د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۷

پاکستاني پولیسو تېره یوه اوونۍ ۴زره افغان کډوال نیولي


یوه پاکستاني زندان کې افغان کډوال
یوه پاکستاني زندان کې افغان کډوال

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ او د کډوالو نړیوال سازمان راپور ورکړی چې یواځې تېره یوه اونۍ په پاکستان کې له څلورو زر ډېر افغانان نیول شوي دي. د UNHCR او IOM په دې ګډ راپور کې راغلي چې دا شمېر د تېرې اونۍ په پرتله ۱۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اړوند د یوه وروستي په اساس د ډیسمبر له ۱۴ مې تر ۲۰ مې ۴ زره ۴۲۲ افغانان نیول شوي او دا شمېر د تېرې اونۍ په پرتله ۱۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

د راپور له مخې په نیول شویو کې د راجستر شویو او افغان تابعیت کارت لرونکي افغان کډوال او همدارنګه بې اسناده کسان شامل دي.

د راپور په ټکو د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ د روان ۲۰۲۵ کال د ډیسمبر تر ۲۰ مې پورې په پاکستان کې ۱۲۸ زره ۳۴۷ نه زیات افغانان نیول شوي چې له دې شمېر د نیولو ۹۰ زره پیښې یواځې په روان کال کې ثبت شوي.

خو یو این ایچ سي ار ټینګار کړی چې دا شمېرې، په ځانګړي ډول د بې‌اسناده افغانانو په اړه، تر حقیقي کچې کمې ثبت شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال د پاکستان په بیلابیلو ایالتونو او پلازمینه اسلام اباد کې د افغانانو د نیولو او اخراج لړۍ په شدت روانه ده.

په اسلام اباد کې د حاجي کمپ په نوم د ډیپورټ په یو مرکز کې توقیف شوي یو افغان کډوال ازادي راډيو ته وویل تېره شپه یې دغه ځای ته وړی او نن ښايي له بایومټریک وروسته افغانستان ته ډیپورټ کړل شي.

له ډېرو ستونزو سره مخ یو، دلته یې ښځې هم راوستي، ماشومان او سپین ږیري، دا ځای ډېر تنګ دی، یخني ده، هیڅ ډول اسانتیا نه لري
یو توقیف شوی افغان کډوال

دی زیاتوي:

له ډېرو ستونزو سره مخ یو، دلته یې ښځې هم راوستي، ماشومان او سپین ږیري، دا ځای ډېر تنګ دی، یخني ده، هیڅ ډول اسانتیا نه لري

پاکستان کې توقیف شوی افغان کډوال

«ډېر زیات شمېر افغانان یې راوستي دي، کیدای شي دا دوه ساعتونو کې مو بایمټریک کړي او له دې ځایه مو تورخم ته واستوي، موږ دلته دوه نیم کاله د خپل کیس د پروسس لپاره تېر کړل خو نتیجه بل اخره دا شوه.»

بل خوا د بلوچستان ایالت په کویټه ښار کې میشت یو افغان وايي د دوی سیمې ته پرلپسې پولیس ورځي او د POR او ACC کارت لرونکي افغان بې اسناده افغان کډوال نیسي او د ډیپورټ کمپونو ته یې انتقالوي.

«همدا تېره شپه دلته پولیسو عملیات وکړل، ټول افغانان یې ونیول، او په موټرو کې یې بار کړل، په دوی کې ماشومان، زنانه او سپین ږیري وو، خو په دې سوړ ژمي کې یې له کورونو راوویستل او په موټرو کې یې نامعلوم لور ته یوړل، اصلا دلته وضعیت ډېر خراب دی موږ هیڅ نه پوهیږو چې بل اخره څه کیږي.»

دغه افغانان د ملګرو ملتونو په ګډون د کډوالو د حقونو د ملاتړو بنسټونو نه غواړي چې پر پاکستان فشار راوړي تر څو د دوی د ډیپورټ او نیولو لړۍ ودروي.

داسې مهال چې له دې وړاندې په وار وار د بشري حقونو بیلابیلو بنسټونو له پاکستانه غوښتي د افغان کډوالو د جبري ډیپورټ لړۍ ودروي خو پاکستان نه یواځې دا لړۍ درولې نه ده بلکې لا یې شدت ورکړی دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري د ډیسمبر په ۲۴ مه په یوه راپور کې ویلي چې د روان میلادي کال په ترڅ کې افغانستان ته له پاکستانه د ستنېدونکو افغانانو شمېر له یو میلیونو اوښتی دی.

په راپور کې راغلي وو چې دا مهال شاوخوا دوه میلیونه افغانان په پاکستان کې مېشت دي.

دغه سازمان زیاته کړې چې د نومبر په میاشت کې له یو لک او ۷۱ زرو ډېر افغانان افغانستان ته ستانه شوي، چې نږدې ۳۸ زره تنه یې د چمن، تورخم او بهرامچې له لارو اېستل شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په دې راپور کې ویلي چې افغانان په پاکستان کې له نامناسب خوندي چاپېریال سره مخ دي، چې پکې نیول، جبري اېستل، د اسنادو ضبط، او باج اخیستنه شامله ده.

همدارنګه د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله د کورونو تشول د پراخې بې‌کورۍ لامل شوي، او په ځانګړي ډول د کورنیو ښځينه سرپرستانې ډېرې زیان‌منې دي، د راپور په ټکو ان ځینو کورنیو په پارکونو او جوماتونو کې پناه اخیستې ده.

د راپور په ټکو زده‌کړو او روغتیايي خدمتونو ته د کډوالو لاس رسی محدود دی، او افغانان له شدیدو معیشتي محدودیتونو سره هم مخ دي چې اندېښنې یې رامنځته کړي او رواني روغتیا او ملاتړ ته یې اړتیا ډیره کړې ده.

XS
SM
MD
LG