د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۷:۰۲

چارسده: پر محکمې بريد کې د ٣ وسله‌والو په شمول اته تنه وژل شوي


د خېبر پښتونخوا په چارسده کې وسله‌والو يوې محکمې ته د ننوتو هڅه کوله چې پوليسو يې مخه ونيوله او هغوى ورباندې د لاسي بمونو حملې وکړې، په نتيجه کې يې د درېواړو وسله‌والو او دوو پوليسو په شمول نهه تنه وژل شوي او شل تنه په‌کې ټپيان دي.

د سې شنبې په غرمه وسله‌والو د پښتونخوا ايالت مرکز پېښور ته نېږدې په څلوېښت کېلو مترۍ کې د چارسدې سيمې په تنګي نومي ځاى کې يوې محکمې ته د ننوتو هڅه کوله، خو بريالي نه‌شول او هملته‌يې د محکمې پر لويه دروازه بمي حملې وکړې، خو پوليسو تر محاصرې وروسته يو په ډزو وواژه او دوو نورو په ځان پسې چاودېدونکي مواد وچاودل او ووژل شول.

د چارسدې پوليس چارواکي وايي، په پاکستان کې وروستيو حملو ته په پام‌يې د سيمې د مهمو دولتي دفترونو امنيت ټينګ کړى او دې محکمې ته هم چې خلک ورننوځي، کلکه تلاشي يې کېږي، خو وايي بريدګرو هڅه کوله چې پر یوې بله لار محکمې ته ننوځي، مګر پوليسو يې مخه ونيوله او شااوخوا پنځلس دقيقې يې ورسره د ډزو تبادله وشوه او هغوى يې ووژل.

د مردان د پوليسو مشر اعجاز خان په دې اړه رسنيو ته وويل:

"پوليسو ته مخکې لا پر محکمه د ګواښونو خبرتيا وه، زموږ د معلوماتو پر اساس درې ځان‌وژونکو کچارۍ ته د ننوتو هڅه کړې، دوى لومړى د لاسي بمونو په وسيله پر دروازه بريد کړى، پوليسو ځوابي ډزې ورباندې پيل کړې، درېواړه ځان‌وژونکي پوليسو ووژل، ويل کېږي چې څلورم تر دروازې دباندې ځان چاودلى دى، شپږ کسان وژل شوي."

د پوليسو مشر اعجاز خان وايي، په پېښه کې شپږ تنه وژل شوي چې وايي په هغوى کې دوه پوليس عسکر او يو مدافع وکيل هم شامل دى او پنځلس تنه په‌کې ټپيان شوي چې وايي په هغوى کې هم شپږ پوليس عسکر او نور عام خلک دي او د درملنې لپاره د پېښور ليډي ريډنګ روغتون ته وړل شوي دي.

د پښتونخوا ايالت د اطلاعاتو ايالتي وزير مشتاق غني رسنيو ته وويل چې د چارسده پر محکمې شوې حمله په پاکستان کې د وروستيو ترورېستي بريدونو د لړۍ يوه کړۍ ده او تور پورې کوي چې تر شا يې هماغه وسله‌وال دي چې په افغانستان کې خوندي پناه‌ځايونه لري.

مشتاق غني وايي:

"ټول پاکستان دا مهال د ترهګرۍ له خطر سره مخامخ دى او د وسله‌والو بريدونو کومه لړۍ چې پيل شوې، په سېوڼ شريف، لاهور، مخکې په پېښور او اوس په چارسده کې حمله وشوه، د دې ټولو پېښو تنظيموونکي د افغانستان په سرحدي سيمو کې ناست دي چې د پاکستان پوځ‌يې پر ضد د عملياتو پرېکړه کړې او کوي يې."

د سیند سېوڼ کې د لعل شهباز قلندر زیارت.
د سیند سېوڼ کې د لعل شهباز قلندر زیارت.

د سيند سېوڼ کې انتحاري حملې ٧٥ تنه وژلي او ٢٠٠یې ټپيان کړي

د دې بريد مسؤليت له پاکستاني طالبانو جلا شوې ډلې جماعت‌الاحرار پر غاړه اخيستى دى.

د اسد منصور په نامه تن چې ځان د دې ډلې وياند بولي رسنيو ته ويلي چې دا حمله‌يې هم "د غازي عملياتو" برخه ده.

د يادونې وړ ده چې له تېر يوه کاله راهيسې محکمې يا عدالتونه هم د وسله‌والو له‌خوا په نښه کېږي، د تېر کال په مارچ کې هم د چارسدې په شبقدر کې وسله‌والو پر ځايي محکمه بريد کړى وو چې په نتيجه کې يې اوولس تنه وژل شوي وو.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG