د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

هېواد: د پاکستان د بریدونو ترشا د پنجابي کړیو کرغېړن لاسونه


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو بیا هم په پاکستان کې د وروستیو بریدونو او په افغانستان کې د غېرې متمرکز نظام د رامنځته کېدو د هڅو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

د سرنوشت ورځپاڼې "د پاکستان بله شیطاني لوبې " ترعنوان لاندې په مقاله کې کښلي چې پاکستان د څووم ځل لپاره ژمنه وکړه چې له افغان حکومت سره په همغږۍ د ترهګرو د ځپلو لپاره د ګډ مېکانېزم په رامنځته کولو کار وکړي خو دوی خپله رښتینولي د روانې اوږدې جګړې په لړ کې ثابته نه کړه.

د سرمقاله لیکونکې په خبره نه یوازې افغان چارواکي بلکې امریکايي پوځيان، نړیوالې رسنۍ او ان ډېری پاکستاني سیاستوال په دې باور دي چې د ترهګرو مرکزونه په پاکستان کې دي خو دغه هېواد غواړي د خپل بام واورې پر ګاونډیو واچوي او ځان په یو ډول د ترهګرۍ قرباني وښي.

وېسا ورځپاڼې بیا ویلې یو ځل بیا د نامتمرکز "فدرالي" نظام ډنډورې تر عنوان لاندې په مقاله کې ویلي چې نن سبا په دنیا کې مختلف نظامونه رایج دي، سلطنتي نظامونه شته، جمهوري نظامونه شته د بیلګې په توګه پاکستان فدرالي نظام لري، هند فدرالي نظام لري، جرمني فدرالي نظام لري، امریکا فدرالي نظام لري او دغسې ګڼ شمېر نور هېوادونه البته په ډېرو دغه هېوادونو کې فدرالي نظام ګټور هم ثابت شوی خو د هغو هېوادونو مزاج په ټوله کې د فدرالي نظام غوښتنه کوي خو د افغانستان مزاج بیا له هغو سره فرق کوي.

د سرمقاله لیکونکې په خبره افغانستان یو کثیرالاقومي هېواد دی چې په وروستیو کې لسیزو کې د بهرنیو کړیو او قومونو له خوا د خپلو غرضونو پر بنا قومي، ژبني او سمتي اختلافونو ته ډېره لمن وهل شوي نو هغه کسان چې د نامتمرکز نظام غوښتونکي دي د ملي ګټو لپاره نه بلکې د شخو ګټو د خوندیتوب لپاره دغه بدیل غوره ګڼي.

او د هېواد دولتي ورځپاڼې هم "په پاکستان د ترهګریزو بریدونو ترشاه د پنجابي کړیو کرغېړن لاسونه" تر عنوان لاندې په مقاله کښلي چې که څه هم افغان حکومت په پاکستان وروستي بریدونه په کلکه غندلي او داعشیانو د لعل شهباز قلندر په زیارت کي د چاودنې مسؤلیت منلی خو د دغه برید ترشا د پنجاب د استخباراتو ، پوځي او تش په نامه مفتیانو او مذهبي ډلو لاسونه دي.

سرمقاله لیکونکی وايي چې په دې وروستیو کې پاکستان د نړۍ په خاصه توګه د امریکا تر فشار لاندی دی نو ځکه یې په خپلې خاورې دا ډول بریدونو ته زور ورکړی چې نړۍ دوکه کړي او پرې بندې شوې مرستې بېرته ورماتې کړي.

XS
SM
MD
LG