د افغانستان او پاکستان د خصوصي سکتور د استازو ترمنځ هغه ناسته چې ټاکل شوې وه د دوو هیوادونو ترمنځ د لارو د بیا پرانیستلو په اړه خبرې پکې وشي، ځنډول شوې ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، خان جان الکوزي، ازادي راډیو ته وویل چې د پخوانیو خبرو له مخې ټاکل شوې وه چې د دواړو هېوادونو پلاوي د سېشنبې په ورځ د تورخم په صفري نقطه کې سره وګوري، خو د پاکستان د خصوصي سکتور له لوري د تخنیکي ستونزو په یادولو سره دا ناسته وځنډول شوه.
خو د پاکستان د سوداګرۍ خونې یو غړی وايي چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پخواني توافق له مخې خپل باصلاحیته پلاوی نه و معرفي کړی، له همدې امله ناسته ترسره نه شوه.
هغه ناسته چې ټاکل شوې وه د سېشنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان د خصوصي سکتور ترمنځ په تورخم کې جوړه شي، وځنډول شوه.
خان جان الکوزی وايي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو فدراسیون ترمنځ د وروستیو انلاین خبرو پر بنسټ، پلان دا و چې د دواړو خواوو یو ګډ کمېسیون د لارو د پرانیستلو په اړه خبرې وکړي.
د الکوزي په وینا، د پاکستان لوري د دوشنبې په شپه خبر ورکړ چې د تخنیکي ستونزو له امله به په هغه ناسته کې ګډون ونه کړي چې ټاکل شوې وه د تورخم په صفري نقطه کې جوړه شي.
هغه وویل:
«د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې خپل اووه کسان ور وپېژندل چې هلته په صفري نقطه کې خبرې وکړي. موږ بشپړ چمتو وو چې نن (سېشنبه) ولاړ شو او هغوی هم خپل کسان معرفي کړي وو، خو د شپې له خوا وویل شول چې ځینې تخنیکي ستونزې شته او ناسته نه ترسره کېږي.»
الکوزي زیاته کړه چې د طالبانو حکومت هم د دې ناستې له جوړېدو سره موافق و.
د هغه په خبره، د طالبانو حکومت په دې باور دی چې د دواړو خواوو ترمنځ د تګ راتګ او تجارت لارې د پاکستان حکومت تړلې دي او د بیا پرانیستلو لپاره باید د پاکستان حکومت د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته وړاندیز وکړي او ډاډ ورکړي چې بیا به دا لارې نه بندوي؛ هغه دریځ چې د طالبانو چارواکو تر دې وړاندې هم پرې ټینګار کړی دی.
خو د کرښې هغې غاړې ته، د پاکستان خصوصي سکتور د خبرو د ځنډېدو په اړه بل نظر لري.
د پاکستان د سوداګرۍ خونې غړی، سید حسین جواد کاظمي، وايي چې ټاکل شوې وه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه یو باصلاحیته کمېسیون د خبرو لپاره معرفي کړي، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.
هغه وویل:
«موږ له خپلو افغان سیالانو چې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشران دي وغوښتل چې د جرګې د جوړولو لپاره ګډ باصلاحیته کمېسیونونه رامنځته کړو، خو تر اوسه مو د هغوی ځواب نه دی ترلاسه کړی. کله چې ځواب را ورسېږي، موږ به یې له خپل حکومت سره شریک کړو او د اجازې تر ترلاسه کېدو وروسته به انشاءالله په پوله کې جرګه جوړه کړو، یوې حللارې ته به ورسېږو او پایلې به له خپل دولت سره شریکې کړو.»
په همدې تړاو، د اقتصادي چارو شنونکی داوود مایار وايي چې دا ستونزه یوازې د خصوصي سکتور له لارې نه حل کېږي، بلکې د طالبانو حکومت او د پاکستان حکومت باید پرې پرېکړه وکړي.
هغه ازادي راډیو ته وویل:
«اقتصادي او حقوقي مسایل ټول د سترو سیاسي مسایلو تر اغېز لاندې دي. اصلي پرېکړه سیاسي چارواکي کوي، په ځانګړي ډول هلته چې د بهرني سیاست بحث مطرح وي.»
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي چې د لارو بند پاتې کېدو دواړو لورو ته ستر اقتصادي زیانونه اړولي دي.
د هغوی په وینا، دا مهال په افغانستان کې د ځینو وارداتي توکو لکه درملو او سمینټو بیې لوړې شوې دي، او همداراز د افغان سوداګرو له ۱۱ زره تر ۱۲ زره پورې کانتینرونه په پاکستان کې بند پاتې دي چې هره ورځ پرې د ډیمریج (د تم ځای کرایه) لګښتونه زیاتېږي.
د اکتوبر په میاشت کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر نښتو وروسته، د پاکستان حکومت له افغانستان سره خپلې ټولې لارې وتړلې.
د طالبانو حکومت هم په غبرګون کې اعلان کړی چې تر هغه وخته چې له پاکستان څخه دا تضمین وانخلي چې نور به د سیاسي فشار د وسیلې په توګه د سرحدي لارو له تړلو کار نه اخلي، دا لارې به همداسې تړلې پاتې شي.