د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

کندهار چارواکو د سپین‎بولدک–چمن لار په اړه د پاکستان وړاندیز رد کړی


د کندهار چارواکي وايي، د سپین‎بولدک– چمن لارې د پرانېستل کېدو په اړه يې د پاکستاني چارواکوا پیشنهاد رد کړی.

د کندهار امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق ازادي راډیو ته په یوې ځانګړې مرکه کې وویل چې تېره شپه پاکستاني چارواکو دوی ته د چمن–سپین‎بولدک د لارې د خلاصېدو پیشنهاد کړی، خو دوی له دې خاطره چې دغه ستونزه باید په دایمي ډول حل شي دغه پیشنهاد رد کړی.

د قوماندان په وینا پاکستاني لوري د دروازې د خلاصېدو او تړل کېدو صلاحیت د ځان کړي او هرځل په یوه او بله بهانه دغه لار تړلي.

د نوموړي په وینا ترڅو چې پاکستاني چارواکو دروازې د ستونزو د دایمي حل لپاره د دوی غوښتنه نه وي منلي دغه لار به تړلي وي.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق

نوموړی وايي:

"دوی تېره شپه وویل چې دروازه به خلاصه کړو خو موږ وایو چې ولې هر وخت دا ستونزه پېښېږي او د دوی چې خوښه وي دروازه تړلي او خلاصوي اوس به یو څه وخت دروازه تړلی وي."

د کندهار امنیې قوماندان دا هم وویل چې د افغانستان او پاکستان د تخنیکې ټيمونو له خوا د سپین‎بولدک او چمن ترمنځ پر ډیورنډ فرضي کرښه د پرتو دوو کلیو (لقمان او نظر) د ملکېت معلومولو څېړنې بشپړي شوي او پایلي به يې د مرکز له‎خوا اعلان شي.

په عین وخت کې سپین‎بولدک ته د افغانستان د مشرانو جرګې د تللي پلاوي مشر وايي، پاکستاني ځواکونو په دغه ولسوالۍ کې څو ځایه پر افغان خاوره تېری کړی دی.

د هاشم الکوزي په مشرۍ دغه شپږ کسیز پلاوی پر ډېورنډ کرښه د تېرې جمعي ورځي د نښتې وروسته د معلوماتو لپاره پرون سیمې ته تللی و.

هاشم الکوزي ازادي رادیو ته وویل چې د سپین بولدک– چمن لار د تړل کېدو او په لقمان او نظر کلیو کې سرشمېرنه د ښه ګاونډیتوب د اصولو نه سرغوړونه ده.

نوموړی وايي:

"موږ چې ساحه ولیدله پاکستاني پوځیانو ښکاره تیری کړی د دوی وسلې د افغانستان په طرف کې پاتې شوي نور شواهد هم شته."

د سپین‎بولدک ولسوالۍ اړوند د لقمان او نظر کلیو کې د سرشمېرني پر سر تېره جمعې ورځ د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ سخته جګړه وشوه.

له همدې امله د سپین‎بولدک ټرانزیټي لار نن اوومه ورځ هم د هر راز تګ راتګ لپاره تړلې ده.

راپور : محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG