د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

وزیري: د پاکستان له خوا د سرحدي ستونزو جوړول د زغملو نه دي


د دفاع وزارت وایي، د افغانستان او پاکستان د حکومتونو تر منځ د سرحدي ستونزو د هواري لپاره خبرې دوام لري.

د دغه وزارت ویاند دا و منله چې پاکستاني ځواکونو د کونړ او خوست په ځینو سیمو کې سرحدي سرغړونې کړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وایي، کومې ستونزې چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د پاکستاني ځواکونو له خوا رامنځ ته شوي، د منلو وړ نه دي او د هواري لپاره یې هڅې کېږي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د یکشبنې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې پاکستانیانو د کونړ او خوست په ځينو سیمو کې سرغړونې کړي دي.

نوموړي وویل افغان حکومت هڅه کوي څو د خبرو له لارې دا ستونزه حل کړي.

هغه زیاته کړه:

"د کرښې دواړو غاړو کې دا ستونزې له پخوا موجودې دي خو موږ هڅه کوو چې دا ستونزه د مذاکرو له لارې حل کړو."

د افغانستان دفاع وزارت له پاکستان څخه غواړي چې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د ستونزو له جوړولو لاس واخلي.

دا خبرې وروسته له هغې مطرح کېږي چې د کونړ امنیه قوماندان او یو شمېر قومي مشرانو ازادي راډیو ته ویلي چې پاکستاني ځواکونه په سرحدي ولسوالیو سرکاڼو او مرورې کې د افغانستان خاورې ته داخل شوې دي.

د کونړ د ولایتي شورا رئیس جمال الدین سیار ازادي راډيو سره په خبرو کې د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني پوځیانو د پرمختګ خبر تایید کړ:

"دلته چې کومې ساحې دي پاکستاني پوځيانو خپلې پوستې راجوړې کړي دي ځینو ځایونو کې زر متره راغلي ځنیو کې پنځه سوه کې په ځنیو ځایونو کې صفري نقطې کې دي دا خبره مرکزي حکومت ته رسیدلې خو تراوسه یې کوم اقدام نه دی کړی."

ښاغلي سیار د سیمې د اوسېدونکو په حواله وویل پاکستاني ځواکونه په سرکاڼو او مرورې ولسوالۍ کې امنیتي پوستې جوړې کړي او ځنګلونو په وهلو لاس پورې کړی.

دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان پر خاروه د پاکستاني ځواکونو د تېري خبره کېږي بلکې تردې وړاندې هم دا ډول کړنې په کراتو شوې دي.

دا لومړی ځل نه دی د پاکستاني سرتېرو د سرغړونو راپورونه خپرېږي
دا لومړی ځل نه دی د پاکستاني سرتېرو د سرغړونو راپورونه خپرېږي

د افغان چارواکو په وینا پاکستاني ځواکونو له دې وړاندې په کراتو د ننګرهار په ګوشتې او د کونړ په دانګام او د هلمند په یو شمېر سیمو راکټې حملې کړې دي.

په تازه پېښه د پاکستان پوځ د تورخم سرحدي درواز د څلورو ورځو لپاره د افغانانو په مخ تړلې وه چې د افغان حکومت د هڅو په ترڅ کې دا دروازه بېرته پرانستل شوه او پاکستان د انګور اډې تاسیسات افغان ځواکونو ته وسپارل.

تورخم دروازه د ۴ ورځو لپاره تړل شوې وه
تورخم دروازه د ۴ ورځو لپاره تړل شوې وه

سره له دې چې د افغانستان حکومت وایي، له پاکستان سره سرحدي ستونزې به د ډیپلوماتیکو لارو هوارې کړي خو د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون غړي وایي، دا ستونزه باید د مذاکراتو له لارې نه بلکې د افغان ځواکونو په وسطه حل شي.

د دې کمېسیون غړي خالد پښتون په دې اړه وویل.

"افغان حکومت د ډيپلوماسۍ په چوکاټ کې له دوی سره بحث نشي کولی، دا مسایل باید په محلې ډول حل شي، د سرتېرو په وسطه حل شي او دا خلک باید شاته وتمبول شي."

نوموړي همدارنګه وویل د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه باید په هغو برخو کې چې د پاکستاني پوځیانو پرمختګ ویني، هغوی ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.

له دې وړاندې په همدې هدف د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ جګړه هم شوې چې د ننګرهار په ګوشته کې په یوه ورته جګړه کې د قاسم خان سرښندنه لا هم د خلکو په ذهن کې شته.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG