د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

افغانستان د سند خونړۍ حملې په اړه د پاکستان تورونه رد کړي


افغان چارواکو نن د اسلام آباد د هغو تورونو په وړاندې غبرګون وښود چې وايي، په سند کې خونړۍ تروریستي حمله هغو افراطي وسله والو کړې ده چې د دوی په وینا په افغانستان کې دیره دي.

د پاکستان د صدراعظم د نړیوالو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز نن د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره په ټیلیفوني خبرو کې تور ولګاوه چې افغان حکومت په خپل قلمرو کې د پاکستاني وسله والو د ځپلو په برخه کې اقدام نه دی کړی.

پرون ماښام د کراچۍ ښار شمال ختيځ لور ته په ۳۰۰ کيلو مټرۍ کې د سېوڼ شريف په نوم سيمه کې د مشهور صوفي لعل شهباز قلندر په مزار کې دننه هغه مهال يوه زوروره چاودنه وشوه چې زرګونه کسان نارينه، ښځې او ماشومان د عُرس لپاره را ټول شوي وو.

پاکستاني چارواکو په دې چاودنه کې د لږترلږه شلو ماشومانو په ګډون د ۸۸ کسانو د مړینې او د څه باندې سلو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی.

د سېند د خونړۍ حملې پړه اسلامي دولت ډلې یا داعش منلی، خو د پاکستان پوځ وايي، د افغانستان حکومت ته یې د ۷۶ هغو تروریستانو لېست سپارلی دی چې د دوی په وینا په افغانستان کې فعالیت کوي.

په کابل کې چارواکو د دې څرګندونو په ځواب کې ویلي چې افغانستان په خپله د ترورېزم قرباني دی او ځکه په نورو هېوادونو کې د تروریستي ډلو ملاتړ نه کوي.

ولسمشر اشرف غني چې نړیواله امنیتي غونډه کې د ګډون لپاره د جرمني مونېخ ښار ته تللی په یو بیان کې د داعش په ګډون د ټولو تروریستي ډلو پر ضد پر مبارزه ټینګار کړی ویلي یې دي چې ترورېزم د ټولو هېوادونو لپاره ګډ دښمن او جدي خطر دی.

ولسمشر غني په هغه بیان کې چې نن د ارګ پر رسمي ویب‎پاڼه خپور شو د ترورېزم ضد د مبارزې د بریا لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پر اړتیا ټینګار کړی.

په داسې حال کې چې افغان حکومت په تېرو ۱۵ کلونو کې په افغانستان کې د تقریبا ټولو تروریستي حملو تور پر پاکستان لګولی ولسمشر غني په خپل بیان کې ویلي چې افغانستان د ترورېزم پرضد مبارزه کې تل صادق و او پر پاکستان یې هم غږ کړی چې په دې برخه کې رښتیني اقدامات وکړي.

په همدې حال کې د ننګرهار د امنیې قوماندان ګل آغا روحاني اسوشیټیډ پرېس خبري آژانس ته ویلي د پاکستان پوځ نن پر لالپورې ولسوالۍ د توپونو ډزې وکړې چې په نتیجه کې دوه ماشومان ټپیان شوي او د سیمې خلک له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي دي.

پاکستاني چارواکو نن وویل چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ملیشه ځواکونو حمله وشوه.

دوی تائید کړې ده چې دوی د دې حملو ځواب د توپ په مرمیو ورکړی.

پاکستاني ځواکونو همدا راز افغانستان ته تللې ټولې لارې بندې کړې دي.

XS
SM
MD
LG