د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۴

په شبقدر کې انتحاري حملې د وژل شوېو شمېر ١٦ته ورساوه


د خېبرپښتونخوا صوبې د چارسدې ضلعې د شبقدر په سيمه ييزې محکمې يا سيشن کورټ کې د ځانمرګى بريد د وژل شوېو شمېر ١٦ ته پورته شوى او ٢٢ نور په کې ټپيان دي.

دا په داسې حال کې ده چې يوه ځانمرګي بريدګر د دوشنبې په ورځ په شبقدر بازار کې د محکمې په دروازه کې په ځان پورې تړلي چاودېدونکي مواد والوزول او ګڼو کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

ځايي امنيتي چارواکيو تر دغه بريد وروسته په لومړي سر کې د ٨ کسانو د مړينې او ١١ تنو د ټپي کېدو پخلى کړى و، خو پاکستاني رسنۍ وايي چې د مړو شمېر ١٦ ته پورته شوى دى.

چارواکي وايي، د بريد پرمهال په محکمه کې دننه سلګونه کسان موجود وو او په خبره يې، ځانمرګي بريدګر غوښتل چې محکمې ته دننه شي، خو په دروازه کې ولاړو امنيتي ساتونکيو يې مخه ونيوله.

په وژل شوېو کې ٢ پوليسو په ګډون ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د چارسدې د پوليسو يوه مشر ډي پي او سهيل خالد له رسنيو سره په خبرو کې تاييد کړه چې دا يو ځانمرګى بريد و او زياته يې کړه چې بريدګر غوښتل محکمې ته دننه ننوځي:

"دا يو ځانمرګى بريد و او په وژل شوېو کې ٢ پوليس ساتونکي کې هم دي چې ځانمرګى بريدګر يې [د محکمې] په دروازه کې ايسار کړ او دننه ننوتلو ته يې پرېنښود. په ټپيانو کې هم د يوې ښځينه پوليسې په ګډون ٣ پوليس شامل دي. که څه هم بريدګر غوښتل چې محکمې ته دننه ننوځي، خو په دروازه کې ولاړو ساتونکيو ايسار کړ. "

په عين حال کې د پېښور د ليډي ريډينګ روغتون وياند سيد جميل شاه د دوشنبې په ورځ ناوخته ازادي راډيو ته په رالېږلي ايميل کې ويلي چې په ياد روغتون د شبقدر د بريد ٢٢ ټپيان تر درملنې لاندې دي چې ښځې او ماشومان هم په کې دي او د ځينو روغتيايي حالت ښه نه دى.

شبقدر تحصيل د خېبرپښتونخوا صوبې او د مومند ايجنسۍ د قبايلي سيمې پر پوله پروت دى چې وخت ناوخته په کې د وسله والو د ورانکاريو راپورونه ترلاسه کېږي.

له بلې خوا د ميډيا د راپورونو له مخې، په شبقدر کې د دغه خونړي ځانمرګي بريد مسووليت د جماعت احرار په نامه د پاکستاني طالبانو يوې ډلى منلى او دا يې د پنجاب صوبې د پخواني ګورنر سلمان تاثير د قاتل ممتاز قادري د اعدام غچ بللى دى.

ممتاز قادري د ٢٠١١میلادي کال په جنورۍ کې سلمان تاثير په اسلام اباد کې په ډزو وژلى و.

د پاکستان حکومت څو ورځې وړاندې ممتاز قادري په اډياله جېل کې پهانسي کړ چې په ضد يې بيا وروسته د ممتاز قادري پلويانو او د ځينو مذهبي ګوندونو غړيو په بېلابېلو ښارونو کې لاريونونه هم وکړل.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG