یو شمېر افغان بزګران وايي د بدیل کښت په برخه کې له حللارو پرته د بنګو د کښت د منع کولو په صورت کې د دوی ژوند اغیزمنیږي.
د کندوز ولایت یو بزګر چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو حکومت باید له دغه ډول فرمانونو مخکې د بزګرانو د معیشت د بدیل لارې هم په پام کې ونیسي:
" په خپلو کروندو کې یوه کمه اندازه بنګ کرو خو له دې وروسته څه وکړو، ځکه حکومت هره ورځ یو فرمان صادروي چې له امله یې بزګران زیانمنیږي، کله چې یو فرمان صادریږي باید د حل لارو په اړه یې هم فکر وشي تر څو موږ اغیزمن نه شو."
د بزګرانو په خبره بنګ هغه کښت دی چې له ګل او شیرې یې چرس ترلاسه کیږي.
د بلخ ولایت یو بزګر چې هغه هم نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلون په شرط وویل:
" اوس حکومت د چرسو کښت منع کړل، بزګران چې هر څه کري یو افت پرې راځي او زیان ورته رسیږي، د بزګرانو هڅې اوبه وړي، او لګښتونه یې نه پوره کیږي، د دې بدیل باید بزګرانو ته خامخا ورکول شي."
دا په داسې حال کې چې د طالبانو د حکومت مشر په یو تازه فرمان کې په ټول افغانستان کې د بنګو کښت منع اعلاه کړی دی.
په دې فرمان کې، چې د دوشنبې په ورځ (د جنوري ۵ مه) د طالبانو د حکومت د فرمانونو او احکامو د تعقیب ریاست په خپله اېکسپاڼه خپور کړی، راغلي چې له دې وروسته هیڅوک په خپلو کروندو کې د بنګو د کښت اجازه نه لري او که د هرچا په ځمکو کې دا کښت ولیدل شي له لمنځه به یوړل شي.
په دې فرمان کې د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت او نورو کشفي ادارو ته امر شوی چې په دې برخه کې سرغړونکي ونیسي او محکمو ته یې معرفي کړي او محاکم مکلف دي چې د دې حکم له مخې هغوی ته سزا ورکړي.
نژدې دوه اوونۍ وړاندې د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو ادارې (ی، این، او، ډي، سي) راپور ورکړ چې د بدخشان، بلخ او کندوز ۸۵ سلنه بزګران چې پخوا یې په خپلو کروندو کې کوکنار کرل په دې کښت له بندیز وروسته خپلې اړتیاوې نه شي پوره کولای.
دې ادارې دوه میاشتې وړاندې خبرداری ورکړ چې اقلیمي بدلونونه او اقتصادي فشارونه بزګران مجبوروي چې یو وار بیا د کوکنارو کښت ته مخه وکړي.
دز ادارې په عقرب میاشت کې په افغانستان کې د میتامفتامین او نورو مصنوعي نشه يي موادو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
د طالبانو د حکومت مشر ملا هبت الله په ۲۰۲۲ کال کې د مخدره توکو کښت، قاچاق او خرڅلاو په ټول افغانستان کې منع اعلان کړ.
له دې وروسته طالبانو په بیلابیلو ولایتونو کې د کوکنارو د کروندو د ویجاړولو عملیاتونه ترسره کړل.
خو د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې یو این او ډي سي د روان کال په سرطان میاشت کې راپور وکړو چې په دې هیواد کې د چرسو و او تریاکو دودیز استعمال کم شوی داسې مهال چې د هیروینو او شیشې په ګډون د خطرناکو مخدره موادو استعمال زیات شوی دی.
راپورونه وايي چې د کوکنار د کمښت له امله اوس د مصنوعي مخدره موادو سوداګري د جنايي جرمونو د سازمان شویو ډلو لپاره په عاید بدله شوې ده.
طالب چارواکو بیا په وار وار ویلي چې د مخدره موادو تولید، قاچاق او کښت یې نږدې صفر ته رسولی دی.
یو شمېر بزګران وايي وچکالۍ او طبیعي افتونو د دوی د حاصلاتو لویه برخه له منځه وړې ده.
بزګران وايي داسې مهال چې پرلپسې وچکالۍ او طبیعي افتونو د دوی د حاصلاتو لویه برخه له منځه وړې او د دوی ستونزې یې زیاتې کړي، د بدیل کښت په برخه کې شوې مرستې کافي نه دي.
دوی ټینګار کوي چې طالبان باید د بزګرانو د وضعیت د ښه کېدو لپاره ګټورې او بنسټیزې پروژې پلې کړي.