د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

د سېند له حملې وروسته پاکستان له افغانستانه ٧٦ وسله وال غوښتي


د تورخم او وېش پولي نن د جمعې په ورځ د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې دي او څرګنده نه‎ده چې کله پرانيستل شي.

د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو څانګې تېره شپه د سېند په سېوڼ سيمه کې د لعل شهباز قلندر پر مزار تر بريد وروسته اعلان وکړ چې له افغانستان سره ګډه پوله به د امنيت په خاطر تر ناڅرګندې مودې تړلې وي.

پاکستاني سرحدي ځواکونو ته امر شوى چې که چا تر پولي د اوښتو را اوښتو هڅه کوله، بې له ځنډه دې وويشتل شي.

د پوځ د عامه اړيکو څانګې په تازه خپاره کړي خبر کې ويلي چې نن د جمعې په سهار يې په اسلام‎اباد کې د افغان سفارت ډيپلوماټان په راولپنډۍ کې د پوځ مرکزي قرارګاه ته ور وبلل او ځینې ويې غوښتل چې په افغانستان کې د مېشتو وسله‎والو په ضد دي 'سمدستي اقدام' وکړي او يا دې يې پاکستان ته ور وسپاري.

د پوځ د عامه اړيکو د څانګې مشر بريد جنرال آصف غفور پر ټويټر په خپاره کړي خبر کې ويلي چې افغان ډيپلوماټانو ته يې د هغو ٧٦ تنه وسله‎والو لېسټ وړاندې کړى چې وايي، په افغانستان کې پټن‎ځايونه لري او له هغه ځايه په پاکستان کې وسله‎والې حملې تنظيموي.

دا لومړى ځل دى چې د بهرنيو چارو د دفتر پرځاى د پاکستان پوځي چارواکي افغان ډيپلوټان ور احضار کړي دي.

د سيند په سېوڼ کې د لعل شهباز قلندر پر مزار بريد په يوه اوونۍ کې د ترهګرۍ شپږم بريد دى، تر دې وړاندې په لاهور، کوټه، آواران، پېښور، مومندو او ډېره اسماعيل خان کې په بېلابېلو پېښو کې تر سلو زيات کسان و وژل شول چې د پاکستاني پوليسو لوړپوړي افسران، ملېشه عسکر او پوځي سرتېري هم په‎کې شامل دي.

د پوځ د عامه اړيکو څانګې خبر ورکړى چې د پنجشنبې په سهار د بلوچستان په لېرې پرته آواران سيمه کې د پوځ يوه قافله روانه وه چې د سړک له غاړې ورته ښخ شوى ماين ورباندې وچاودېد او په نتيجه کې يې يو تورن او دوه نور پوځي سرتېري و وژل شول او دوه نور ټپيان شول.

د لعل شهباز قلندر پر مزار تر بريد وروسته په ټول پاکستان کې امنيت ټينګ شوى او د دې هېواد پر مهمو دولتي تأسيساتو، دفترونو، پوهنتونونو او مزارونو د امنيتي کسانو شمېر زيات کړاى شوى دى، د دې تر څنګ په وسله‎والو کسانو پسې پلټنې هم پيل شوي او خبر ورکول کېږي چې د پنجاب په سيالکوټ ښار کې ٣٤ تنه افغان کډوال نيول شوي دي.

د يادونې وړ ده چې د تېر ٢٠١٦میلادي کال په جون کې هم پر تورخم پوله د افغان او پاکستاني چارواکو تر منځ د شخړې په نتيجه کې د تورخم لاره يوه اوونۍ تړل شوې وه او په اګسټ مياشت کې وېش پوله هم د پاکستاني چارواکيو له خوا تر دې ادعا دوې اوونۍ تړلې وه چې وايي، په سپين‎بولدک کې افغان مظاهره چيانو پاکستاني بېرغ ته اور اچولى وو.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG