د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۲:۴۸

زاخېلوال: د سپین‌بولدک شخړې په اړه مې د پاکستان تصور چلېنج کړ


اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال.
اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال.

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال پرون سې شنبه د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو له سلاکار سرتاج عزیز سره کتلي او دواړو لورو خپلو کې په سپين‌بولدک او چمن کې د افغان او پاکستاني پوله‌ساتو تر منځ د وروستۍ شخړې د اصلي دلیل د روښانتیا په هدف خبرې کړي.

ښاغلي زاخېلوال ازادي راډیو ته وویل، په دې لیدنه کې یې د پاکستاني چارواکو سره شته هغه نظر چلېنج کړ چې ګوندې د چمن په سیمه کې د دواړو هېوادونو د پوله‌ساتو تر منځ وروستۍ نښته د افغان سرتېرو له‌خوا پیل شوې.

​ښاغلي زاخېلوال زیاته کړه:

"هغه برداشت چې دې لوري ته دی دا دی چې ګوندې د چمن پېښه د افغانستان له‌خوا پیل شوې او جګړه تحریک شوې ده، دا موضوع ما چلېنج کړه، قضیه په دې ډول نه‌وه، موږ تر دې مخکې له دوی سره خبرې کړې وې او ورته مو ویلي وو چې دا سیمې د افغانستان تر حاکمیت لاندې دي او که دې سیمو ته داخل شي عکس‌العمل به وګوري، خو د دوی برداشت دا دی چې ګوندې افغانستان خبرو اترو ته حاضر نه‌و او دا هغه څه چې حقیقت دی برعکس څه دي."

د ښاغلي زاخېلوال په وینا د سپین‌بولدک په سیمه کې پاکستاني ځواکونه د ډیورند له کرښې د سروې لپاره اوښتي وو، د نوموړي په وینا دا نه‌یوازې د افغانستان پر ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا تېری و بلکې په داسې حال کې چې افغان لوري تر پېښې مخکې د پاکستان پوځي مشرتابه ته خبرداری ورکړی چې د افغانستان په کلیو کې به‌یې سروې ترسره کول عکس‌العمل ولري، د پاکستاني ځواکونو له‌خوا پر دې خبرداري سربېره د سروې ترسره کول د جګړې تحریکول دي.

ښاغلي زاخېلوال همدارنګه وویل، د پاکستان صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز ته‌یې ویلي چې د پاکستاني ځواکونو له‌خوا داسې سرغړاوي نه‌یوازې په چمن کې شوي، بلکې د انګور اډې، غلام خان بندر، خواجه خدر او ځینو نورو غرنیو سیمو کې چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې پرتې دي هم په ورته توګه پاکستاني ځواکونه د ډیورند له کرښې اوښتي او د افغانستان په خاوره کې یې پوستې جوړې کړې دي.

مشرانو جرګه: انګور اډه کې دې د پاکستان له‌خوا تأسیسات بند شي

د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان له‌خوا د تاسیساتو جوړول روان دي

وزیري: د پاکستان له‌خوا د سرحدي ستونزو جوړول د زغملو نه‌دي

د ښاغلي زاخېلوال په وینا په لندن کې د افغانستان او پاکستان تر منځ وروستی توافق یو داسې مېکانیزم دی چې پر بنسټ‌یې داسې شخړې مخکې له دې چې لا کړکېچنې او د اړیکو د خرابېدو سبب شي هوارېدلی شي.

بل‌خوا پاکستاني رسنیو بیا د پاکستان صدراعظم د بهرنیو اړیکو د سلاکار سرتاج عزیز او په اسلام‌اباد کې د افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال تر منځ د لیدنې په اړه په خپرو کړو راپورونو کې ویلي چې سرتاج عزیز افغان سفیر عمر زاخېلوال ته خبرداری ورکړی چې په چمن کې به د دوستۍ دروازه پاکستانی لوری تر هغې تړلې وساتي څو چې افغان حکومت د پاکستان ملاحظاتو ته پام نه‌وي کړی.

د افغانستان او پاکستان تر منځ لا دمخه شته ترینګلتیا وروسته له هغې زیاته شوه چې د افغان چارواکو په وینا پاکستاني ملېشې د سپین‌بولدک ځینو هغو کلو ته چې د ډیورند پر کرښه پراته دي او د سپین‌بولدک د ولسوالۍ برخه دي د نفوس شمېرنې لپاره ورغلل.

همدا مسئله د جمعې په ورځ د دواړو لورو تر منځ د نښې سبب شوه.

د اسوشیټېډ پرس خبري اژانس بیا د پاکستاني چارواکو په حواله ویلي چې افغان ځواکونو په چمن کې د پاکستان د نفوسو د شمېرلو او سروې پر کارکوونکو ډزې کړي او یوولس کسان‌یې وژلي دي.

خو افغان چارواکي وايي، لومړی ډزې پاکستاني لوري پیل کړې چې دوه افغان سرتېري او نهه ولسي کسان‌یې د افغانستان په خاوره کې ووژل.

XS
SM
MD
LG