خبرونه
په سویس کې د نوي کال په شپه چاودنې یوشمیر کسان وژلي
د سویس پولیسو نن وویل چې د دغه هیواد په جنوب لویدیځ کې د کران-مونتانا د سکي د یوه مرکز په بار کې د چاودنې او اورلګیدنې له امله یوشمیر کسان وژل شوي او ټپيان شوې دي.
سکای نیوز تلویزیون د پولیسو په وینا خبر ورکړ چې تر لږه لس تنه وژل شوي دي، خو یوشمیر سیمه ییزې رسنۍ وایي چې ښایي تلفات زیات وي.
د پولیسو ویاند وویل چې د چاودنې پرمهال په دې بار کې تر سلو ډیر کسان وو.
دا پیښه تیره شپه یوه نیمه بجه رامنځته شوه. سیمه امنیتي ځواکونو کلابنده کړې ده، د دې سیمې پر سر یې الوتنې بندې کړې دي او پولیس وایي چې تر اوسه د چاودنې علت نه دی روښانه شوی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
طالبانو نژدې ۵۰۰ د موسیقي الې سوځولي دي
د طالبانو د حکومت د امربالعمروف او نهی المنکر وزارت په پروان او لغمان ولایتونو کې څه باندې ۵۰۰ د موسقي الې سوځولي دي.
دغه وزارت پرون ناوخته پر خپلې ایکس پاڼې د دغو موسیقي الاتو د سوځولو د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي،"په تیر یوکال کې له پروان ولایت څخه ۵۰۰ او له لغمان څخه ۱۰۰ د موسیقي الې راټول او د سه شنبې په ورځ وسوځول شوې".
د دغه وزارت په ټکو، په سوځولو شویو الو کې هارمونیه، تبله او نورو وسایل شامل وو.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو راهیسې په تیرو څلورو کلونو کې موسیقي په افغانستان کې حرامه بلل شوې او ورسره ډیر شمیر هنرمندانو او موسیقي کاران له دې هېواده ووتل.
دافغانستان د برېښنا شرکت له ایران سره د برېښنا تړون د ۱۴۰۵لمریزکال لپاره تمدید کړ
دافغانستان د برېښنا شرکت له ایران سره د برېښنا د پیرودلو تړون، د ۱۴۰۵لمریزکال لپاره تمدید کړ.
دغه تړون نن چهارشنبې د (فبروري۱۸مه) د دغه شرکت د مشر عبدالحق عمري او ایراني چارواکو ترمنځ په تهران کې لاسلیک شو.
طالبانو د دغه تړون د تمدید په اړه نور جزیات ورکړي نه دي.
د عمري په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی ایران ته تللی دی.
دغه شرکت پر خپلې ایکس پاڼې لیکي، "ایراني چارواکو سره د وارداتي برېښنا او د انرژۍ لیږد بنسټونو د پراختیا په اړه هم خبرې وشوې".
افغانستان د ایران په ګډون له ګاونډیو هېوادونو تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان څخه برېښنا واردوي.
یوازې پلازمینه کابل زر مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري چې برېښنا شرکت يې یوازې د ۴۰۰ تر ۵۰۰ کیلوواټه وړاندیز کولی شي، چې ډېره برخه یې له ازبیکستان او تاجکستانه وارداتي برېښنا ده.
د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، افغانستان ته په کال کې د ۵۰۰۰ مېګاواټه برېښنا اړتیا ده، خو اوس مهال افغانستان یوازې شاوخوا ۹۶۰ مېګاواټه برېښنا لري چې له دې څخه ۳۵۰ تر ۴۰۰ مېګاواټه له کورنیو سرچینو برابرېږي.
ایران او پاکستان له پرون راهیسې ۸۱۲ افغانې کورنۍ بیرته افغانستان ته ستنې کړې دي
ایران او پاکستان له پرون راهیسې ۸۱۲ افغانې کورنۍ بیرته افغانستان ته ستنې کړې دي.
د طالبانو په واک باختر خبري اژانس نن چهارشنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،"دغه کورنۍ د نیمروز، ننګرهار، هلمند، هرات او کندهار ولایتونو له لارې راستنې شوي دي".
بل پلو، په تعبید کې د رسنیو د ملاتړ سازمان د پاکستان او ایران پر حکومتونو غږ کړی چې د برازیل بشرپاله ویزو ته په تمه په دې هېوادونو کې میشت افغان خبریالان چې له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دي بیرته افغانستان ته اخراج نه کړي.
دغه سازمان نن په یو بیان کې غوښتنه کړې چې ایران او پاکستان دې خبریالانو سره د نړیوالو بشري اصولو سره سم برخورد وکړي.
ایران او پاکستان په وروستیو کې د خبریالانونو په ګډون په دې هېوادونو کې د میشتو افغان کډوالو د اخراج لړۍ پیل کړې ده.
د امریکا د مدني حقونو د خوځښت مشر جسي جکسون د ۸۴کلنۍ په عمر ومړ
د امریکا د مدني حقونو د خوځښت مشر جسي جکسون د ۸۴کلنۍ په عمر ومړ.
د جکسون کورنۍ پرون سه شنبې په یو بیان کې د هغه د مړینې په تایید سره ویلي،"زموږ پلار د خپلې کورنۍ سربیره، په ټوله نړۍ کې د بېوزلو او محرومو خلکو غږ او خدمتګار و".
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خپل سوشل ټروټ اکونټ په یو پیغام کې جکسون په نړۍ کې یو نه "تکراریدونکی" شخصیت یاد کړی دی.
د ټرمپ په ټکو، جکسون د تور پوستو امریکایانو د مدني حقونو لپاره نه سترې کېدونکې مبارزه کړې ده.
جکسون چې د مارتین لوتر کینګ له نژدې ملګرو و، له ۱۹۶۰ کالونو راهیسې په امریکا کې د تور پوستو امریکایانو د مدني حقونو د ترلاسه کولو لپاره کار کړی وو.
هغه دوه ځلې د امریکا ولسمشرۍ ته په ۱۹۸۴ او ۸۸ کالونو کې د موکراتانو په استازیتوب ځان نوماند کړی و.
جکسون په ۲۰۱۶ کال کې اعلان کړې و چې د پارکینسون په ناروغۍ اخته دی.
په شل اووریز نړیوال جام کې د افغانستان او کاناډا د لوبډلو ترمنځ د کرکټ لوبه راروانه ده
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شل اووریز نړیوال جام د سیالیو په دوام سبا پنجشنبې له کاناډا سره لوبه وکړي. دا لوبه د ماښام په ۶ بجو د چینای ښار په لوبغالي کې په پام کې ده.
د دې نړیوال جام د سیالیو په دوام نن هم درې لوبې پلان شوې دي؛ د کابل په وخت د ورځې په ۱۰ بجو د جنوبي افریقا او متحده عربي اماراتو، د ماسپښین په یوه بجه د نامیبیا او پاکستان او د ماښام په ۶ بجو د هند او هالنډ لوبډلې سره مخامخ کېږي.
په پرونیو سیالیو کې نیوزیلنډ کاناډا ته او نیپال سکاټلنډ ته ماتې ورکړه خو د آیرلنډ او زیمبابوې ترمنځ لوبه د باران له کبله هېڅ پیل نه شوه.
د اوکراین ولسمشر: له روسیې او اشغال شویو سیمو ۲ زره اوکرایني ماشومان راګرځول شوي دي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پرون اعلان وکړ چې له روسیې او د دې هېواد تر اشغال لاندې سیمو څخه تراوسه دوه زره اوکرایني ماشومان اوکراین ته ستانه شوي خو زرګونه نور لاهم اسیران دي.
د ۲۰۲۲ کال په فبروري میاشت کې پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې پر مسکو تور لګېدلی دی چې د اوکراین له اشغال شویو سیمو څخه یې شاوخوا شل زره ماشومان خپل قلمرو ته لېږدولي دي.
کییف وايي چې روسیې دا ماشومان اړ کړي دي چې روسي تابعیت واخلي او له خپل اوکرایني هویت څخه تېر شي، خو مسکو وايي چې هدف یې د دې ماشومانو د امنیت خوندیتوب دی او د پېژندګلوۍ په صورت کې به یې خپلو خپلوانو ته وسپارل شي.
یوشمېر منځګړي چې د امریکا لومړۍ مېرمن میلانیا ټرمپ او د خلیج د هېوادونو چارواکي پکې شامل دي، هڅه کوي چې دا ماشومان اوکراین ته ستانه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د جرمونو نړیوالې محکمې په ۲۰۲۳ کال کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د دې هېواد د ماشومانو د حقونو کمیشنر په جنګي جرمونو او په غیرقانوني ډول د ماشومانو په ایستلو تورن کړي دي.
د ایران د بهرنیوچارو وزیر: د توافق بهیر پیل شوی خو ښايي سمدستي نتیجه ترلاسه نه شي
د ایران د بهرنیوچارو وزیر له امریکا سره د خبرو دوهم پړاو رغنده بللی خو وايي چې دواړه لوري د خپلو دریځونو د نژدې کولو لپاره نور کار ته هم اړتیا لري.
عباس عراقچي پرون په ژنیو کې د عمان په سفارت کې د خبرو له پای ته رسېدو وروسته وویل چې توافق ته د رسېدو بهیر پیل شوی دی خو ښايي سمدستي نتیجه ترلاسه نه شي.
هغه زیاته کړه چې د مذاکراتو د بل پړاو وخت تراوسه نه دی ټاکل شوی او اوس به دواړه لوري په خپلو پلازمېنو کې سلامشورې کوي.
په دې خبرو کې د ایراني پلاوي مشري عباس عراقچي او د متحدوایالاتو د پلاوي مشري د امریکا ځانګړي استازي سټیف ویتکوف او جرید کوشنر کوله.
ایران ویلي دي چې دا مذاکرات به یوازې د ایران د اټومي پروګرام په اړه وي خو متحدایالات ټینګار کوي چې د ایران د بالستیک توغندیو او د دې هېواد د سیمه ایز رول موضوع هم باید په خبرو کې شامله وي.
ډبلیو- ایچ- او: د افغانستان د ختیځ او جنوب ختیځ اوسېدونکي د ملاریا له ګواښ سره ډېر مخ دي
د روغتیا نړیوال سازمان WHO وايي چې د افغانستان د ختیځ او جنوب ختیځو سیمو خلک هرکال د جون او نوامبر میاشتو ترمنځ د ملاریا د ناروغۍ له ګواښ سره مخامخ کېږي.
د ملګروملتونو دې اړوندې ادارې پرون اعلان وکړ چې په افغانستان کې د ملاریا پرضد د مبارزې د ملي پروګرام ارزونه یې بشپړه کړې ده او د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره هڅې پیاوړې کوي.
په یوه بیان کې چې پرون د روغتیا د نړیوال سازمان WHO پر ویبپاڼه خپور شو، راغلي دي چې د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د ملاریا د مواردو له کمېدو وروسته په ۲۰۲۲ کال کې په ملاریا د اخته ناروغانو شمېر زیات شوی او په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې یې هم موارد زیات پاتې وو.
په راپور کې ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ترټولو زیانګالي ولایتونه بلل شوي او د WHO په وینا تودې هوا او د اقلیمي بدلونونو له کبله سختو بارانونو د ملاریا د میاشي د تکثر پراخېدو ته لاره اواره کړې ده.
په افغانستان کې د WHO استازي خبرداری ورکړی چې ملاریا پر زیانګالو ټولنو، په تېره پر ښځو او ماشومانو دروند فشار راوستی او ټینګار یې کړی دی چې د دوامداره همغږۍ او ملاتړ له لارې د دې ناروغۍ د پراختیا مخنیوی امکان لري.
چارشنبې په افغانستان او یوشمېر نورو اسلامي هېوادونو کې کې د روژې لومړۍ ورځ ده
نن په افغانستان او یوشمېر اسلامي هېوادو کې د روژې د مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده.
د طالبانو حکومت او سعودي عربستان، قطر، کوېټ، بحرین، یمن، عراق، لبنان او متحده عربي اماراتو پرون ماښام اعلان وکړ چې د نوې میاشتې هلال لیدل شوی دی.
خو ځینو نورو هېوادونو لکه ترکیې، سوریې، اردن، مالیزیا، اندونیزیا، هند او پاکستان پنجشنبې د روژې لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.
د روژې په مبارکه میاشت کې مسلمانان له پېشلمي څخه تر روژه ماتي پورې له خوراک او څښاک څخه ډډه کوي او ماښام د روژه ماتي لپاره سره یوځای کېږي.
د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي له ازبکستان سره د څه باندې درې سوه ملیون ډالرو د سوداګرۍ موافقې لاسلیک شوې
د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په مختلفو سکټورونو کې د سوداګرۍ د ۲۵ موافقو د لاسلیک خبر ورکوي.
دې وزارت نن سې شنبې پرخپلې ایکسپاڼه لیکلي چې دغه موافقې چې په کابل کې د افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ په ګډ کنفرانس کې لاسلیک شوې، ارزښت یې څه باندې درې سوه ملیون ډالره ښودل شوی. د دې وزارت په خبره د دغو موافقو له مخې دواړه لوري به په ساختماني، خوراکي توکو، کرنې، موبل او فرنیچر، درملو اود جامو په سکټورنو کې سره همکاري کوي.
د منځنۍ آسیا د نورو هیوادونو په پرتله له ازبکستان سره د طالبانو د حکومت اړیکې له کله چې طالبان بیا په افغانستان کې واک ته رسیدلي په سیاسي او اقتصادي برخو کې ډیرې پیاوړې شوې دي. د شمیرو له مخې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ راکړه ورکړه شاوخوا ۱،۶ ملیارډ ډالرو ته رسیده چې دا د ۲۰۲۴ کال په پرتله شاوخوا ۴۵ سلنه زیاتوالی ښیي.