د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۲۷

خبرونه

په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ۴۶ کالیزه

 په هرات ښار کې د شوروي ځواکونو یو کاروان، ترکمنستان لور ته په لار ، ۱۹۸۸ ، ارشیف
په هرات ښار کې د شوروي ځواکونو یو کاروان، ترکمنستان لور ته په لار ، ۱۹۸۸ ، ارشیف

نن د مرغومې شپږمه په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ۴۶ کالیزه ده .

له ننه ۴۶ کاله پخوا لسګونه زره شوروي ځواکونه د هوا او ځمکې له لارې افغانستان ته ننوتل، هلته یې د حفیظ الله امین په مشرۍ حکومت ړنګ او د خلق ګوند د بلې څانګې مشر ببرک کارمل په واک کینولو.

لس کاله وروسته شوروي ځواکونه دافغانستان د خلکو د مقاومت په نتیجه کې له هیواد ووتل خو دغه یرغل او جګړې په افغانستان کې درنه مرګ ژوبله را مینځته کړه ، په ملیونو خلک یې کډوال کړل او داسې ژور اثاریې پریښودل چې ولس یې تراوسه هم نتایج ګالي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

څلور امریکايي عسکر د تېل رسوونکې الوتکې په لوېدو سره وژل شوي

د امریکا لویه تېل رسوونکې الوتکه
د امریکا لویه تېل رسوونکې الوتکه

څلور امریکايي پوځیان په عراق کې د تېل رسوونکې الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې وژل شوي.

سنټکام د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ نن دا خبر تایید کړ.

په بیان کې راغلي چې د لوېدلې لویې تېل رسوونکې پوځي الوتکې د دوو نورو غړو د لټون عملیات لا هم روان دي.

سنټکام ویلي چې پرون د عراق په لویدیځ کې د امریکا د پوځ تېل رسوونکې لویه الوتکه KC-135 له یوې بلې الوتکې سره د حادثې په سبب ولوېده.

امریکايي چارواکو ډاډ ورکړی چې دا الوتکه د دښمن یا دوست په ډزو نه ده نسکوره شوې.

د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ تر دغه بیان څو ساعته مخکې، د ایران دولتي تلویزیون په یوه بیان کې ادعا وکړه چې د "عراقي اسلامي مقاومت" ډلې د امریکا دا ټانکر الوتکه ویشتلې ده.
په دې سره د امریکا او اسراییلو لخوا په ایران باندې د بریدونو له پیل راهیسې د وژل شویو امریکایي پوځي پرسونل ټولټال شمیر ۱۱ ته رسیدلی دی.
اوه نور امریکايي عسکر په خلیج هېوادونو کې د امریکا په پوځي اډو د ایران په ډرون او توغندیزو بریدونو کې وژل شوي.

د افغانستان یو پخوانی صدراعظم سلطان علي کشتمند په لندن کې ومړ

Sultan Ali Keshtmand, former Afghan Prime minister
Sultan Ali Keshtmand, former Afghan Prime minister

د افغانستان یو پخوانی صدراعظم سلطان علي کشتمند په لندن ښار کې وفات شوی.
د ښاغلي کشتمند ورور اسدالله کشتمند په خپله فیسبوک پاڼه دا خبر تایید کړی دی.

کشتمند شاوخوا یوه لسیزه د ببرک کارمل او وروسته د ډاکتر نجیب الله په دوره کې د افغانستان صدراعظم وو.
دی لومړنی هزاره توکمی افغان وو چې دې څوکۍ ته رسېدلی وو.

کشتمند په ۱۹۳۵ کال کې د کابل د چهاردهی ولسوالۍ کې زېږېدلی و.

هغه په خپلو خبرو او مرکو کې تل ټینګار کاوه چې د افغانستان د تلپاتې سولې او امنیت لپاره د اقتصاد ښه والی او د خلکو د ژوند د شرایطو ښه کول ډېر مهم دي.

د یوې لویې امریکايي الوتکې لوېدل؛ سنټکام وايي چا نه ده ویشتې بلکې له بلې الوتکې سره لګېدلې

د امریکا یوه تېل رسوونکې الوتکه - انځور پخوانی دی
د امریکا یوه تېل رسوونکې الوتکه - انځور پخوانی دی


یوه لویه تېل رسوونکې امریکايي پوځي الوتکه (KC-135) د عراق په لوېدیځ کې لوېدلې.

د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ سنټکام ویلي دا الوتکه د دښمن په برید یا نورو ډزو سره نه ده لوېدلې بلکې د یوې بلې تېل رسوونکې الوتکې سره د حادثې په سبب لوېدلې.

سنټکام ویلي دویمه الوتکه په اسراییلو کې خوندي ناسته کړې ده.

په لوېدلې لویه الوتکه کې د راپورونو له مخې لږ تر لږه شپږ پوځیان ناست وو. تر پېښې وروسته په سیمه کې د لټون او ژغورنې پراخ عملیات پيل شوي.

تر دې مخکې د امریکا درې پوځي جټ الوتکې په کوېټ کې لوېدلې وې.

هغه وخت امریکايي پوځ ویلي وو چې دا الوتکې د کوېټ د دفاعي ځواکونو له خوا په تېروتنې هدف ګرځېدلې وې چې پیلوټان او عمله یې ژوندي پاتې دي.

د یوه بل خبر له مخې

د عراق د کردستان په اربیل سیمه کې د ډرون برید له امله یو فرانسوی سرتېری وژل شوی دی.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون دغه برید غندلی او ویلي یې دي دا برید د هغو فرانسوي ځواکونو پر ضد شوی چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د داعش پر ضد نړیوال ائتلاف کې برخه لري.

د راپورونو له مخې ځينې نور فرانسوي عسکر ټپيان شوي هم دي.

مکرون دغه برید د نه منلو وړ وباله او زیاته یې کړه چې فرانسه به په سیمه کې د ترهګرو ډلو پر ضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

په پلازمینه کابل باندې د پاکستان په بمباریو کې څلور ملکیان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي

کابل کې وران شوی کور د بیګاني برید له امله
کابل کې وران شوی کور د بیګاني برید له امله

طالب چارواکو تایید کړې چې د پاکستان د هوايي بریدونو په نتیجه کې لږ تر لږه ۴ افغان ملکیان په کابل کې وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په یوه بیان کې دا خبره کړې ده.

هغه ویلي چې د کابل د ۲۱مې ناحیې په څرخي پله سیمه کې استوګنیزې سیمې د پاکستان په بیګانیو هوايي بریدونو کې هدف ګرځول شوي.

تر دې مخکې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړې وه چې په کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا کې پاکستان بیګا هوايي بریدونه کړي چې یو شمېر ملکیانو ته یې مرګژوبله اړولې.
مجاهد دا بریدونه غندلي او ګواښ یې کړی چې بې ځوابه به پاتې نه شي.
ذبیح الله مجاهد ویلي چې په کندهار کې هوایي ډګر ته څیرمه د کام ایر شخصي هوایي شرکت د تیلو ذخیره هدف ګرځېدلې.


د هغه په خبره له دې زیرمې ملکي هوایي شرکتونو او د ملګرو ملتونو الوتکو ته د سون مواد رسول کېدل.
پاکستاني چارواکو تازه په کابل او نورو سیمو د هوايي بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

خو پرون پاکستاني چارواکو رویټرز ته ویلي چې پاکستان د چین په منځګړیتوب په افغانستان باندې هوايي بریدونه کم کړي.

د افغانستان د فوتبال تر اولس کلنو کشره لوبډه د مرکزي آسیا جام لوبو ته تیاری نیسي

د افغانستان د فوتبال تراولس کلنو کشره لوبډه د مرکزي آسیا د ۲۰۲۶ کال جام لوبو ته تیاری نیسي.

د افغانستان د فوتبال فدراسیون د پنجشنبې په ورځ په خپله فیسبوک پاڼه کې ولیکل چې د دې جام لوبې به په تاشکند کې د اپریل له ۴ نه تر۱۴ پورې ترسره شي.

ویل شوي چې د افغانستان په ګډون پنځه ټیمونه په دې لوبو کې ګډون کوي. د افغانستان د فوتبال تراولس کلنو کشرې لوبډلې په ۲۰۲۴ کال ازبکستان ته یو د صفر په ماتې ورکولو سره د مرکزي آسیا د ټولنې د جام اتلولي خپله کړې وه.

په هرمز تنګي کې تیل لیږدونکو کشتیو ته د متوجه ګواښونو په اړه راتلونکې اونۍ په لندن کې فوق العاده غونډه جوړیږي

د سمندري فعالیتونو نړیوالې ادارې IMO ویلي چې راتلونکې اونۍ په منځني ختیځ کې په ځانګړې توګه هرمزتنګي کې کشتیو ته د متوجه ګواښونو په اړه د بحث لپاره یوه فوق العاده غونډه جوړوي. د فرانسپرس آژانس د راپورله مخې دې ادارې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د شپږو غړیو، بریتانیا، مصر، فرانسې، مراکش، قطر او متحده عربي اماراتو په غوښتنه دا غونډه به د مارچ په ۱۸ او ۱۹ په لندن کې جوړه شي.

دا غونډه په داسې حال کې پلان شوې چې پرایران د اسراییل او امریکا له خوا له بریدونو وروسته او د ایران د غچ اخیستونکو بریدونو له امله د نړیوالې انرژۍ د اړتیاوو د پوره کولو د مهمې لارې له پریکیدو او په بې ساري توګه د تیلو او ګازو د بیو له لوړیدو سره اندېښنې زیاتې شوې دي.

د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه اومه تیل د هرمز تنګي له لارې تیریږي. دا لاره په دې ورستیو کې د ایران له لوري پر کشیو او د خلیج پر ګاونډیو هېوادونو د غچ اخیستونکو بریدونو له امله عملاً تړل شوې ده.

د ایران نوی مشر مجتبی خامنه یي د پنجشنبې په ورځ امر وکړ چې د هرمز تنګی دې تړلی پاتې شي. په عین حال کې د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ وویل چې

د اسلامي جمهوريت د "شر امپراتورۍ" مخه نیول د اومه تیلو له بیې مهم دي.

د پنجشنبې په ورځ د یوه بیرل تیلو بیه له ۱۰۰ ډالرو څخه لوړه شوه.

اسراییل وایي، د لبنان په پلازمینه کې یې د بریدونو یوه څپه پیل کړې ده

د اسراییل پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل چې د لبنان د پلازمینې بیروت په بیلابیلو برخو کې یې د بریدونو یوه نوې څپه پیل کړې ده.

دا وروسته له هغې ده چې د اسرائیل پوځ د بیروت په مرکزي برخه کې د یوې سیمې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی و چې په دې سیمه کې به یوه ودانۍ په نښه کړي. په بیان کې ویل شوي چې "د اسرائیل دفاعي ځواکونو د بیروت په بېلابېلو سیمو کې د حزب الله د ترهګریزو زیربناوو د په نښه کولو لپاره د بریدونو یوه څپه پیل کړې ده."

حزب الله چې امریکا یې یوه ترهګره ډله ګڼې او اروپایي ټولنې یې نظامي څانګه په تورلست کې شامله کړې، په دې وروستیو کې پرایران د اسراییل او امریکا له بریدونو سره په یوه وخت پر اسراییل د توغندیو د ویشتلو څپه پیل کړې ده.

د مجبتی خامنه اي لومړنۍ بیانیه ؛« له دښمن تاوان اخلو یا یې شتمني له مینځه وړو»

د پنجشنبې په ورځ (دمارچ په ۱۲ مه ) د ایران دولتي تلویزیون کې د مجبتی خامنه ای د بیانیې د لوستل کیدو په مهال دهغه دغه تصویر خپور شو.
د پنجشنبې په ورځ (دمارچ په ۱۲ مه ) د ایران دولتي تلویزیون کې د مجبتی خامنه ای د بیانیې د لوستل کیدو په مهال دهغه دغه تصویر خپور شو.

د ایران نوي مشر مجتبې خامنه اي په خپله لومړنۍ بیانیه کې چې د دفتر لخوا یې په نامه خپره شوه ادعا وکړه چې د خپلې ټاکنې په هکله د خبرګانو د مجلس له پریکړې د تلویزیون له لارې خبرشو.

دا په داسې حال کې ده چې د هغه له ټاکنې مخکې رپوټونو کې ویل شوي وو چې د اسلامي جمهوریت د مشرتابه لپاره مطرح شویو کسانو سره خبرې وشوې او هغوی د مسئولیت له منلو ډډه وکړه.

وروسته لدې چې مجتبی خامنه ای د مارچ په اتمه دخپل وژل شوي پلار ځایناستی اعلان شو کومه نوې ویډیویې نشر سوې نه ده.

د ایران دولتي رسنیو تایید کړې چې نوموړی دامریکا او اسراییلو په بریدونو کې ټپی شوی دی.

مجتبی خامنه اي په خپله بیانیه کې د ایران د حکومت په پلویانو غږ وکړ چې دنظام دملاتړ لپاره سړکونو ته راووځي او دروانې جګړې په هکله یې هم په زغرده وویل

پرته له شکه چې د هرمز تنګي د تړلو څخه باید دفشار د وسیلې په توګه کار واخیستل شي.


سپاه پاسداران ځواکونو په وروستیو ورځو کې فارس خلیج کې سوداګري او تیل وړونکو بیړیو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

ددغو بریدونو له امله سوداګري عملا ټکنۍ شوې.

مجتبی خامنه ای دغه راز ګواښ وکړ:

دنورو جبهو د پرانسیتلو په هکله چې دښمن په کې کمه تجربه لري او هلته ډیر زیانګالی دی څیړنې شوي دي او د جګړې د دوام په صورت کې او د مصلحت سره سم به یې فعالول ترسره شي.


د ایران د اسلامي جمهوري نظام دریم مشر د خپلې بیانیې په یوه بله برخه کې د غچ اخیستلو ژمنه وکړه او وویل دا به یواځې دعلي خامنه ای د وژل کیدو غچ نه وي.

ایت الله خامنه ای د ایران پخوانی مشر د فبروري په ۲۸ په ایران باندې دامریکا او اسراییلو د بریدونو د پیل په لومړیو ساعتونو کې دخپلې کورنۍ یو شمیر غړو او پوځي قوماندانانو سره یوځای د "بیت رهبري" په نامه خپل هستوګنځي کې ووژل شو.

د مجتبی خامنه اي په بیانیه کې چې پوځي برخې یې د ګواښ ژبه لري راغلي دي چې : « په هرصورت مونږ له دښمنه تاوان اخلو او که چیرې د تاوان له پرې کولو ډډه وکړي، څومره مو چې وټاکله له شتمنیو څخه به یې واخلو او که هغه هم ممکن نه وي نو په هماغه اندازه شتمني به یې له مینځه یوسو. »

دایران نوي مشر په سیمه کې دامریکا د اډو د تړل کیدو غوښتنه هم وکړه.

۲۱ افغان کډوال په پاکستان کې له بنده تر خوشي کېدو وروسته هیواد ته ستانه شول

ارشیف
ارشیف

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۲۱ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته راستانه شوي دي.

دې وزارت د پنجشنبې په ورځ (۲۱ حوت) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا کسان له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې په بند کې ساتل شوي وو.

د دې افغانانو د نیول کېدو د علت په اړه څه نه دي ویل شوي.

تر دې مخکې ځینو افغان کډوالو له ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې په پاکستان کې نیول شوي کډوال د دې پر ځای چې کمپونو ته ولېږدول شي یا افغانستان ته بېرته واستول شي، زندانونو ته انتقالېږي.

پاکستان د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې د هغو افغانانو د ایستلو بهیر پیل کړ چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري.

طالبان وايي، د پاکستان له لوري پر خوست د درنو وسلو په ډزو ۴ ملکیان وژل شوي

ارشیف
ارشیف

د طالبانو د حکومت یو ویاند وايي چې د پاکستان له لوري پر خوست ولایت د توپونو د برید په نتیجه کې ۴ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې پاکستان نن سهار شاوخوا ۴ بجې د خوست ولایت د علیشېرو ولسوالۍ په صدقو کلي کې د عامو خلکو پر کورونو د توپونو بریدونه کړي چې په نتیجه کې یې څلور تنه ملکیان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

ده همداراز ویلي چې پاکستان د کونړ ولایت پر بېلابېلو سیمو هم د درنو وسلو بریدونه کړي خو له کبله یې د مرګ ژوبلې کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.

پاکستان په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG