د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

پاکستاني او افغان پوځي چارواکي د سپین بولدک پېښې په اړه غږېدلي


د پاکستان، افغانستان او په دې هېواد کې د غوڅ ماموریت پوځي چارواکو د پاکستان په راولپېنډۍ ښار کې د داعش وسله والې ډلې د ځپلو او پاکستان او افغانستان د ګډې پولې په اوږدو کې د پوځي همکاریو د پراختیاپه ګډون پv ځینو مساېلو خبرې کړي دي.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې «ISPR» د جمعې په ورڅ په دې اړه په یوې خپرې کړې خبر پاڼه کې په ویلي چې د افغانستان د دفاع وزارت د اپراسیون رئیس جنرال حبیب حصاري او په افغانستان کې د غوڅ ماموریت یوه قوماندان جنرال کریسټوفر هاس د پاکستان د دفاع وزارت د اپراسیون له رئیس جنرال ساحر شمشاد سره لیدلي او کاږي:

"په دغه دې اړخیزه غونډه کې دغو استازیو پخپلو تر عملیاتو لاندېسیمو کې د داعش وسله والې ډلې د ځپلو لپاره د بشپړو اقداماتو پر کولو زور راوړی دی."

د پاکستان، افغانستان او په افغانستان کې د غوڅ ماموریت پوځي چارواکو په داسې وخت کې د داعش وسله والې ډلې د ځپلو لپاره غونډه کړې چې افغان ځواکونو په دې وروستیو کې د افغانستان د ختیځ ولایت ننګرهار په اچین کې د داعش وسله والې ډلې پر ضد عملیات پیل کړي چې لا هم روان دي.

ننګرهار کې د داعش پر ضد عملیات.
ننګرهار کې د داعش پر ضد عملیات.

افغان ځواکونو په ننګرهار کې د پاکستان پولې ته څېرمه د داعش وسله والې ډلې پر ضد عملیات تر هغې وروسته پیل کړل چې دغه ډلې په اچین، هسکې مېنې او ځینو نورو سیمو کې پر افغان امنیتي ځواکونو او عامو ملکي وګړیو بریدونه وکړل او همداشان یې په کابل کې د یو شمېر هغو ترهګریزو بریدونو مسؤلیت پر غاړه واخیست چې لسګونه کسان پکې مړه او ټپیان شول.

د پاکستان د پوځي مطبوعاتي دفتر همداشان په خپرې خبرپاڼه کې لیکلي چې افغان او پاکستانیو پوځي چارواکو تر دغې درې اړخیزې غونډې وروسته په یوې دوه اړخیزه غونډه کې د چمن د پېښې، د سرحد د تنظیم و کنټرول او د پوځي همکاریو د پرمختیا په ګډون پر یو لړ مسایلو هم بحث کړی دی او وايي:

"دواړه خواوې په دې سلا شوي چې د بېلابېلو چینلونو له لارې به د اعتماد، متقابل احترام او همکارۍ ماحول ته وده ورکړي."

د پاکستان او افغانستان پوځي چارواکي په داسې وخت کې غونډه کوي چې د روانې میاشت په ۵مه نېټه د دواړو هېوادونو سرحدي ځواکونو د چمن او سپین بولدک سره پر کرښه جګړه وکړه چې دواړو خواوو ته یې مرګژوبله واړوله.

په دغه سیمه کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ تر هغې وروسته نښته وشوه چې د افغان چارواکو په ویناد پاکستان د سرشمېرنې ډلې په دغه سیمه کې په افغان خاوره کې سرشمېرنه کوله، خو پاکستاني چارواکي بیا دا ردوي او وايي چې دغې ډلې په پاکستاني حدودو کې دننه سرشمېرنه کوله.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG