر کنټرول لاندې دي ازادانه فعالیت کوي او له هغه ځایه په افغانستان کې ترهګریز بریدونه تنظیموي.

غني: د کندهار او کابل پېښو عاملین پاکستان کې ازاد ګرځي

ښاغلي اتمر وویل، افغان دولت د پاکستان په یو زیارت کې چې افغانان هم ورته درناوی لري دا ډول برید خواشیني کړي او غندي یې خو د نوموړي په وینا پاکستاني دوستان باید درک کړي او د افغانانو له زړونو هم خبر شي.

افغانستان د سند خونړۍ حملې په اړه د پاکستان تورونه رد کړي

ښاغلي اتمر زیاته کړه.

"تېره اوونۍ په پاکستان کې څلور تروریستي بریدونه شوې په داسې حال کې چې په تېرو۱۴ میاشتو کې په افغانستان کې په دا ډول بریدونو کې زموږ تر دېرش زرو زیات هېوادوال یا وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي، دا بریدونه هغو ترهګرو کړي چې له بدمرغه اوس هم له افغانستان څخه بهر خوندي پټنځایونه لري او ملاتړ لري، ما ښاغلي سرتاج عزیز ته وویل چې څو ځله ما له تاسو سره خبرې کړي؟ او څو ځله مې درته د ترهګرو د دې پټنځایونو په اړه ویلي؟ او څو ځله موږ داسې لېستونه تاسو ته درکړي."

د سترې محکمې پر کارکوونکو د پرونۍ حملې مسؤلیت داعش واخیست

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر وايي، له ښاغلي سرتاج عزیز یې وغوښتل چې افغانستان او پاکستان باید "د ترهګرۍ او د ترهګرو د پټنځایونو په اړه "پر یو میکانیزم موافقې ته ورسېږي او د دې پدیدې پر ضد صادقانه عمل وکړي.

له ارګ څخه یوه خپره شوې خبرپاڼه کې هم پر همداسې یو میکانیزم موافقې ته د رسېدو ټینګار شوی او ویل شوي چې د پاکستان، افغانستان، چین او امریکا د څلور اړخیزو غونډو په پایله کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه لپاره یو هر اړخیز سند چمتو شوی و چې اوس تر بل هر وخت زیاته اړتیا ده چې پاکستان د دې سند مواد عملي کړي.

پاکستان پر له پسې دا ردوي چې ګوندې په خپله خاوره یې د هغو وسله والو لپاره پټنځایونو ته اجازه ورکړي چې افغانستان کې بریدونه کوي.

خو له ازادي راډیو سره په خبرو کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر وویل، پر پاکستان نړیوال فشار په زیاتېدو دی او په دې هېواد کې د ترهګرو د پټنځایونو د موجودیت څخه انکار نور هېڅ چا ته د منلو وړ نه دی.

ښاغلي اتمر وویل له سرتاج عزیز سره په خبرو کې دې نتیجې ته ورسېد چې دواړه به د خپلو مشرانو تر مشورې وروسته د ترهګرۍ او د ترهګرو د پټنځایونو په اړه د مبارزې په برخه کې پر یو شریک میکانیزم د توافق لپاره کار کوي.

XS
SM
MD
LG