د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۵

د سترې محکمې پر کارکوونکو د پرونۍ حملې مسؤلیت داعش واخیست


په کابل کې د سترې محکمې پر کار کوونکو د تېرې ورځې انتحاري حملې مسؤلیت داعش ډلې په غاړه واخیست.

په دغې حمله کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې ۲۰ تنه ملکیان وژل شوي او ۴۰ تنه ټپيان شوي دي.

دغه وسله‌والې ډلې په خپل یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي په کابل کې د سترې محکمې پر کارکوونکو انتحاري حمله د دې ډلې یوه غړي ابوبکر التاجکي کړې ده.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر ویلي چې د تېرې ورځې انتحاري حمله دا ښیي چې د عدلي او قضايي ادارو ملکي کارکوونکي قصداً هدف ګرځول کېږي.

په اعلامیه کې د یوناما د مشر له خولې ویل شوي هغه کسان چې دا ډول حملې کوي باید مجازات شي.

یاده حمله د ملګرو ملتونو، افغانستان کې د اروپايي اتحادیې او امریکا له‌خوا غندل شوې ده.

XS
SM
MD
LG