خبرونه
په سویس کې د اورلګیدو له امله په لسګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
د سویس پولیس وایي، د کران مونتانا په تفریحي ښار کې د نوي کال د لمانځلو پرمهال د اورلګیدو له امله شاوخوا څلویښت تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نژدې سل تنه نور ټپيان شوي.
د رویټرز اژانس د راپور له مخې داسې ښکاري چې اور چا قصدا اچولی وي.
ځیني قربانیان ډير سوځیدلي دي چې پيژندل یې سخته دي.
دا پېښه د شپې د یوې نیمې بجې خواته رامنځته شوه.
سیمه امنیتي ځواکونو کلابنده کړې ده، د دې سیمې پر سر یې الوتنې بندې کړې دي او پولیس وایي چې تر اوسه د اورلګیدو علت نه دی روښانه شوی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اوچا: د بشري مرستو د وېش په برخه کې د لاسوهنې ۳۰ قضیې مو ثبت کړي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا وايي، د بشري مرستو د وېش په برخه کې د لاسوهنې ۳۰ قضیې يې ثبت کړي.
اوچا د پنجشنبې په ورځ (د سپټمبر ۳مه) پر خپلې وېبپاڼې په یو راپور کې ویلي چې "د روان کال له جولای میاشت راهیسې د بشري مرستو په وېش کې د لاسوهنې ۳۰ قضیې ثبت شوي چې ۱۶ موردهيې د دې ادارې د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې دي".
د اوچا په خبره، تر ټولو ډېرې قضیې د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې ثبت شوې دي.
په راپور کې وړاندې راغلي چې "د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د کارکوونکو په ګمارنه کې د لاسوهنې، د ښځینه کارکوونکو لپاره د محرم اړتیا او کاري محدودیتونه او د مرستو ځایونو ته د خلکو د لاسرسي اړوند قضیې هم ثبت شوې دي".
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو دې ادارې په هرات ولایت کې د خپلو دوو کارکوونکو د نیول کېدو یادونه کړې او ویلي چې دغه کسان ډېر وخت په توقیف کې پاتې شوي دي.
د دې ادارې په ټکو "له کارکوونکو سرهيې د توقیف پر مهال تاوتریخوالی شوی دی".
اوچا په خپل راپور کې دا نهده روښانه کړې چې کومو کسانو یا ډلو د بشري مرستو په وېش کې لاسوهنه کړې ده.
فرانسه کې د ګرمې هوا له کبله شاوخوا ۷ زره کسان مړه شوي
په فرانسه کې روغتیايي چارواکي وايي "سږ کال د ګرمې هوا له کبله شاوخوا ۷ زره کسان مړه شوي دي".
د دې هېواد د روغتیا وزیر سټیفن رېسټ د جمعې په ورځ د (سپټمبر ۴مه) وویل: "دا شمېرې وروستۍ نهدي او د راتلونکې اوونۍ په پای کې به وروستۍ شمېرې اعلان کړي."
له دې مخکې د روغتیا وزارت ویلي و چې د روان کال په جون او جولای میاشتو کې د نږدې ۶ زره کسانو مړینه ثبت شوې وه.
د فرانسې په ګډون په ډېر شمېر اروپايي هېوادونو کې سږکال د تودوخې کچه له ۴۰ درجې سانټي ګراډ لوړه شوې وه.
امریکا په ترکیه کې د ایران پر درې بنسټونو بندیزونه ولګول
د امریکا د خزانې وزارت په ترکیه کې پر درېیو ایراني بنسټونو بندیزونه ولګول.
دغه وزارت د جمعې په ورځ د (سپټمبر ۴مه) په ترکیه د ګولډن ګلوبل بانک درې څانګې د ایران قدس ځواکونو ته د میلیونونو ډالرو د معاملو په برابرولو تورنې کړې دي.
د دې وزارت په خبره، ګولډن ګلوبل د ایران حکومت ته اسانتیاوې برابرې کړي څو یو شمېر نړیوالو بانکونو ته لاسرسی ولري.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ ویلي: "لا هم یو شمېر مالي ادارو ته د دې منل ستونزمن دي چې موږ پر ایران د اقتصادي بندیزونو د وضع کولو په برخه کې جدي یو."
بسنټ د تېرې یکشنبې په ورځ روېټرز خبري اژانس کې په یوه مرکه کې ویلي چې تمه ده امریکا هره اوونۍ پر ایران تازه بندیزونه ولګوي چې تر ډېره به پر بانکونو متمرکز وي.
ګولډن ګلوبل په ترکیه کې یو ایراني بانک دی چې څو څانګې لري.
روسي بېپیلوټه الوتکو د اوکراین یوه امنیتي اداره په نښه کړې
روسي بېپیلوټه الوتکو په کیف کې پر یوې امنیتي ادارې برید کړی.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د جمعې په ورځ د (سپټمبر ۴مه) پر خپل ټلګرام د دې برید خبر ورکړی او ویلي دي "بېپیلوټه الوتکو د امنیتي خدمتونو پر ادارې برید کړی چې غچ به اخلو".
د کیف ښارول ویلي چې په برید کې اووه کسان ټپیان شوي.
تر اوسه معلومه نهده چې امنیتي چارواکي په ټپیانو کې شامل دي او که نه.
دا ۱۰مه پرلهپسې ورځ ده چې روسي بېپیلوټه الوتکې د پلازمېنې کیف په ګډون د اوکراین بېلابېل ښارونه په نښه کوي.
د روسیې د تېرې اوونۍ په بریدونو کې کیف ته څېرمه د میلا په کلي کې ۳۷ کسان ووژل شول.
امریکا دایران د سپاه پاسداران ځواکونو د یو مشر پر سر لس ملیونه ډالر جایزه اعلان کړه
د امریکا حکومت دهغو معلوماتو په بدل کې چې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو دسایبري عملیاتو مشر امیریاریاب ورباندې وپیژندل شی یا یې ځای معلوم شي لس ملیونه ډالر جایزه اعلان کړه.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايی نوموړی د سایبري عملیاتو د قوماندانۍ ترڅنګ د "شهید همت" او "شهید شوشتري"، ډلو په شمول د څو نورو ډلو څارنه هم کوي.
بهرنیو چارو وزارت د "عدالت لپاره د جایزې" د پروګرام په ترځ کې دغه جایزه اعلان کړې او زیاتوي چې دغه ډلې په امریکا ، اروپا او منځني ختیځ کې د زیربنايی مهمو تاسیساتو په وړاندې سایبري عملیاتو کې لاس لري.
د ایران د بشري حقوقو یو سازمان په دغه هیواد کې د دوه نورو افغانانو د اعدام خبر ورکوي
«ههنګاو» سازمان د جمعې په ورځ په خپل ویبسایټ کې د خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې دغه دوه کسان د مشهد مرکزي زندان کې اعدام شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې ۵۲ کلن انصار نامي او ۴۶ کلن نظیف رسول خوانده د چهارشنبې په سهار ( د وږي په یولسمه) په پټه اعدام شوي او کورنیو ته یې اجازه نه ده ورکړل شوې چې وروستی دیدار ورسره وکړي.
د هه نګاو سازمان خبر زیاتوي چې دغه دواړه کسان دوه کاله مخکې په یوه ګډه دوسیه کې د دوه کسانو د قتل په تور په قصاص محکوم شوي وو.
دغه سازمان چې په ټول ایران او خصوصا کوردستان کې دبشري حقوقو دنقض پیښې تعقیبوي مخکې یې ویلي وو چې ایران د روان کال په جون میاشت کې لږ تر لږه ۱۰۹ بندیان اعدام کړي، چې پنځه یې افغانان وو.
د امریکا پوځ د ایران په جنوب کې د واده د مراسمو په سیمه باندې د مرګوني برید په هکله څیړنه کوي
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ، سنتکام، د هغه توغندي یا ډرون په اړه داخلي څېړنه پیل کړې چې د سې شنبې په ماښام، د وږي په ۱۰مه، د امریکا له بریدونو سره هممهاله، د ایران په جنوب کې هرمز تنګي ته نږدې د یو واده پر مراسمو لګېدلی ، پنځه کسان یې وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.
د «اکسیوس» وېبپاڼې د جمعې په ورځ، (د وږي په ۱۳مه)، د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړ چې د سنتکام قوماندان اډمیرال برډ کوپر د چهارشنبې په ورځ د دې پېښې د څېړنې امر کړی دی.
امریکا تر اوسه د دغې پیښې مسوولیت نه دی منلی، خو د ایران چارواکو یې پړه د امریکا پر پوځ اچولی دی.
د امریکايي چارواکو په وینا، په سیمه کې د امریکايي ځواکونو هدف یوه مخابراتي ستنه وه چې د ملکي او پوځي اړیکو لپاره کارېده. امریکايي پوځ د برید په مهال اخیستل شوي انځورونه او د هدف د پېژندلو او ټاکلو بهیر ارزوي.
د امریکا مرستیال ولسمشر جيډي ونس هم د پنجشنبې په ماښام وویل چې واشنګټن د دې پېښې په اړه څېړنه کوي او غواړي معلومه کړي چې څه پېښ شوي دي.
هغه زیاته کړه: «که موږ تېروتنه کړې وي، بیا هم وایم چې دا زموږ او ایران ترمنځ لوی توپیر دی؛ کله چې زموږ پوځ تېروتنه وکړي، له هغې زده کړه کوي څو په راتلونکې کې لا ښه شي.»
د سنتکام ویاند هم ویلي چې امریکايي پوځ د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې له راپورونو خبر دی او دا موضوع څېړي، خو ټینګار یې کړی چې امریکايي ځواکونه «هیڅکله ملکي وګړي نه په نښه کوي.»
پاکستان کابل کې خپل استازی د مشورو لپاره ورغوښتی دی
پاکستاني رسنۍ راپور ورکوي چې دغه هیواد په افغانستان کې خپل استازی د مشورو لپاره اسلام اباد ته ورغوښتی دی.
انګلیسي ژبې د نیشن ورځپاڼه د بهرنیو چارو وزارت په حواله وړاندې لیکي چې عبیدالرحمن نظاماني اسلام اباد ته له رسیدو وروسته بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډارسره لیدلي او په غونډه کې د سیمه ایزو تحولاتو،دامنیتي وضعیت پر بدلونونو او هغو موضوعاتو خبرې شوي چې له پاکستان پورې مستقیم تړاو لري.
نور جزئیات نه دی ورکرل شوي خو ورځپاڼه لیکي چې د بهرنیو چارو وزیراسحاق ډار پر دې ټینګار کړی چې د سیمې پرمختګونه، په ځانګړي ډول هغه موارد چې پر سولې او امنیت اغېز لري، باید له نږدې وڅارل شي.
د افغانستان او پاکستان ترمینځ اړیکې په بیسارې توګه ترینګلې شوي دي او ددواړو هیوادونو ترمینځ سوداګري لارې څه دپاسه لس میاشتې کیږي چې تړل شوي دي .
په عین حال کې پاکستان د افغان کډوالو ستنولو ته هم زور ورکړی او هره ورځ سلګونه کسان افغانستان ته را اوړي.
اسلام اباد تور لګوي چې کابل هغو وسله والو مخالفینو ته پناه ورکړې چې د افغانستان له خاورې دننه پاکستان کې بریدونه کوي خو افغانستان کې د طالبانو حکومت دا تور ردوي او وايي چې پاکستان کې د وسله ډلو فعالیت د پاکستان کورنۍ مسئله ده او اسلام اباد دې دخپلو امنیتي ناکامیو پړه په افغانستان نه اچوي.
افغانستان کې له مخدره توکو سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو او جاپان توافق
جاپان او ملګرو ملتونو د ۹،۴ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت افغانستان کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د همکارۍ یو تړون لاسلیک کړ.
د جاپان د نړیوالې همکارۍ اداره (جایکا) او د مخدره توکو او جرمونو په وړاندې مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو دفتر (یو اېن او ډي سي) په دوه کلنه پروژه کې د هغو زیان منونکو ټولنو ملاتړ کوي چې د ناقانونه کښتونو، بېوزلۍ او د نشهيي توکو د کارونې له اغېزو سره مخ دي.
د «نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې د وړتیاوو د پیاوړتیا» په نوم دغه پروژه د روان ۲۰۲۶ کال سپټمبر میاشتې څخه د ۲۰۲۸ کال سپټمبر پورې په بدخشان، بادغیس، تخار، کندهار او هلمند ولایتونو کې پلې کېږي.
د دغې پروژې په ترڅ کې د دوامدارو بدیلو معیشتي فرصتونو د ودې له لارې هغو زیانمنونکو کلیوالو سره اقتصادي مرسته کېږي چې پخوا یې د کوکنارو د کښت په عاید اتکا کوله.
وروسته له دې چې افغانستان کې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال اپرېل میاشت کې د کوکنارو په کرنه او کاروبار یو مخ بندیز ولګاوه په دغه هېواد کې د کوکنارو کر په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۹۵ سلنه راکم شو.
د (یو اېن او ډي سي) د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د کوکنارو کرنه نسبتاً مخکېني کال ته بیا هم ۲۰ سلنه نوره کمه شوه او تاریخي ټیټې کچې ته ورسېده.
ملګرو ملتونو مخکې ویلي چې د هغو ټولنو ملاتړ کوي چې د کوکنارو د کښت څخه د اوښتو له تګلارې زیانمنې شوې دي.
هالنډ د افغانستان بشري صندوق سره ۱۶ میلیونه یورو مرسته وکړه
هالنډ د افغانستان د بشري مرستو صندوق سره ۱۶ میلیونه یورو مرسته وکړه.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) دغه مرسته (سخاوتمندانه) بللې او له هالنډ څخهیې مننه کړې.
اوچا وايي چې دغه مرسته په افغانستان کې د اړمنو خلکو د ژوند ساتنې لپاره لګول کېږي او ولسونو ته هیله وربخښي.
اوچا د تېرې جون میاشتې په دوهمه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي و چې روان ۲۰۲۶ کال په افغانستان کې د بشري مرستو د پروګرامونو د تمویل لپاره ۱،۷۱ ملیارده ډالرو ته اړتیا لري.
د افغانستان وضعیت لا هم د نړۍ له تر ټولو سختو بشري ناورینونو څخه ګڼل کېږي.
اټکل کېږي چې سږ کال به د دې هېواد نږدې نیمایي نفوس یعنې ۲۱،۹ میلیونه وګړي، بشري مرستو ته اړتیا ولري.