د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

عزيز: افغان حکومت بايد خپله خاوره کې د ترهګرو د ځپلو ډاډ ورکړي


د پاکستان صدراعظم نوازشريف او د پوځ لوى درستيز جنرال قمرجاويد باجوه د جمعې په غرمه د سيند نواب شاه سيمې ته ولاړل او هلته يې په روغتون کې د سېوڼ د پروني ځانوژونکي بريد له ټپيانو سره وليدل او هغوى ته يې ګلونه وړاندې کړل.

صدراعظم نواز شريف وويل چې ترهګر د خلکو له ژوند سره لوبې کوي او ولس ته پکار دى چې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره سره يو شي.

د پاکستان د پوځ لوى درستيز بېګا د سېوڼ تر پېښې وروسته ګواښ کړى چې ترهګرو ته به کلک ځواب ورکړي.

د دې ته پام سره پاکستاني امنيتي ځواکونو د جمعې په ورځ د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې د شاوخوا دېرشو وسله والو د وژل کېدو ادعا کړې ده.

ورسره يې په ټول هېواد کې د مهمو دولتي تاسيساتو او مزارونو امنيت سخت کړى دى او په کراچۍ کې يې د احتمالي خطر د مخنيوي په مقصد د دې هېواد د موسس محمدعلي جناح مزار د دوو ورځو لپاره تړلى دى.

د شهباز قلندر پر مزار د خونړي بريد په غم کې په سيند ايالت کې درې ورځنى ماتم کېږي، ورسره سم د پاکستان نورو درو ايالتونو پنجاب، خېبر پښتونخوا او بلوچستان هم د دې پېښې په تړاو يو ورځنى ماتم اعلان کړى دى.

وروسته له هغه چې پاکستاني پوځ افغان ډيپلوماټان په پينډۍ کې احضار کړل او د ٧٦ وسلوالو ليسټ يې ورته وړاندې کړ، د صدراعظم نواز شريف د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز هم د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ښاغلي حنيف اتمر ته ټیليفون کړى او د پرونۍ پېښه په تړاو يې ورته خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

سرتاج عزيز په ټیليفوني خبرو کې ښاغلي اتمر ته ويلي چې جماعت الاحرار ډلې د پاکستان په وروستيو تروريستي بريدونو کې د لاس لرلو ادعا کړې او وايي چې په افغانستان کې يې د دې ډلې د پټو پناه ځايونه په اړه افغان حکومت ته خپله اندېښنه څرګنده کړې، خو دوى ورته مثبت ځواب نه دى ويلى.

سرتاج عزيز ويلي چې ترهګري د دغو دواړو هېوادونو لپاره لوى خطر دى او د ځپلو لپاره يې پکار دى چې افغان حکومت ورته د دغو ډلو په ضد د کلکو ګامونو اخيستلو په اړه ورته ډاډ ورکړي چې ګواکې هغوى به د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد نه کاروي.

هلته له سېوڼ سيمې په تر لاسه شويو خبرونو کې ويل کېږي چې د جمعې په ورځ هم سلګونه زيارت کوونکي دې مزار ته ورغلي او پر کلک امنيت برسېره يې په مخ کې پراته خنډونه له منځه وړي، مزار ته ور ننوتي او هلته يې ماتم پيل کړى دى.

د دې تر څنګ د سېوڼ سيمې په ښار کې هم سلګونه خلک سړکونو ته را وتلي او په احتجاجونو يې لاسه پورې کړى دى.

پوليس وايي قهرجنو مظاهره چيانو د پوليسو تاڼه محاصره کړې او د پوليسو يوه موټر ته يې هم اور اچولى دى.

په سېوڼ کې د نوميالي صوفي لعل شهباز قلندر پر مزار د پروني بريد مسؤليت داعش وسلوالې ډلې منلى دى.

په دې بريد کې د وژل شويو کسانو شمېر ٨٥ تنو ته ورسېد او په شاوخوا دوه نيم سوه ټپيانو کې لا هم د شاوخوا شپېتو تنو حالت مرګونى بلل کېږي.

په وژل شويو کسانو کې د بلوچستان د مسلم باغ سيمې دوه ځوانان هم شامل دي.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG